fbpx

د تایلنډ پلازمېنې بنکاک کې چاودنې ۲۷ وژلي، ۷۸ ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د تایلنډ په پلازمېنې بنکاک کې یوې درنې چاودنې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي او ۷۸ نور يې ټپيان کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس چاودیدونکي توکي د هندوانو د درمسال مخې ته په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی او د دغه هېواد چارواکي وايي چې چاودنې موخه د تایلنډ اقتصاد خرابول دي.

د تایلنډ دفاع وزیر پرویت وانګسوان رویټرز ته ویلي چې «جنایت کارانو د چاودنې لپاره ځکه دغه سیمه انتخاب کړې څو اقتصاد او سیاحت تباه کړي، ځکه چاودنه د سیاحتي ولسوالۍ په زړه کې شوې».

سیمه ییزې رسنۍ وايي چې وژل شویو کسانو کې بهرني سیاحان دي خو ډيری یې د چین او د تایوان اتباع دي.

رویټرز وايي چې د پېښې سیمه کې همېشه ګڼه ګوڼه وي، نېږدې ورسره ډيری مشهور هوټلونه، ستر دکانونه، مارکیټونه، دفترونه او روغتونونه پراته دي. دغه سیمه د سیاحت لپاره ډيره د پام وړ ده. همدا راز ډیری تایلنډیان خپل عبادت هم ددغې سیمې په درمسالونو کې کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د