fbpx
قيام الدين کشالف، د علماوو د سرتاسرې شوار مشر

درباري جاهلان: په افغانستان کې د اسلام ټول شعائر عملي شوي دي!

سيف الله مستنير

خبر:
جمهور رييس محمد اشرف غني د روان هجري لمريز کال د زمري په ۲۳مه نېټه په ارګ کې د افغانستان د علماوو د سراسري شورا له رييس او غړو سره وکتل. نوموړي له دغو درباري علماوو څخه وغوښتل ترڅو له دولت سره په يوه ليکه کې ودريږي. په دغه کتنه کې د يادې شورا وروستۍ اعلاميه ولوستل شوه، چې پکې راغلي وو: ((په افغانستان کې د اسلام ټول شعائر عملي شوي، د محاکمو پرېکړې د اسلام د مقدس دين د احکامو له مخې ترسره کيږي او د افغانستان ملت ۹۹،۹ سلنه مسلمان دی، نو د دا ډول دولت او ملت پر وړاندې د جهاد اعلانول د اسلام د مقدس دين د شريعت پر خلاف او د افغانستان له مسلمان ملت سره ستره جفا ده.))

تبصره:

له هر څه د مخه له دغو تش په نامه علماوو څخه څو پوښتنې مطرح کوم؛ که د دغو پوښتنو لپاره د افغانستان د دغه ياد ۹۹،۹ سلنه مسلمان نفوس ځواب مثبت وو، نو بيا د دوی دا تش په نامه ادعا سمه ده، چې ((په افغانستان کې د اسلام ټول شعائر عملي شوي، د محاکمو پرېکړې د اسلام د مقدس دين د احکامو له مخې ترسره کيږي)).

په اسلام کې د اسلامي دولت مشر د امت له لوري د رضامندۍ په حالت کې د بيعت له لارې را منځ ته کيږي، آيا د افغانستان پخوانۍ ولسمشر د اشغال پر مټ او اوسنی د جان کري او امريکا سفارت په پرېکړه نه دی رامنځ ته شوی؟! په اسلامي نظام کې قوانين له قرآن، سنتو، اجماع او قياس څخه سرچينه اخلي، آيا په افغانستان کې تطبيق کېدونکي قوانين له اسلام څخه سرچينه اخلي، که له غرب څخه کاپي شوي، قوانين په لويه جرګه او پارلمان کې د خلکو په ډيموکراتيکه رايه سره د تطبيق تر کچې رامنځ ته شوي؟! آيا په اسلام که له بالفعل محاربو کفارو سره اړيکې ناروا نه دي، نو که دغه دولت د اسلام ټول شعائر عملي کوي، نو ولې يې له امريکا او نورو بالفعل محاربو دولتونو سره ستراتيژيک او امنيتي تړونونه لاسليک کړي دي؟! د اسلامي شعائرو د تطبيق يوه برخه د الله سبحانه وتعالی د عقوباتو او حدودو د تطبيق موضوع هم شتون لري، آيا چا دلته د کوم غله لاس غوڅ، کوم زاني سنګسار، کوم قطاع الطريق وژلی، راځوړند کړی، د مخالف لاس او پښې غوڅېدل، د کوم قاتل قصاص، د کوم غاصب محاکمه او د کوم خاين تعزير ليدلی؟! آيا په اسلامي نظام کې د نر او ښځو د زده کړې، دندو او … عامه ژوند په چارو کې بېلتون فرض نه دی؟! که دغه چاره الهي فريضه وي، نو بيا ولې په ټولو پوهنتونونو او کارځايونو کې نارينه او ښځې يو له بل سره يو ځای کار او بار کوي؟! آيا د ښځو په عامه ژوند کې د حجاب فريضه څنګه له پامه غورځول شوې؟! په اقتصادي ډګر کې ولې ټول معاملات په سودي بانکونو او ناروا بيمه باندې ولاړ دي؟! آيا سود ورکول او اخيستل له الله سبحانه وتعالی او رسول صلی الله عليه وسلم سره د جګړې، په کعبه شريفه کې له خپلې مور سره د زنا تر سرحده، لويه ګناه نه ده؟! آيا په اسلامي نظام کې د مؤمن وينه، مال، شتمني او عزت، د کعبې تر ړنګېدو ډېر اهميت نه لري؟! نو ولې په دغه تش په نامه ((اسلامي)) يعنې حقيقتا کفري جمهوريت کې د مسلمانانو د وينو، مال، شتمنۍ او عزت بيه دومره کمه شوې، چې هره ورځې يې يرغلګر او د هغې ګوډاګيان په بېلابېلو نومونو باندې د سلګونو مسلمانانو وينې تويوي، مال او شتمنۍ يې لوټ کوي او په آبرو او عزت يې لوبې کوي؟! آيا د دغه کفري جمهوريت تر سيوري لاندې رسنۍ د فحشا د ترسره کېدو او ترويج مرکزونه نه دي؟! ايا د دغه کفري نظام تعليمي او روزنيز نظام له اسلامي عقيدې څخه نه دی بېل شوی او د دين او سياست د بېلتون په عقيده له سره نه دی تدوين شوی؟! آيا رشوت د دغه نظام د هرې ادارې د پرمختګ اساسي برخه نه ده؟! او …

