افغانستان

ایساف: د افغانستان په ختیځ کې دوه بهرني عسکر ووژل شول

marines us afghanistanنن ټکی آسیا: د ایساف له خوا په دوو جلا جلا خبرپاڼو کې تیره ورځ خبر ورکړه شو، چي د افغانستان په ختیځ کې دوه تنه بهرني عسکر ووژل شول.

په خبرپاڼو کې راغلي چي لومړی یو تن عسکر د طالبانو په برید کې د افغانستان په ختیځ کې ووژل شو.

او بیا یو بل عسکر په همدې سیمه کې د ماین چاودني په پيښه کې ووژل شو.

د ایساف په خبرپاڼو کې نور هیڅ معلومات نه دي ورکړه شوي، او نه ویل شوي چي وژل شوي عسکر دکوم هیواد تابعیت لري.

باید وویل شي چي د بهرنیانو د خپلو شمېرو پر اساس د روان کال 2012 له پیل څخه تر اوسه 289 بهرني عسکر وژل شوي دي، چي اکثره یې امریکايي عسکر دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x