نظــر

په پېژندپاڼو کې د افغان کلیمې لیکل د ملي یووالي حکومت لپاره د آزمایښت غوره چانس

fazalhaq
لیکوال: فضل الحق طاهرزی

لیکوال: فضل الحق طاهرزی

له ټاکنیزو منډو ترړو او جنجالونو وروسته کله چې په دویم پړاو کې ښاغلی محمد اشرف غني مخکښ کاندید شو، ډېری عام وګړي په دې اند وو چې ګواکي ښاغلی غني بهرنی تابعیت لري، د ژوند ډېره برخه یې په بهر کې تېره کړې او افغانستان ته بشپړ ژمن نه دی. کله چې عبدالله عبدالله د دویم چارواکي په توګه د افغانستان دولت لومړۍ لیکې ته د جان کېرې د پریکړې پر بنسټ راغئ، د افغانانو دغه اندېښنه یو پر دوه شوه. ټولو دا ویل چې د بهرنیو په لاس جوړ دولت دی او د افغان ولس لپاره به هېڅ ژمنتیا ونه لري.

ولسمشر غني او پنځوس سلنه عبدالله له رسمي کار پیلولو وروسته هر وخت هڅه کړې چې ځانونه د افغانانو په منځ کې وساتي. ښاغلي غني هم د خپلو خبرو طرز ته تر یو حده بدلون ورکړ او یو څه یې د عامو خلکو په ژبه خبرې کول پیل کړل. ډېرو ولایتونو ته یې سفرونه وکړل او له ډېرو خلکو سره یې ناسته پاسته وکړه.
په ولسمشر غني خو یو بل تور دا هم و چې ګواکي دی یا یې د کورنۍ غړي مسلمان نه دي چې دغه ګوتنیونه تر ډېره د ده ښځې ته کېدله. همدارنګه یې اولادونه چې ټول ژوند یې په بهر کې کړی، په پښتو او دري نه پوهېږي او په اسلامیت کې یې هم تر ډېره شک دی او مخالف نوماند یې هم تر ډېره د ده له همدې کمزوري ټکي ګټه پورته کوله. که څه هم چې حزب اسلامي او ګڼو علماوو ښاغلي غني ته دغه مشروعیت ورکړ او د ده بریا هم تر ډېره د همدې لویې غونډې په پریکړې پورې تړلې وه، خو د عمل تر ثابتېدو پورې دغه شکونه لږ او ډېر موجود وو.

اوسمهال چې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش لړۍ ګرمه روانه ده. ځینو افغان ضد او بهرنیپالو کسانو د بهرنیو د ګټو د خوندي کولو په پار له الکترونیکي پېژندپاڼو څخه د افغان او اسلام کلیمو د لرې کولو هڅې پیل کړې دي. دا چې تر ډېره دغه کسان د بهرنیانو په ځانګړې توګه د ګاونډیو فرهنګي یرغلګرو له لوري تمویلېږي او کلک ملاتړ یې لري، په خپل پلان کې تر ډېره مخکې تللي. د دوی ریښې دومره پراخې تللې دي چې کله په وزیرانو شورا کې دغه موضوع مطرح شي، غوڅ اکثریت یې مخالفت کوي. همدارنګه یې اجرائیې رییس ښاغلی عبدالله عبدالله هم تر بشپړې اغیزې لاندې راغلی او د اغیزمنتیا د ریښې دغه تار د ولسمشر تر دروازو پورې هم رسېږي.

معلومه خبره ده چې هېڅ افغان ته دغه کار د منلو نه دی او هېڅوک به دولت ته اجازه ورنه کړي چې د افغان او اسلام له کلیمې پرته پېژندپاڼې ووېشي. همدا اوس ټول افغان ملت چمتو دی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې تر هغې په مدني فعالیتونو لاس پورې کړي، څو چې دغه دوې کلیمې په پېژندپاڼو کې ونه لیکل شي.

نو کله چې داسې ده، ښه وخت یې دی چې ښاغلی غني ټولو هېوادوالو ته دا ثبوت ورکړي، چې دی لومړی بشپړ مسلمان دی او دویم، افغانستان او افغانیت ته ژمن افغان دی. ده ته د دې دوو آرونو ثابتول ډېره لویه خبره نه ده؛ نه بهرنی فنډ غواړي، نه بشري قوې ته اړتیا شته او نه هم د ده په ژبه پالیسۍ او پلان جوړولو ته ضرورت لیدل کېږي.

دا خو واضح ده چې له یادو دوو کلیمو پرته د پېژندپاڼو د وېش شونتیا صفر ته تقرب کوي، نو که ښاغلی غني خپل سیاسي هوښ په کار واچوي؛ عام افغانان دې نه پرېږدي چې لاریونونه وکړي، له لاریونو وړاندې دی باید اقدام وکړي او ژر تر ژر د بهرنیو د دې دسیسې مخه ونیسي.

که چېرې ولسمشر غني دا خبره بابېزه واچوي، نو د ټولو هغو هېوادوالو هغه شکونه او خوبونه به په رښتیا بدل شي چې ګواکي ولسمشر افغانیت ته ژمن نه دی او وروسته به تاریخ د ده په هکله ډېره ښه پریکړه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x