افغانستان

کابل کې يوه المانۍ ښځه وتښتول شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري۲۶مه، ۱۳۹۴ل): نن سهار کابل ښار کې د جي ای زيډ الماني موسسې يوه المانۍ کارکوونکې وتښتول شوه.

د پلازمېنې کابل امنيتي مسؤولين وايي، چې د جي اي زيډ مرستندويه موسسې يوه کارکوونکې د څلورمې حوزې اړوند تايمني سيمې څخه تښتول شوې ده.

د کابل پوليسو يو لوړپوړي افسر مل پاسوال محمد همايون عيني رسنيو ته وويل، چې دغه المانۍ د خپل دفتر په لس ميټرۍ کې وه، چې د نا څرګندو وسله والو له لوري وتښتول شوه.

پژواک خبري اژانس د ځايي خلکو له قوله ليکلي، چې په ۲۰۰۰ ماډل کرولا کې يو شمېر وسله وال راغلل، د هايلکس موټر شيشې يې ور ماتې کړې او يوه بهرنۍ ښځه يې ځان سره په زوره سپره کړه.

د پېښې په ځای کې امنيتي مسؤولين هم موجود وو، مګر رسنيو ته د پېښې د لامل او تښتوونکو په اړه هېڅ نه وايي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد لر و بر په ګډون پلازمېنه کابل کې امنيتي ستونزې ډېرې شوي دي.

ويل کيږي، چې د غلو او انسان تښتوونکو بانډونه د پخوا په پرتله ډېر فعال شوي او د حکومتي لوړپوړو چارواکو ملاتړ ورسره دی.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x