نړۍ

عاجل: وسلوالو د پاکستان د هوايي ځواکونو پر هوايي ډګر برید کړی- جګړه دوام لري

jf-17-thunderپاکستان: وسلوالو په اټک کې د پاکستاني ځواکونو پر هوايي ډګر باندي برید کړی، چي اوس هم په کښي د هري خوا ډزي شروع دي، او تر اوسه د وسلوالو او پاکستاني فوځ تر منځ جګړه دوام لري.

ویل کیږي چي د تیرو درو ساعتونو څخه ډزي دوام لري، او د برید کونکو سره د جګړې لپاره د پاکستان خاص ځواکونه هوايي ډګر ته رسیدلي.

لومړني معلومات وايي چي د وسلوالو شمېر لس دی، او هغوی په ځان پوري چاودېدونکي توکي هم تړلي، او د شپې څخه په استفادې توانېدلې چي هوايي ډګر ته ننوزي، او هلته ولاړو الوتکو او هوايي ډګر ته ضرر ورسوی، خو تر اوسه معلومه نه ده چي الوتکو ته تاوان رسیدلی کنه.

خو ویل کیږي چي په دغه هوايي ډګر کې د پاکستان د فضايي ځواکونو ۳۷ مختلف النوعه الوتکي ولاړي دي.

د یادوني وړ ده چي په کراچي کې هم تیر کال د پاکستان د سمندري ځواکونو پر یوه هوايي ډګر ورته برید شوی وو، چي په کښي د پاکستان د سمندري ځواکونو دوې ډیري قیمتي الوتکي له منځه تللي وې.

بل خوا د پاکستان وزیر داخله رحمن ملک امر کړی چي د اسلام اباد او راولپنډی د هوايي ډګرونو او فوځي مرکزونو امنیت دي ټینګ شي.

باید وویل شي چي د وسلوالو له خوا دا برید د پاکستان د ازادی ورځ 14 اګست دوه ورځي وروسته را منځته کیږي.

ددي پيښي په اړه د تازه جزیاتو لپاره جیو تلویزون په لاندي ویډیو کې په مستقیمه کتلای شئ.

{youtube}1VyKsurmjF0{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x