شعـــــرونهپښــــتو ادب

ورکه ازادۍ/عرفاني

عرفان الله عرفاني

څو به لا لهانده لېونۍ ګرځې
څو به مروروه صحرانۍ ګرځې

راشه دمینو خړپړ کلي ته
څوبه داسې ورکه ازادۍ ګرځې

مخ کړه را ښکاره مهجورو ستوروته
څوبه پټه ورېځو کې سپوږمۍ ګرځې

لارې دې څارمه اوته نه راځې
څوبه لکه ستړې زندګۍ ګرځې

تاپسې شپونکی د سپېرو دښتو شوم
څوبه په ميرو لکه کوچۍ ګرځې

چادې دحریت شال درنه وړی دی
څوبه داشلېدلې غاړکۍ ګرځې

شین منګی پرسر ګودرته بیا راشه
څوبه مسافره ښاپيرۍ ګرځې

بس ده نوره پېغله شوې په کور کېنه
څوبه په کو څو لکه جلۍ ګرځې

وایم عرفاني چې خپلوي مه پرېږدي ده
څوبه له دې خپلونه پردۍ ګرځې

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close