افغانستان

کندوزوال: خان اباد کې د خلکو پر ضد عملیات روان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز د خان اباد اوسېدونکي وايي چې دولتي ځواکونو د طالبانو د ځپلو په موخه د خلکو پر ضد عمليات پیل کړي دي.

د دوی په خبره د دې پر ځای چې له طالبانو سره مخامخ جګړه وکړي يا يې هم د هوا له لارې مېشت ځایونه په نښه شي، ولسي خلک وژل کېږي، وهل کېږي او له سیمې نه کډوالۍ ته اړ کېږي.

د خان اباد اوسېدونکی روزي خان وايي چې دولتي ځواکونه د طالب او عام وګړي توبیر نه شي کولی، د ده په خبره عسکر په لوی لاس خلک د طالب ملاتړ ته مجبوروي.

له سیمې نه یو تن کډوال شوي خان محمد بیا ازادي راډيو ته ویلي چې د دولت عمليات په سیمه کې هیڅ نتېجه نه ورکوي خو زرګونه خلک کډوالۍ ته اړ کوي.

د کندوز امنیتي مسوولین بیاد طالبانو د ځپلو په موخه په خان اباد ولسوالي کې د عملياتو د پرمختګ دعوه کوي.

د کندوز سرپرست امنیه قومندان په دې عملیاتو د دوولس طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي او وايي چې اوه کلي يې له طالبانو نیولي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې دولتي ځواکونو ته د طالبانو تر لاس لاندې ټول کلیوال طالبان ښکاري او په وينا يې پر دوی يې هیڅ توپی رنشته.

د طالبانو ویاند هم د امنیه قومندان دغه دعوه ردوي او رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې وايي چې د امنیتي قواوو راغلي کتارونه يې بېرته شاتګ ته اړ کړي دي، چې تر اوسه يې پکې ۱۳ عسکر وژلي او بوین، جنګلباشي او خواجه قند سیمو کې يې له څه مقاومت وروسته تېښتې ته اړکړي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د جګړې ښکېلې غاړې دي د ملکي تلفاتو ته پام وکړي.

وړاندې تر دې هم په غزني، هلمند، پکتیا او لوګر کې د امنیتي ځواکونو د عملياتو په پایله کې لسګونه عام وګړي ووژل شول، چې توند ولسي غبرګونونه يې راوپارول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x