ټکنالوژي

په نړۍ کي ۴۰۰ ملیونه کسان دانټرنیټ معتاد دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): څیړونو ثابته کړي ده چي دنړۍ په کچه تر ۴۰۰ ملیونو پوری خلګ دانټرنیټ معتاد دي دغه کسان چي دلږ وخت لپاره هم له انټرنیټ څخه لري شي او یا لاس رسي ورته نه لري له یوډول نارامي او اضطراب سره مخ وي.

څیړنه ښیی چي دانټرنیټ او ټولنیزو رسنیو نشه دشرابو او نورو مخدره موادو له نشي څخه ډیره قوي او بدي پایلي لري دغه معتاد کسان له یو ډول ناکراري او ډیپریشن سره لاس اوګریوان وي چي حتي ډیر ځلي دځان وژني هڅي کوي.

دغه څیړنه چي دبرطانیی ډیلي میل ورځپاڼي نشر کړي وایی چي دانټرنیټ په استعمال کي افراط کول انسان بد عادت کوي خوب یی کم وي وعدو کي رښتنی نه وي ماښام ترنیمي شپي ناست او سهار بیا ډیر ناوخته پورته کیږي چي دا ډول عادت خپل ځان کي یو قسم ناروغي ده.

څیړني وړاندی وایی هغه کسان چي دانټرنیټ په استعمال کي له افراط څخه کار اخلي ورته روحي او دماغي تکلیفونه پیداکیږي کاریی نیمګړي پاته وي همیشه سستي او کاحلي محسوسوي بدن یی درد کوي، له اجتماع اوټولني څخه ځان لري ساتي، ګوښه او يواځی والی یی ډیرخوښیږي، خوچي کله یی انټرنیټ ته لاس رسی نکیږي دغه حالت کي بیا له سخت اضطراب او ناکراري سره مخ وي

تحقیقات ښیی چي دانټرنیټ او ټولنیزو رسنیو معتادین دومره په تکلیف وي چي په يوه دقیقه کی یی دماغ دوه ځلي داسي فکر کوي چي کاشکي فیسبوک بیخي جوړ شوي نه وای.

دغه څیړني په خاصه توګه دانټرنیټ او ټولنیزو رسنیو استعمال د مجردو کسانو دپاره ډیر خطرناک ښودلی، وایی هغه مجرد کسان چي دانټرنیټ له لاري ورځ کي دوه ساعته یو له بل سره په اړیکي کي پاته کیږي خپل ورځني ژوند کي ډیر ځلي دځان وژني چورتونه وهي.

څیړنه وړاندي وایی دانټرنیټ او ټولنیزو رسنیو استعمال چي خپل ځان کي څومره خطرناک دي او څومره بد عواقب لري دا ځانته خبره ده، اوهمدارنګه هغه ځوانان چي دانټرنیټ او ټولنیزو رسنیو داستعمال معتاد وي هغه له دغي خطرناکي معتادي سره سره په نورو نشو هم اخته کیږي چي لامل یی دانټرنیټ اوټولنیزو رسنیو زیات استعمال بلل شوی.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x