نړۍ

د مېرمن کلنټن او جېب بوش ټاکنيزې ناندرۍ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د جګړې په پيل کې، جګړې ته بلنه او د جګړې پلوي د بريا راز بلل کېده، مګر نن سبا د جګړې له ناخوالو او ملامتيا د ځان ژغورنې پروسه د ټاکنيزې بريا راز بلل کيږي.

امريکا کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د جمهوري پلوو او ډيموکراتانو تر منځ ټاکنيزې ناندرۍ روانې دي او د عراق روان امنيتي وضعيت يې محوري ټکی دی.

د دې ناندريو پيل د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند او د پخواني ولسمشر جورج بوش کشر ورور جېب وکړې او پر دېموکراتانو نيوکې وکړې، چې عراق کې د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلي او د راتلونکي لپاره هم د امريکا ولسمشرۍ لپاره د ديموکراتانو نومانده هيلري کلټن د دې وړ نه بولي، چې امريکايي ولس دې رايه ورکړي او د امريکا ولسمشره شي.

«دا چې اوباما د خپلې ناوړې پرېکړې له امله ۲۰۱۱ز کال کې له عراقه امريکايي عسکر ووېستل او زيان يې اوس موږ ګالو، نو د يموکراتان د دې حق نه لري، چې يو ځل بيا د امريکا ولسمشري د دوی په لاس کې ورکړای شي»

بل پلو د ديموکراتانو له لوري د ولسمشرۍ نوماندې ميرمن کلنټن پر جمهوري پلوو تور لګولی، چې د عراق د ستونزې ټوله پړله د جېب پر مشر ورور او پخواني ولسمشر جورج بوش پر غاړه ده؛ ځکه چې د نوموړي د واکمنۍ پر مهال له عراقه د امريکايي عسکرو د وتلو لړۍ پيل شوې وه.

هيلري کلنټن وايي، چې د عراق بحران ۲۰۰۳ز کال کې هغه مهال پيل شو، چې د جېب بش مشر ورور پر عراق بريد وکړ.

جېب بوش د اوباما او هيلري کلنټن په اړه وايي، چې ديموکراتانو غوښتل، ځانونه د سولې لارويان وښيي، مګر ۲۰۱۱ز کال کې، چې دوی له عراقه امريکايي عسکر ووېستل، نو دغه تشه د داعش وسله والو ډکه کړه او دا د ديموکراتانو پر مخ د تاريخ توره څپېړه بلل کيږي.

مېرمن کلنټن ۲۰۰۹-۲۰۱۳ز کاله د اوباما په مشرۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزيره وه او بيا يې د يو شمېر ناڅرګندو دلايلو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه.

۲۰۰۳ز کال کې مېرمن کلنټن پر عراق د بريد ملاتړ کړی و، مګر وروسته يې خپله تېروتنه ومنله، چې دا پرېکړه يې غلطه وه.
هيلري کلنټن د ۲۰۰۸ ولسمشريزو ټاکنو کې هم هڅه وکړه، چې ولسمشرۍ ته نومانده شي، مګر ديموکرات ګوند بارک اوباما خپل نوماند اعلان کړ او نوموړې له ليسته وويستل شوه.

آغلې کلنټن د خپل مېړه او پخواني ولسمشر بل کلنټن د واکمنۍ پر مهال په سياسي چارو کې ډېره فعاله وه، له هغې وروسته څو کاله د امريکا د مشرانو جرګې غړې وه او ۲۰۰۸ ولسمشريزو ټاکنو کې چې ديموکرات ګوند د هيلري پر ځای بارک اوباما خپل نوماند اعلان کړ، د ديموکراتانو واک ته له رسېدو وروسته آغلې کلنټن د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه وټاکل شوه او نوموړې تر ۲۰۱۳ز کال پورې پر دغه څوکۍ دنده تر سره کړه.

د جهموري پلوو له لوري د فلوريډا پخوانی والي جيب بوش د ولسمشريزو ټاکنو نوماند دی.

د جيب بوش پلار او ورور هم د امريکا پخواني ولسمشران پاتې شوي دي.

۱۹۹۲ز کال کې د جارج بوش او بېل کلنټن تر منځ د ولسمشريزو ټاکنو سيالۍ کې بوش ماتې خوړلې وه او د بېل کلنټن له اته کلنې واکمنۍ وروسته ۲۰۰۰ز کال کې د مشر بوش زوی جورج ډبيلو بوش د امريکا ولسمشر وټاکل شو او دوه ځل يې ولسمشريزې ټاکنې وګټلې او ۲۰۰۸ز کال پورې نوموړی د امريکا ۴۳ولسمشر و او اوس يې کشر ورور يو ځل د ولسمشريزو ټاکنو سيالۍ ته راوتی دی.

د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش د واکمنۍ پر مهال د امريکايي کانګريس ځينو غړو غوښتنه کړې وه، چې د ولسمشر زوی بايد د هېواد ولسمشر نه شي، مګر په عمل کې داسې ښکاري، چې امريکا کې هم د ميراثي سياست کلتور مخ پر قوي کېدو دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x