افغانستان

د برېښنايي تذکرو د وېش پیل وځنډول شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د برېښنايي تذکرو د منځپانګې په اړه ولسي غبرګونونه را وپارېدل، ارګ د د دې تذکرو د وېش ټاکلې نېټه وځنډوله.

وړاندې تر دې جمهوري ریاست د زمري ۲۸مه د برېښنايي تذکرو د وېش د پیل ورځ بللې وه، خو په تازه څرګندونو کې يې ويلي چې د ځینو بوختياوو له امله د وېش پیل وځنډول شو.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې د تذکرو د وېش د ځنډ علت د امنيتي ځواکونو پر تشویقي پروګرامونو بوختيا بلل شوې ده، خو د ټولنیزو شبکو فعالان دغه ځنډ د دوی د مبارزې رنګ بولي.

زرګونو افغانانو پر دې تذکره ځکه نیوکه کړې ده، چې نه پکې «دين» او نه هم « افغان» شته، چې توند غبرګونونه يې راپارولي دي.

له تېرو دریو ورځو راهیسې د دې تذکرو په غبرګونو کې د پراخ ولسي لاریون د تیاري خبرونه ورکول کېږي، چې ټاکل شوې وه سبا سه شنبه پیل شي، خو د دې لاريون د تنظیموونکو په وینا د ارګ په شاتګ دوی هم دې ته اړ کړل چې لاریون وځنډوي، که وکولی شي مسئله د خبرو له لارې هواره شي.

تر دې وړاندې اجراييه رییس عبدالله عبدالله ويلي و، چې دوی به د تذکرو هغه شکل له هماغې منځپانګې سره ووېشي چې د مشرانو جرګې او وزیرانو شورا يې هم تاييد کړی دی، په دې شکل کې د ملت او دین نوم نشته .

افغانان د ګډ حکومت دغه اقدام د د دوی د ارزښتونو خلاف بولي او له نږدې تېرو اتو میاشتو راهیسې پر نورو ناندریو سربېره دې مسئلې هم غبرګونونه راپارولي دي.

په ټولنیزو شبکو کې زرګونو ځوانانو دا د جمهور رییس او اجراييه رییس له لوري د افغانستان ضد اقدامات ګڼلي، خو په څنګ کې يې بیا ځينې لوړ پوړي زورواکي پر دې ټينګار کوي چې که په تذکره کې يې افغان لیکل شوی و، دوی به يې د وېش مخه ونیسي.

تر اوسه پر دې بحث نه دی شوی، چې له افغان تذکرو نه د افغان او اسلام کلیمې ولې لرې کېږي، خو د دې چارې مخالفين استدلال کوي چې د پرديو روزل شويو «ایجنټانو» له لوري د دوی پر ارزښتنونو ملنډې وهل کېږي.

یاده دې وي د ګډ حکومت او ولس تر منځ نورو ناندریزو مسلو تر څنګ دې ارزښتمنې او جنجالي موضوع هم فاصله پراخه کړې ده، چې د شنونکو په قول په ټوله کې وضعیت د حکومت پر تاوان تمامېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرعلی صافی

د اسلام او افغان کلیمی ډیری افغانانو ته ډیر ارزښت لری او هغه چاته چی ارزښت نلری نو دهغوی په مسلمانیت او افغانیت کی شک دی ځکه ورسره مخالفت کوی هغه که د هر قوم -سمت -ژبی او هر موقف کی وی

احمدالله

اوس به وګورو چه اساسی قانون څوک پښو لاندی کوی . داساسی قانون څلورمه مادی په یوی څنډه کی دارنګه یادونه شویده (دافغان کلمه دافغانستان دملت پرهرفرد اطلاق کیږی)

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x