افغانستان

هلمند: دوو پولیسو خپل قومندان او شپږ ملګري ووژل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په مرکز لشکرګاه کې دوو پولیسو د خپل قومندان په ګډون اوه ملګري وژلي او په تېښته بريالي شوي دي.

د هلمند امنیتي سرچينې وايي چې پېښه د سره ګودرسیمې ته څېرمه په کمپنۍ پوسته کې رامنځته شوې ده، چې بريدګر له ساحې وتلي دي.

وسله والو طالبانو بريدګر خپل ملګري بللي دي او رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې يې ويلي چې د دوی ملګري تر دوی پورې روغ ور رسيدلي دي.

په دې بريد کې د قومندان هنر په نامه د پوستې قومندان او د هغه شپږ ملګري وژل شوي او دوه تنه بريدګر له سیمې وتلي دي.

طالبان وايي چې د دوی نفوذي ملګرو د قومندان او شپږو عسکرو پر وژلو سربېره دوی ته ګڼ مهمات هم ور رسولي دي.

«له بریدوروسته دواړه نفوذي مجاهدینو ددښمن له ۲ ثقیلانو، ۶ کلاشنکوفونو ، یوراکټ ، یوچریکي هاوان اویوې غټي مخابرې سره ځانو نه روغ رمټ ترمجاهدینوپوري راورسول.»

د پوځي کارپوهانو په وینا د عسکرو په منځ کې ورته بريدونه د دوی تر منځ یو څه پاتې باور هم له منځه وړلی شي، چې باید د حکومت چارواکي ورته پام وکړي.

یاده دې وي تر دې وړاندې هم د زمري په ۱۹مه د ګرشک د ادم خان په ناقلو سیمه کې يو پولیس خپل شپږ ملګري ځای پر ځای ووژل او په تېښته بريالی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x