نظــر

مزدورې رسنۍ او ویده ولس

 عبدالوکیل صداقت

له کله نه چې د ای ایس ای دپخواني مشر جنرال حمیدگل د مړینې خبر خپور شوی، تلویزونونه او نورې رسنۍ په دې هڅه کې دي، چې دده له مړینې هم د طالبانو خلاف د پروپاگند مواد جوړکړي.

که چېرې رښتیا وویل شي اوله حقایقو سترگې پټې نشي، نو دا ښکاره خبره ده، چی جنرال حمیدگل له نن نه 28 کاله مخکې د ای ایس ای مشر پاتې شوی و او په هغه وخت کې چې پخواني جهادي تنظیمونه د شوروي او د هغه مزدور نظام پر وړاندې په جگړه اخته وو، هاغه مهال جنرال حمیدگل د افغان جگړې د هراړخیزو چارو سمبالوونکی و او ان تردې چې څو واره یې دافغانستان داخل ته د جگړې لومړۍ کرښې د لیدلو لپاره سفر هم کړی و.

داچې په هغه وخت کې شرایط جدا و او د کمونېستي رژیم پر وړاندې د جنگیدونکو ډلو مالي او نظامي کومک د امریکا او نورې نړۍ لخوا په ښکاره ډول کېده او پاکستان یې د قوماندې مرکز بلل کېده او همدارنگه په میلیونونه افغانان هلته اوسېدل اوښکاره د نظامي زده کړو کمپونه یې درلودل، نو د جنرال حمیدگل دنده او د افغان جگړې سمبالښت کوم ناوړه عمل نه بلل کېده.
خو کله چی اته اتیایمو کلونو کی بینظیربوټو واک ته ورسېده، نو وه یې غوښتل د خپل پلار مخالف جنرالان له دندو لرې کړي، نو هماغه و چې نوموړی جنرال هم دبینظیر بوټو لخوا د یادې استخباراتي ادارې له مشرۍ لرې او ورته د( واه) وسلو جوړولو فابریکې مشري پر غاړه شوه، چې دا منصب دده له رتبې بیخي ټیټ و او دی استعفی ته مجبور شو او تقاعد یې واخېست.

دکمونېستي رژیم له سقوط وروسته چې کله جهادي ډلو فساد ته مخه کړه او په چوکیو سره ونښتل او د اسلام او جهاد نه ورته تېرشول، نو د طالبانو اسلامي تحریک ظهور وکړ او دا متحاربي ډلې یې پيسې واخېستې او هېواد یې له تجزیې او جگړې وژغوره، نو حمیدگل هغه مهال متقاعد و او کومه دنده یې نه درلوده او نه به څوک ثابته کړي، چې نوموړي دي د طالب سره نظامي مرسته یا مشوره کړي وي.

البته دا ښکاره خبر ده، چې نوموړی په سیمه کې د امریکا د حضور کلک مخالف اوپه پاکستان کې د ښي اړخو او اسلامپالو جنرالانو په کتار کې و او نه یې غوښتل پاکستاني چارواکي د امریکا په لاسو کې ولوبیږي اوپر همدې اساس یې د پروېز مشرف د سیاستونو په خلاف هم کلک دریځ درلود.

نور د زړونو مالک الله دی «ولانزكي علی الله احدا»

خو همدا موقف او د امریکا مخالفت یې د طالب له موقف سره یووالي درلودلای شي اوبس!اوس که چېري د جنرال حمیدگل تېر تاریخ او د افغانستان حالاتو ته وکتل شي، نو باید د نوموړي دمړینې تاثیر په پخوانیو مجاهدینو مشرانو او ډلو وغورځوي، چې په مستقیمه او غیر مستقیمه توگه یې ورسره ناستې پاستې او راکړې ورکړې درلودې او ان د کابل ارگ یې ورته سپاره.

باید تاریخ سره جفا ونه شي او نه هم د پیسو په خاطر په یو چا بې مورده الزام ولگول شي.دا یو تریخ حقیقت دی، چې د شوروي له اشغاله نیولې، تر امریکایي اشغال پورې په دې جگړه کې زیات نقصان افغانانو کړی او له دواړو خواوو افغانان مري؛ خو داهم حقیقت دی، چې همدې افغان پرون د شوروي غلامي کوله او نن د امریکا!او بیا همدې افغان پرون د شوروي خلاف وسله اخېستې وه او نن د امریکا پر وړاندې یې خپل سر په لاس کې نیولی دی.

نو دا ډېره د انصاف نه لرې ده، چې غلام او د پردیو مزدور ته گوته نه نیول کېږي، چې ولې خپل ناموس په پردو پلوري او خپل کور ته کافر راولي، بلکې ملامت هاغه بلل کېږي څوک چې د خپلې خاورې او خپل ناموس نه دفاع کوي، گیله یوازې له رسنیو او کرایه شوو لیکوالو هم نه ده پکار، بلکې دا ولس باید نور رابیدار شي.د پردیو په خولو خبرې ونه کړي او نه هم د تحقیق پرته د پردیو خبرې ومني!

موږ دا نیمه پېړۍ له دې ترخو تجربو وځو او باید نور دا فرصت چاته ورنه کړو چې په دوه خوږو خبرو مو لکه ماشوم تېرباسي! استعمار سره د جگړې اوږد تاریخ لرو، مگر له حالاتو سبق نه اخلو او همدا لامل دی، چې اشغال راباندې تکراري مسلط شي.
نور باید د پردو مغرض شعارونه تکرار نه کړو. په سیمه او دننه افغانستان کې داسې منظمې کړۍ شپه او ورځ په دې مصروفې دي، چې زموږ له ټولنې نه حقایق پټ او د خپلې خوښې شیطاني افکار او نور ناوړه درواغجن تبلیغات ورپیچکاري کړي او په ټوله کې یې مقصد یوازې د اسلامي او دیني ارزښتونو او ډلو سپکاوی او په هغوی بې باوري ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

صداقت صاحب السلام علیکم ډيره مننه کوم ، چه زما سره دی د جنرال حمیدګل په اړه خپله ښکلی لیکنه زمزمه کړه او زما له تبصرو ستاسی لیکنی کی ډير څه شتون لری چه مونږ تراوسه نه دی لیکلی او یا تری خبر نه ووم ، مګر څومره چه مونږ حمید ګل تعقیبوو سره د دی چه د ای اس ای مشر پاتی شوی مګر ملی او اسلامی جذبه یی حتی له بی لارو اخوانیانو او پلورل شوو ملحدینو ملی ګرایانو هم ښه ده چه دعوی د افغانتیت او اسلامیت کوی مګر د نورو په مزدوری کی یی په ډالرو… نور لوستل »

غوربندی

بيانزي صيب تاسو ته سلامونه او ارادت حميدگل اوس مر ده، خدای جل جلاله دي د افغانانو په ارتباط عدل ورسره وکري امین یا رب العلمين. تاسو چی جنرال حميدگل د هغوي د خبر و له مخی تاييدوي نو کرنيل امام ته خو پکار ده چی شهید وويل شي. ز که هغي د پ د افغانانو باره کی دیری شی او زره راشکونکي خبری کولی، همداسي مرحوم قاضی حسین احمد هم وو، چی له افغانانو سره یی تعاطف لاره ،، خبره داده چی: حميدگل او هر پاکستاني ته تر تولو لومري پاکستان اهمیت لري مونژ افغانانو ته بيا تر تولو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x