ټولنیزه برخه

سیند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ ـ شلمه برخه

حامد افغان

پټه صدقه

د سرک په غاړه یې رختونه او نور سامان ویړ کړی وو، مشر ورور مې ورته ودریدی او رختونه یې بیه کړل، موږ لیږ مخکي په یوه دکان کې هم رختونه اخيستي وو، دا د هغو په پرتله ډېر ګرانه وو، ورور مې بې له چنو او څه ویلو له هغه نه رخت او نوره سودا وکړه، ما په تعجب ورور ته وویل: دا رخت مو ډېر ګرانه واخیست هلته ارزانه و؟! هغه راته وویل: خیر پروا نه لري، دا پټه صدقه ده ..

خلافت نه غواړم

د یزید له مړیني وروسته مروان بن الحکم مشهور صحابي عبد الله بن عمر رضي الله عنهما ته وویل: ته د عربو سرخیل یې او د عربو د سرخیل (عمربن الخطاب) زوی یې لاس راوغځوه چې د خلافت له پاره بیعت درسره وکړو، هغه ورته وویل: د مشرق خلک به څنګه کوو؟ مروان وویل: هغوی به په زور ستا سره بیعت کولو ته مجبوروو، عبد الله وویل: په الله قسم که د یوه کس په توره وهلو سره اویا کاله خلافت راکول کیږي بیا یې هم نه غواړم. سیر الاعلام النبلاء: [ج3/مخ 216]

په حق مین

ډېری اموي او عباسي خلیفه ګانو ته به چې شاعرانو د هغوی د ستاینو قصیدې وويلې نو هغوی به خورا زیات انعامونه ورکول، که ووایو چې د مسلمانانو د بیت المال زیاته برخه چاپلوسو شاعرانو وړه؛ مبالغه نه ده.

کله چې عمرُ بنُ عبدالعزيز رحمه الله خلیفه وټاکل شو مشهور شاعر “جریر” مبارکي ته ورغی خو عمر د روغبړ په مهال لا ورته وویل: جريره له خدایه وویرېږه یواځي حق او رښتیا خبره کوه. العقد الفريد.

چټي پوښتنه

له امام عامر الشعبي (21 هـ/100 هـ) رحمه الله نه یوه سړي پوښتنه وکړه چې د ابلیس ښځه څه نومیده؟ هغه ورته وویل: ولا د ابلیس په واده کې زه نه وم. المعرفة و التاريخ لـ يعقوب الفسوي ٣٢٣/۱. مطلب دا چې چټي پوښتنه په ټوکه بدلوئ یا یې هیڅ مه ځوابوئ.

ښه ځواب

یوه سړي مشهور تابعي سعید بن جبیر رحمه الله ته وویل: یو مجوسي ښه راسره کوي مننه یې وکړم، او سلام راته کوي ځواب ورکړم؟ هغه ورته وویل: له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه مې کټمټ همدا پوښتنه وکړه هغه راته وویل: که فرعون هم ښه خبر راته وکړه ښه ځواب به ورکوم. عیون الأخبار لابن قتیبة الدینوري

MADE IN GERMANY

د یوې چینایي کمپنۍ خاوند څو مسلمانو تاجرانو ته د ماښام د ډوډۍ بلنه ورکړه، هغوی یې په دې دلیل بلنه ونه منله چې تياري شوې غوښي په شرعي طریقه نه وې حلالي شوې، د کمپنۍ خاوند چینایی د دوی په خبره هک حیران پاته شو، ځکه دې مسلمانو تاجرانو چې له هغه نه کوم سامان طلب کړی وو دا خبره یې ورته کړې وه چې په هغه سامان به ( MADE IN GERMANY) جمله لیکي. چینایي له ځانه سره ویل: دا خلک د کوم ډول دین پیروي کوي.

زه څو کلنه یم

برنارډشو ته یوې ښځي وویل: زه به څو کلنه یم؟ هغه ورته وویل: دا سپینو غاښونو ته چې دي ګورم 18 کلنه راته ښکارې، دا نرمو ويښتانو ته چې دي ګورم 19 کلنه او له عام حالته دي داسي برېښي چې 20 کلنه یې، ښځه خوشاله شوه، ډېره مننه یې ورنه وکړه، او ویې ویل: ښه نو څو کلنه به یم؟ برنارډشو ورته وویل: بس نو 18+19+20 جمعه کړه څو کیږي؟ .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x