نو تاسو او خدای مو! لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي: فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ. له ((دغو درباري جاهلانو)) څخه ډډه وکړئ، الله دې هغوی ووژني، څنګه له حق څخه اوړي! څنګه باطل ته د حق پوښ ورکوي او څنګه د لږ دنيوي متاع پر وړاندې کفري جمهوريت ته اسلامي نظام، اشغال، استعمار او له کفارو سره دوستۍ ته نړيواله ملګرتيا وايي.

تر دې وړاندې د بشريت دوه لويو امتونو، يهودو او نصاراوو هم د الله سبحانه وتعالی د شريعت پر ځای خپل علما ((احبار او رهبان)) په ربوبيت نيولي وو او د الله سبحانه وتعالی نازل شوی شريعت يې تر پښو لاندې کړی و او همداشان يې نن زموږ دغه درباري جاهلان تر پښو لاندې کوي. په دې اړه الله متعال فرمايي؛ اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَاباً مِّن دُونِ اللّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُواْ إِلاَّ لِيَعْبُدُواْ إِلَهاً وَاحِداً لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ۳۱ آيت، توبه. ژباړه: يهوديانو او نصاراوو له الله سبحانه وتعالی پرته، خپل ديني علما او کاهنان په خدايۍ نيولي وو ((ځکه د هغوی علماوو او کاهنانو به د الله متعال حلال، حرام او حرام حلال ګرځول او په خپل سر به يې تقنين کاوه او نورو به هم له هغوی څخه پيروي کوله، آن تر هغه کچې چې)) د مريمې زوی مسيح به يې خدای باله. ((حال دا چې ټولو آسماني کتابونو)) هغوی ته پرته له دې بل فرمان نه دی ورکړی چې: يوازې د واحد الله سبحانه وتعالی عبادت وکړئ او بس. له الله سبحانه وتعالی پرته بل معبود نشته او هغه له شرک او نورو ټولو هغو څيزونو څخه پاک چې هغوی يې په ناحقه هغه سبحانه وتعالی ته د شرک په توګه منسوبوي.

نو اوس هم دا ډول درباري علماوو ته د جاهلانو خطاب صدق کوي، ځکه الله متعال د جمعې سورت په پنځم آيت کې داسې فرمايي: مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَاراً بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ. ژباړه: هغه کسان چې تورات ورته ورکړل شوی، خو هغوی ورباندې عمل ونه کړ او د هغه حق يې ادا نکړ، هغوی هغه ((اوږد غوږي)) خره ته ورته دي، چې کتابونه پر شا وړي ((خو له منځپانګې څخه يې خبر نه دي)). ((دا هغه)) کسان دي چې د الله سبحانه وتعالی آيتونه تکذيبوي او هغوی تر ټولو بد مثال لري او الله سبحانه وتعالی ظالم قوم ته هدايت نه کوي ((د دنيا او آخرت نېکمرغی ته يې نه رسوي)).

