د جنبش ګوند ځايی اربکيان

دوستمي ملیشو د فاریاب په قیصار کې چور تالان پیل کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې دوستمي ملېشو د خلکو د مالونو په چور تالان پیل کړی دی.

د قیصار ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې د دوستمي ملیشو لخوا پیل شوي د الماس په نوم عملیاتو کې ملیشې د وسلې پر زور له خلکو پیسې اخلي او غلاوې ترې کوي.

ددغې ولسوالۍ اوسیدونکو ازادۍ رادیو ته ویلي چې «په سیداباد ، کتاولنګ وتګو، دوسه قشلاقی کلیو کې چې زموږ کورنۍ په کې ژوند کوي، اربکیانو ان د ښځو کالي هم له ځان سره وړي. د خلکو موټر سایکلونه یې پرېنښودل، نن ورځ یو ساعت وړاندې چور تالان په دغو سیمو کې پیل شو. له میمنې نیولې تر دې قیصاره پورې ټول غله او قطاع الطریق همدا اربکیان دي. دلته راغلي، نه قوماندان شته نه بل څه. د جمهور رییس یو مرستیال وس نه لري چې ددغو کسانو مخه ونیسي. مسلمان دغه کار نه کوي، په خدای قسم ټول عام وژنه يې وکړ».

د قیصار دغه اوسیدونکي زیاته کړې چې په ټوله کې د اربکي ملیشو قومندانانو او سیمه‌ییزو وسله‌والو په سیمه کې ظلم و ستم پیل کړی دی:

«د خدای په پار باید د تلیفون یا د بلې هرې وسیلې له لارې باید په دوی فشار راوړل شي، د خدای په خاطر له موږ سره مرسته وکړئ، نه مو ننګ پاتې شو نه ناموس. د میمنې یو اربکی قومندان شمال او څو نور قومندانان چې د قیصار ولسوالۍ دي، چور تالان پیل کړی. د خدای په خاطر دوی ته باید وویل شي چې تاسو مسلمانان يئ، خدای وپېژنئ، چور تالان او خلکو په ناموسونو تجاوز مه کوئ».

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې دوستمي ملیشو لخوا پیل شوي عملیاتو له کبله سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د ولسي جرګې غړی او د دې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مشر عبدالقادر ځاځی هم دا منلې چې په فارياب کې د طالب په نامه د «پښتانه» پر ضد جګړه روانه ده.

هغه له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي وو چې نوموړي ته له فارياب نه پښتانه زنګونه وهي، چې دوستميان يې د «ټغر په ور ټولولو بوخت دي.»

په شمال کې د عملیاتو له پیل سره جوخت، د فارياب له المار، قیصار او پښتونکوټ ولسواليو نه درې زره پښتني کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې، چې د دوستم د ملېشو په وينا د طالبانو ملاتړ يې کاوه.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

د شمال له پښتنو سره ددوستم ظلم د اوس خبره نده د امریکایی یرغل په اوایلو کی کله چی طالبانو له شمال نه په شا ولاړل کوم چی د کرزی دوره وه دوستم ددی منطقی له پښتنو سره له دینه بدتره سلوک کړی و په هماغه وخت کی دشمال د پښتنو په زرګونه کورنی ددوستم د ظلم له لاسه د کندهاد زیړی دشت ته راکوچیدلی وی او خپل هر څه یی په شمال کی ددی په خاطر چی دوستم یی د طالب په نوم په نښه نه کړی پریښی و د کوم چی کرزی ننداره کوله او اوس دهغه ده… نور لوستل »

صلاح الدین
میلمه
صلاح الدین

راپور د دستمي ملیشو او عکس د لوګر ولایت د کلنګار د سیمي د اربکیانو دقومندان فرهاد اکبری او ملګرو یې . دا کلاشینکوف په غاړه فرهاد اکبری دی