دیني، سیرت او تاریخ

د الله تعالی جل جلاله خاص قدرت

طالب العلم شبیر احمد حماس

حضرت ابوهریره رضی الله عنه فرمايي چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي دغیږي په ماشومانو کښي

صرف دري ماشومانو خبري کړي دي یو خو حضرت عیسی علیه السلام یو دجریج عابد والا ماشوم دی.

قصه دا وسوه چي جریج نومي یو عابد سړی وو هغه دخپل عبادت لپاره یوه کوټه جوړه کړي وه یوه ورځ يي په هغې کي عبادت کوی چي دهغه مور هغه ته راغله او ده ته يي آواز وکی چي ای جریجه؟

جریج خیال وکړی چي څه وکړم ای الله؟

یو خواته دلمانځه لحاظ او بلي خوا ته دمور لحاظ بیا يي و لمانځه ته ترجیح ورکړه او په هغهکي مشغوله سو مور يي واپس ولاړه دویمه ورځ سوه نو مور يي ورلره یو ځل بیا راغله او ور ږغ يي کړه چي ای جریجه؟

هغه بیا په زړه کي سوچ وکړی چي یا الله څه وکړم یوه خوا ته مور بلي خوا ته لمونځ بیا په لمانځه کي مشغوله سو د مور په را غوښتو نه ورغی په دریمه ورځ يې بیا مور راغله اړ ده ته يي ور ږغ کړه چي ای جریجه؟

ده په زړه کي سوچ وکړی چي ای الله څه وکړم یوې خوا ته مور بلې خوا ته لمونځ دی؟

دی بیا دلمانځه وطرف ته متوجه سو مور يي سخته غصه سوه او بده دعا يي ورته وکړه چي یا الله ده ته دي تر هغه وخته مرګ را نسي چي تر څو دیوې بد کارې ښځي سره مخ سوی نه وي له دي وروسته په بنی اسرائیلو کي د جریج د عبادت او د زهد شهرت وسو یوه بد کاره ښځه وه چي دهغې ښائست مثالونه به ورکیدل هغې بنې اسرائیلو ته وویل که تاسو غواړی نو دی به دهوکه کړم دا يي وویل او یوه ورځ هغه لره ورغلل جریج و هغې ته پورته هم ونه کتل دا بدکاره ښځه په سخته غصه کي د بدلې اخیستلو په خیال یو ښپانه لره ورغلل چي دشپې به هغه په هغه عبادت خانه کي بیدیدی او هغه شپانه ته يې خپل ځان په واک کي ورکړی او دهغه سره يې مخ تور کړی او دهغه څخه امیدواره سوه کله چي کوچنی پیدا سو نو د جریج څخه د بدلې اخیستلو د پاره يې مشهوره کړه چي زما دا کوچنی د جریج څخه سوی دی بس دا اوریدل وو خلګ پر جریج باندي را ټول سول او هغه يې په را کشولو سره دعبادت خانې څخه را ویستی او هغه عبادت خانه يې خرابه کړه او په هغه يې د وهلو شروع وکړه (چي په دینداری کښي حرام کار کوي)جریج پوښتنه ځني وکړه چي ماته ووایاست تاسو ما ولي وهی ، خبره څه ده؟.

هغوی ورته وویل چي تا دهغې بد کارې ښځي سره زنا مړي ده او دهغې ستا د نطفې څخه کوچنی سوی دی جریج پوښتنه ځنې وکړه جي هغه کوچنی چیري دی؟.

خلګو هغه کوچنی راوړی هغه ورته وویل چي ما لږ لمانځه ته پریږدی اجازه ورکړه سوه هغه لمونځ وکړی او دماشوم و طرف ته متوجه سو او دماشوم وخیټي ته يې په اشاره کولو سره وویل ای ماشومه؟.

رښتیا رښتیا ووایه ستا پلار څوک دی؟.

نو هغه د څلورو ورځو ماشوم د الله تعالی جل جلاله په قدرت سره وویل چي فلانی شپانه چي دا کرامت يې ولیدی خلګو د جریج پښي او لاسونه ښکلول او خلګو وویل چي موږ به ستا عبادت خانه د سرو زره څخه در جوړه کړو هغه ورته وویل دا هر څه پریږدئ څنګه چي مخکي دخټو څخه جوړه وه هم هغه رنګه يې حوړه کړی نو خلګو هم هغه رنګه جوړه کړه

[ترجمان السنة:ج:۴:ص:۳۵۵: بحواله صحیح البخاری وصحیح مسلم]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x