افغانستان

ډيورينډ کرښې ته څېرمه د ملي اردو او پاکستاني پوځيانو نښته شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري۲۶مه، ۱۳۹۴ل): راپورونه وايي، چې ډيورينډ کرښې ته څېرمه د افغانستان ملي اردو او پاکستاني عسکرو تر منځ درنه جګړه شوې ده.

د افغان سرحدي عسکرو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن ماسپښين دوه بجې پاکستاني عسکرو کونړ کې له ډيورينډ کرښې ها پلو پر افغان عسکرو ناتاره ډزې وکړې.

د جګړې له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي او نه هم تر اوسه د جګړې لامل معلوم دی.

د کونړ سيمه ييزو پوليسو رسنيو ته ويلي، چې پاکستاني عسکرو ناتاره د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړل.

د کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستاني عسکرو غوښتل، له ډيورينډ کرښې دې غاړه د افغانستان په خاوره کې نوي نظامي تاسيسات جوړ کړي، مګر افغان عسکرو يې مخنيوی وکړي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې د پخوا په پرتله ډېرې ترينګلې شوي او وړمه ورځ پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو ښارونو کې د پاکستان پر ضد پراخ لاريونونه شوي او يو شمېر افغان ټولنو پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به پاکستاني توکي او توليدات نه را نه سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا ټولی د هغه ببو لالو یوه برخه ده ، چه پاکستان ته یی له امله رشوت ورکړی شوی ، پاکستان ته ویل شوی چه مونږ په دی ډول خبرو افغان اولس ته د ملی اردو له عسکرو اتلان جوړوو ، چه هسی خو ناست نه دی که مظلوم اولس وژنی د پاکستان مقابل کی دتاسو نه دفاع هم کوی د پاکستان فوځ اړه نه لری چه بی مورده چاوڼی جوړوی ، او که یی جوړوی له داسی حکومتی چارواکو خو اشغلګر د ساتنی په نوم میرمنی هم خپلی کړی ، هغوی د ځان ساتنه نه شی کولی د ملت… نور لوستل »

ف.ا

بیانزی استاده. پر دی د هم. ……. تروه شوه چه ولی افغان سرتیرو د خپل خاوری دفاع کری؟ نو چاره نشته استاده دا پاکستانی همداسی نمک حرام دی. لوی ملا صاحب ورته سومره خدمت وکر خو بلا خره یی په نامرده مرگ وواژه هعه بل ملا عبدالله سره یی سه ونکره ملا یاسر بیچاره یی سنگه په ظلم او وحشت وواژه . نو استاده که هر سومره یی هم. … ورته مالش کری آخر انجام د هم د هعه نورو په شان دی. زه درته یوه مشوره درکوم. توکل پر خدای جل جلا له کره او د غلام له غلامی… نور لوستل »

mayak.khan

وائې چې وهم دې چیرته اوډبا دې چیرته خیژي/ دبیانزي صیب په نطر تبصره کونکی چې ( ف ) مخفي توری ئې ځانته کارولی دی لاپدي پوه نشوچې بیانزی صیب دچاخبره وکړه هغه چاته متوجه دی خوبس د پټوسترګو ګوزار ئې کړی دی توکل په خدای اودایواځې د دې لپاره چې غربي صلیبي بادار خوش کړي اویوڅوډالر ترینه ترلاسه کړي، نن دپاکستان غلامان اوأصیل افغانان هرچا ولیدل چا تور پنجابي ته دخپلواسخباراتو واک ورکړ چا تور پنجاب ته خپل تش په نوم ملي پوخیان د توروپنجابیانو دغلطو افکارواوناوړه اعمالو دزدکړي لپاره ولیږل اوپه مجموعه کښې چا دهیواد قواله کفرۍ یرغلګرو… نور لوستل »

عمری کاروان

یو خواپاکستانی امریکایان اوبل خوا افغانی امریکایان دی
دا داوڑہ دامریکا غلامان دی دوئی هیس وخت خپلو کی جگڑه نه شی کوالائی
دا صرف ساده لوحه مسلمان غولوی او بس
خو مونژ الله ج ته سوال کوو چی خدای ج دی دوی په خپل منز کشی سره اخته کڑی چی دواڑه تباه شی اومسلمان ئی له شر سخه خوندی شی

الحاج استاذ بیانزی

امریکا او نړیوال دجال استعمار یواځی نظامی یړغل او اشغال نه دی کړی ، تر ټولو مهم یرغل او اشغال یی د میدیا او په میدیا کی د ګیدړانو شتون دی ، د استعمار بل اشغال د هغو د غلامانو په واسطه لکه ایران او پاکستان چارواکی ، په ځانګړی ډول د پاکستان جارواکی دی ، هغوی ته ویل شوی تاسی یو نیم کار کوی داسی معلوم شی چه تاسی په افغانستان حمله کړی ، او یا ځانونه چوپ وساتی که د افغانستان چارواکو د جنګ څه درباندی تپل تاسی یی مه ردوی ، مونږ غواړو چه د کابل غلامی… نور لوستل »

ناصح

#######
لطفا د ادب په کړۍ کې خپل نظر څرګند کړئ. اداره

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x