حسني مبارک پر طنطاوي خندلي، او ویلي: تر اوسه لا طنطاوي اخوان المسلمین سم نه دي پيژندلي

حسني مبارک پر طنطاوي باندي خاندينن ټکی آسیا: د حسني مبارک د بندي خانې مسئولین وايي چي کله هغه د مصري فوځ د مشرانو د تقاعد په اړه واوریده، نو ښه په زوره یې وخندل.

دمصرۍ ورځپاڼي الوفد په وینا د (طره) بندي خانې مسئولینو ورته ویلي چي بندي خانې ته تر راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چي حسني مبارک دومره د زړه د اخلاصه خاندي.

د هغوی په وینا خبر خپل زوی جمال مبارک ورته ورسوی، او چي څرنګه یې واورید، خپل پر ځای کښينستی، او ښه په چرتو کې وویل: پرېږده یې… هغوی (اخوان المسلمین) به ده ته په ړنا ورځ ستوري ورښکاره کړي، او بیایې وخندل او وې ویل: تر اوسه لا، تر اوسه لا… طنطاوي اخوان سم نه پيژني.

د یادوني وړ ده چي په مصر کې د حسني مبارک د واک را پرځولو وروسته فوځ وو، چي په مصر یې حکومت کاوه، چي په سر کې حسین طنطاوی او سامي عنان وه، خو د مصر د ولس مشر ټاکل کېدو وروسته د اخوان المسلمین اوسني ولسمشر ددغو دواړو جګپوړو چارواکو د تقاعد فیصله وکړه، او د فوځ د مشرتوب څخه یې لیري کړه، چي په دې سره د هیواد په سیاسي او انتظامي امورو کې د فوځ لاس وهل تر ډیره کنټرول سول.

د بندي خانې مسئولینو ویلي کله چي تیر ځل د حسني مبارک میرمن سوزان مبارک بندي خانې ته د هغه د ملاقات لپاره راغله، نو هم ددوی د کورنۍ تر منځ د خبرو او مجلس موضوع همدا د طنطاوي لیري کېدل وه.

ویل کیږي چي د حسني مبارک میرمني سوزان مبارک وویل: ان ربک لبالمرصاد..

او زوی یې جمال مبارک وویل: صبا به دی (طنطاوي) هم دلته په (طره) بندي خانې کي راسره ناست وي..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د