انډونیزیا: ۵۴ مسافر وړونکې تجارتي الوتکه لا درکه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د انډونیزیا یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۵۴ کسان په کښي سپاره وه، په یوه غرنۍ سیمه کې د خراب موسم له کبله لا درکه شوې، او زیات ګمان داسي دی چی الوتکه به را غورځېدلې وي.

ددغه هیواد د پلټني او ساتني ادارې مشر بامبانګ سولیستیو رسنیو ته ویلي چې نن د یک شنبې په ورځ د هغې الوتکي سره اړیکي شلېدلي چې په یوه داخلي سفر بوخته وه.

نوموړي ویلي چې د الوتکو د مراقبت برجونو سره د الوتکي اړیکي د انډونیزیا په ختیځه کې د بابوا په لیري پرته غرنۍ سیمه کې شلېدلي. پيښه نن ماپښین په ځایی وخت ۳ بجې را منځته شوې.

د انډونیزیا رسمي چارواکي وايي چې تر اوسه دوی ته معلومات نسته چې الوتکي ته څه ور پيښ شوي، خو په دغه سیمه کې د پلټني چاري ادامه لري، د خرابي هوا، وریځو او تاریکې له کبله تر اوسه هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

بل اړخ ته د تریګانا شرکت اعلان وکړ چې د الوتکي سره د اړیکي د پرې کیدو وروسته دوی سمدستي د پلټني په موخه سیمي ته یوه بله الوتکه ولیږله، چي د خراب موسم له کبله ونه توانیده سفر جاري وساتي او معلومه کړي چې لومړۍ الوتکي ته څه پيښ شوي.

باید وویل شي تیرکال د دیسمبر په میاشت کې د ایر آسیا یوه الوتکه هغه وخت را وغورځېدل کله چې د انډونیزیا د سورابایا ښار څخه سنګاپور ته په لاره وه، چې په ترڅ کې ۱۶۲ کسان ووژل شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د