افغانستان

هلمند: موسی کلا کې د قومندان په ګډون ۷ عسکر وژل شوي او ۷ نور وسله والو ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په ناڅاپي بريد کې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته له منځه تللې چې پکې د قومندان په ګډون ۷ تنه عسکر ځای پر ځای وژل شوي او ۷ نور يې ژوندي وړي دي.

پېښه تېره نیمه شپه رامنځته شوه، چې ګڼو طالبانو د موسی کلا بازار ته څېرمه د غونډۍ پر پوسته بريد وکړ.

د هلمند امنیتي مسوولین په سیمه کې د شوې پېښې پخلی کوي خو د امنیتي ځواکونو د مرګ ـ ژوبلې په اړه نا خبري ښيي.

وسله والو طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې بريد کې يې د قومندان په ګډون ۷ عسکر وژلي او ۷ يې ژوندي له ځان سره وړي او ګڼ مهمات يې تر ګوتو کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبانو تېره شپه شاوخوا دوولس بجې پر دې پوسته بريد پیل کړ، چې په درې ساعته کې يې د قومندان دریاب په ګډون ۷ تنه وژلي، ۷ تنه ژوندي نیولي او دوه تنه نور په تېښته بريالي شوي دي.

طالبان وايي چې پر یو کرولا او رینجر موټر سربېره يې «یوه شوبله له دهشکې سره ، ۲ ثقیلان ، ۲ راکټونه ، ۱۴ کلاشنکوفونه ، یوچريکي هاوان ، یوه توپنګچه ، ۱۸۰۰۰ دثقیل اوکلاشنکوف مرمۍ ، ۳۰ دراکټ مرمۍ ، ۴۰ دچريکي هاوان مرمۍ ، ۲ غټي مخابرې اونور ډول ډول مهمات » هم نیولي.

دا په داسې حال کې دی چې هلمند ولایت د روان لمریز کال په پیل کې د نږد دوه میاشتني عملیاتو شاهد و، چې د دولتي سرچینو په قول له طالبانو يې پراخې سیمې تر لاسه کړې دي، خو د سیمې د اوسېدونکو په وینا د امنیتي قواو له تلو وروسته سیمې بېرته د طالبانو لاس ته ولوېدې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x