دا هماغه تش په نامه علما دي، چې د پخوانيو شاهانو په دربارونو کې يې هم دا ډول فتنې ته مخه کړې وه، تر دې وړاندې يې د انګليسانو، بيا د کمونستانو اشغال ته هم همداسې لارې چارې برابرولې او نن يې هم د ډيموکراسۍ، کپيټلېزم او صليبي يرغلګرو ملاتړ ته مخه کړې او د امت ترمنځ فتنې ته لمن وهي. دا يوازې په افغانستان کې نه دي، بلکې د اسلامي خاورو په ګوټ –ګوټ کې د اشغال او استعمار پر مټ د خاينو او لاسپوڅو چارواکو او جبريه نظامونو د مشروعيت لپاره هڅې کوې. مګر اوس نور امت ويښ شوی او د دوی دا ډول هڅې هسې جهالت او حماقت بولي او د خپلې برخليک ټاکونکې قضيې (اسلامي دولت يا خلافت د تاسيس) پر لور د کفري افکارو پر وړاندې فکري او سياسي او د استعمار د فزيکي شتون پر وړاندې مادي مبارزه کوي. په دې اړه هم الله سبحانه وتعالی د توبې د سورت په ۴۸ آيت کې د منافقينو په بحث کې خبردارۍ ورکړی او فرمايي: لَقَدِ ابْتَغَوُاْ الْفِتْنَةَ مِن قَبْلُ وَقَلَّبُواْ لَكَ الأُمُورَ حَتَّى جَاء الْحَقُّ وَظَهَرَ أَمْرُ اللّهِ وَهُمْ كَارِهُونَ. ژباړه: ((دمنافقينو دغه ډله)) مخکې تر دې هم فتنه اچونې او فساد ته ((ستاسو په منځ)) کې مخه کړې وه او ((د احد په غزا او نورو ځايونو کې يې)) شخصا د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر ضد (( او د تاريخ په اوږدو کې يې د مؤمنانو او د اسلام د دين د تطبيق پر وړاندې دسيسه کړې وه)) او ډول-ډول لارې چارې او چل- ول يې لټولی و. تر هغه چې د منافقينو د غوښتنې پر خلاف د الله سبحانه وتعالی مرسته راورسېده او د اسلام دين به څرګند، غالب او بريالی کېده.

مستنير؛ د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mayak.khan
میلمه
mayak.khan

له هرڅه دمخه بې ادبی معاف/ وائې چې په کوم کلي کښې یوه ورځ شورجوړشو نویوچا دسحنې څخه له راغلې ښځې څخه پوښتنه وکړه چې داشور دڅه شي دی هغې په ډیره بې پرواهې ځواب ورکړ چې له ماسره ئې دوه کسان په ناروا أړیکو نیولي دي/ نو دکشاف اوړهغه په څیر دنورو درباري ملایانو مثال کټ مټ ددغې ښځې دی، داسلام شعائر خویوځل پریږ ده چې ندي عملي شوي بلکه دپښو لاندې شوي دي خو دوی ئې دبدکارې ښځې په څير عادي بولې نو له دغو علماء سوء څخه به څرنګ د ښو اواسلامي کړنو طمعه وشي ،الله دي… نور لوستل »

ف-ا
میلمه
ف-ا

محترم مستنسیر وروه: لیکنه د خوندوره او تر مذهبه احساساتی وه. په ډیرو مواردو کی درسره موافق یم خو یواځی د قوانینو په برخه کی دومره درته وایم چه قوانین د غرب څخه ندی کاپی شوی. مهربانی وکړه د جزا قانون اول ماده وګوره. په اول ماده کی واضحا لیکل شویدی چه دا قانون تعزیری جرایم تنظیموی ، د حدود ، قصاص او دیت موضوعات د اسلامی شریعت د حنفی فقهی مطابق حل و فصل کیږی. که دی پدی هم زړه سوړ نشو بیا په قانون کی د حدود جرایم هر فصل کی تنها تنها لیکل شویدی په دفت یی… نور لوستل »