دوستم له خپلو ټوپکيانو سره

دوستمي الماس د طالبي عزم په وړاندي

خالد رعد

فارياب ولايت يو له هغو ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې مجاهدين يې په زياتو ساحو واکمن دي او په ډيرو ولسواليو کې يې دولتي عسکر تر خپلو قرارګاوو او د ولسواليو تر مراکزو محدودي دي.

په دغه ولايت کې څه موده وړاندي د ع او غ عسکرو د ( شمشير هفت ) په نوم په اصطلاح تصفيوي عمليات پيل کړل او تر دې نامه لاندي يې زور ازمايي وکړه مګر د جهادي عزم په وړاندي يې ټولي دفاعي او امنيتي قواوي بې وسه شوې او د دې اومې توري د ماتېدو کړنګ يې هم د فارياب په درو کې انعکاس وکړ.

د دې نظامي ماتې د شرم پټولو په خاطر د غ لومړی مرستيال دوستم رزمي لباس په تن کړ او په دې اراده فارياب ولايت ته لاړ چې هلته مجاهدينو ته شکست ورکړي او لاپه يې ووهله چې ترڅو يې فارياب تر خپل کنټرول لاندي نه وي راوستلی تر هغو به ستون نشي، دوستم هلته د الماس په نوم د عملياتو تر پوښ لاندې د خپل پخواني ګلمجمي وحشت اعاده وکړه او ګن شمېر عسکر او خپلي خودسره او بې بندوباره مليشې يې بې مهاره پرېښودې.

د الماس په نوم عمليات د ۱۳۹۴ لمريز کال د اسد په ۲۰مه پيل شول او تر اوسه پوري روان دي، په عملياتو کې د اردو، کمانډو، پوليس او د دوستم په پخوانیو ګلمجمو سربېره د ( خيزش های مردمي ) په نوم د دوستم لخوا جوړې شوې نوي مليشې هم شرکت کړی.

د دوستم مليشي د عملياتو له لومړۍ ورځې په سيمه کې له مخامخ بريدونو او چاودنو سره مخ دي چې له امله يې مرګ ژوبله او مالي زيانونه ورته اوښتي، او دوی يې بيا د خپل پخواني عادت له مخې؛ غچ له ملکي وګړو اخلي، ترڅو د خلکو په ويرولو سره خپل عمليات د څو ورځو لپاره وغځوي او ځان د ناکامۍ له پيغوره وژغوري.

دوستم قصد کړی چې خپلي مليشې د چهارشنبه له کليو نيولي بيا تر هزار قلعه او غورماچ پوري ورسوي او لويه لاره د بادغيس ولايت تر مربوطاتو پوري تر خپلې ولکې لاندي راولي مګر تر اوسه يې ټولي مليشې په قيصار کي په لومړيو مورچو کې بندي پاتې دي، که څه هم رسنۍ د دوستم د کاميابۍ نغارې وهي خو اوسني وضيعت ته په کتلو د دوستم ګلمجم مات ښکاري.

په فارياب کې د مجاهدینو نظامي مسؤل د دوستم د ورتلو په لومړۍ ورځ ويلي و چې د دوستم په شمول به ټولو دولتي عسکرو او چارواکو ته د عبرت درس ورکړي، داسي ښکاري چې نوموړی په خپل هوډ کې بريالی دی؛ ځکه ټول عسکر چې له لوی قوت سره هلته رسېدلي او په دوستم سربېره د ده دوه زامن او ګڼ نور پوځي جنرالان هم ورسره دي، تر اوسه پوري له دې پرته چې په يو شمېر کليو کې عامو خلکو ته مالي زيانونه واړوي هيڅ پرمختګ يې نه دی کړی.

د دوستم عسکرو د عملياتو په پيل کې په ډير لوی قوت سره په المار ولسوالۍ کې څو کلي ونيول چې بيا يې د ګڼو خلکو کورونه وسوزول او زيات مالي تلفات يې ورته واړول، له دې علاوه يې خلک شنکنجه او تهديد هم کړل؛ دا د دې لپاره چې د مجاهدينو کسات له کليوالو واخلي او د بيا لپاره له مجاهدینو سره له همکارۍ يې راوګرځوي، دغه کلي بيرته د مجاهدينو په يو تعرضي بريد کې د دوستم له ولکې ووتل.

له دې وړاندې چې مجاهدينو د فارياب په قيصار، المار، خواجه سبزپوش او د شيرين تګاب په کومو سيمو کې فعاليت درلود، تر اوسه پوري په خپلو سنګرونو کې پاتې دي، د دوستم مليشو په لومړيو کې ځيني سيمي ونيولې چې يوازي خپل وحشت يې پکې ترسره کړ او بس، نور يې بيرته د مجاهدينو د تعرضي بريدونو په پايله کې پرېښودلې، هلته اوس هم د دوستم د مليشو د وحشت او بې رحمۍ نښي شته چې يو شمېر کورونه يې سوزولي دي؛ دلته د ځينو مجاهدينو کورونه هم سوزول شوي.

د دوستم له لاپو شاپو سره يو ځای ويل کېدل چې مليشې به يې په فارياب کې د پخوا په څير وحشتونه ترسره کړي، چې همداسي وشول، د قيصار ولسوالۍ شاخ سيمه چې مخکې هم د دښمن عسکر ورته راتلل د دوستم مليشو پکې اړولي دي، د دې سيمي اوسېدونکو په وار وار د رسنيو له لاري شکايت وکړ چې عسکر ترې په زور پيسې اخلي او ازار او اذيت ورته رسوي.

نور نو د دوستمي الماسو ګلمجم، اردو، پوليس، کمانډو، او خيزش مردمي هم له اوله د شمشير هفت په څير د طالبي عزم په وړاندې له شرمونکې ماتې او شاتګ سره مخ دي، تبليغات به يې هم چې په لومړيو کې يې د ټول فارياب د نيولو خبره کوله او د دوستم لاپو ته يې هوا ورکوله مګر اوس تر قيصاره محدود شول؛ په اخر کې به دغه رسنيز تبليغات او مليشې له دوستم سره يو ځای پيغور په غاړه ستنېږي چې بيا به يې د کابل له ماڼيو وينو.

ان شاء الله تعالی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صلاح الدین خان
میلمه
صلاح الدین خان

محترمو لوستونكو ته شه په ډاګه ده چې جناب ګلم جم صیب د درې لسیزو په اوږدو کې د کابل ادارې د کمزورتیا او ګډوډیو څخه ښه ګټه پورته کړې چونکه نوموړی بې سواده او په عین وخت کې کُند او غول مزاج کس دی چې د نوموړی ماهیت د هغه په ځینو څرګندونو کې له ورایه ښکاري نو چې کله د کابل په اداره کی هرج او مرج اوج ته ورسیږی بیا ده ته د استفادې ښه موقع برابره شی: (پر نجیب یې ځان جنرال کړ، بیا په حضرت صیب یې ځان ستر جنرال کړ، پر کرزي يې ځان… نور لوستل »