افغانستان

ایساف: د هلیکوپتر د راغورځېدو له کبله اوه تنه بهرنیان، ۳ د ملي اردو او یو ژباړن ووژل شو

ch47 chinookنن ټکی آسیا: نن د افغانستان په جنوب کې د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه را وغورځېده چي له کبله يې 7 تنه بهرني عسکر، ۳ د د ملي اردو او یو افغان ژباړونکی ووژل شو.

د ایساف په خبرپاڼه کې ویل شوي چي په وژل شویو بهرنیانو کې ۴ تنه د ایساف او ۳ تنه امریکايي عسکر دي.

په خبرپاڼه کي راغلي چي د بهرنیانو تر څنګ د ملي اردو ۳ تنه او یو ژباړن هم وژل شوی دی.

که څه هم بهرنیانو د افغانستان به جنوب کې ځای نه دی په نښه کړی چي پيښه په دقیقه توګه چیرته را منځته شوې، خو ویلي چي پيښي تر تحقیق لاندي ده.

بل خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی آسیا ته په یوه را لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چي دا دوهمه الوتکه ده چي طالبان یې د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ په ولسوالۍ کې راغورځوي.

نومړي وویل چي نن ددې ولسوالۍ په چنارتو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوه الوتکه د طالبانو له خوا په راکټ باندي په نښه شول، او را وغورځول شول، او د را غورځېدو وروسته په بشپړه توګه له منځه ولاړل او په کښي سپاره ټول کسان ووژل شول.

احمدي زیاته کړې چي دوه ورځي مخکي د شاولي کوټ ولسوالۍ په زرتالي سیمه کې هم د بهرنیانو یوه هلیکوپتر الوتکه را وغورځېدله چي له کبله یې 33 تنه امریکايان ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x