ټولنیزه برخه

د شیطان ورور

امین وردگ

زرگونه کلونه وړاندې د بلخ له قلمرو څخه عربی جزیرو ته د فرعون ، او هامان په نومونو سره دوه کسان تللى وو ؛ دې دوو کسانو په لومړی سر کې له یوې هدیرې نه دېوال را وگرځاوه ، او په مړیو یې تجایی کېښودله !

بیا نو کله چې د پاچا لور مړه شوه ، او دې هدیرې ته یې د دفن کولو دپاره راوړله ؛ نو د هدیرې ساتونکو (فرعون ، هامان ) د ننوتلو اجازه ور نه کړه ، او د تجایۍ غوښتنه یې هم له پاچا کوله ؛ بلآخره یې نو د پاچا د لور جسد ته د ننوېستلو ، او هلته د خښولو اجازه هغه مهال ورکړه : چې ښه ډېره تجايى یې ترینه واخیستله ! نو له همدغه ځایه د فرعون ، او پاچا ملگری هم پیل شوه !

د فرعون ، او پاچا ملگری ټینگېدله ؛ آن تر دې چی د مصر پاچا دا فرعون د خپل وزیر په توگه وټاکلو !

کله چی فرعون د خځانې وزیر شو ؛ نو په طول د څو کلونو کی یې لویه شتمنی (د ځان د پاره) هم زیرمه کړله ؛ بلآخره یې یو کال اعلان وکړ : چې د ټول رعیت یا ملت د یوه کال (مالیه) خراج به فرعون له خپلې شخصی شتمنۍ څخه دولت ته ورکوی ؛ چی پدې کار یې د ډېرو خلکو توجه د ځان خواته واړوله !

لنډه دا ؛ پاچا په داسې وخت کې مړ شو : چې فرعون د خلکو زړونه خپل کړی وو !

اعلان وشو : چې باید څوک پاچا وټاکل شی ؟ سورې ، او نارې پیل شوې چې (له فرعون پرته هېڅوک عادل ، او زړه سواندی نشته !)

بلآخره فرعون د مصر پاچا ، او حاکم شو ؛ نو ده چې د خپل رعیت بې ساری مینه ولیده ؛ بس د خدایئ د دعوې هوډ یی سم ورسره وکړ ؛ مگر له دې کار نه خپل مخلص ملگری ، او وزیر (هامان) پښېمانه کړ ؛ هغه به ورته ویل : چی تر دوو لسیزو باید داسې احمقانه اقدام و نه کړې : ځکه چې اوس لا خلک پر پخوانیو عقایدو ټينگ ولاړ دی ؛ نو که داسې کمعقلی دې وکړه : نو بس په شاهی ماڼۍ کې به دې چرماری کړی !

نو داسې وکړه : چې د اوسنی دور ماشومان و روزه ، تعلیمی نصاب جوړ کړه ، وخت پر وخت د خپلې خوښې موضعگانی پکې درج کوه ، له دینی علماوو سره بد سلوک مه کوه ، هر قسم سختی که راتلله نو زغمې به یې ؛ تر څو چې خپل هدف ته نه یې رسیدلی : او هغه هدف به هم (په خپله خوښه ) د نوی نسل روزنه وی ! نو ده هم له معمول سره سم د خپل مکار مشاور خبره واخیستله ، او عملی یې کړله .

کله چې اتلس کلونو پوره شول ؛ نو هامان ورته وویل : چې اوس خلکو ته طبيعی آزادی ورکړه ، عقاید یی پریږده چې د دوی د طبیعتونو تقليد وکړی !

ده هم د مکار وزیر مشوره یو ځل بیا ومنله ؛ کله چې شل کلونو پوره شول ؛ نو هامان اجازه ورکړه چې اوس د خدایۍ اعلان وکړه ؛ نو کله چې فرعون (په عام محضر کې) د خدایۍ اعلان وکړ ؛ بس تر اتیا سلنه زیاتو خلکو ((بلې)) یعنې (منو دې) لفظ ورته و کارولو ، ده هم په همدې ځای د یاغیانو د نیولو ، او قتلولو حکم صادر کړ ؛ چی بيا په لږ وخت کې وتوانیدلو تر څو د راسخو عقایدو څښتنان له منځه یوسی .

نو ورونو !

اوس هم غربيان همغه د هامان په نقشه یون ، او تگ کوی !

زه باورى يم : چې که دوی شل کاله آرام پاتې شی ؛ نو هغه نخرې خو به په مسلمانانو وکړی ؛ چې ساری يې کم وى ؛ نو باید ټول اسلامی امت ویښ شی ویښ .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ف-ا

مطلب دا جه باید ټول ښوونځی او پوهنتونونه وسوځول شی. ښه دلیل د راوړ. آفرین ستا پر عقل

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x