
کونړ: پاکستاني ځواکونو پر ناړۍ بريد کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): پاکستاني ملېشو د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په ساحه کې بريدونه کړي چې پکې يې پر مرګ ـ ژوبلې سربېره څو دوکانونه هم سوځولي دي.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل وايي چې پاکستاني ملېشو تېره غرمه د ناړۍ په دوکلام سیمه کې بريد وکړ، چې تر مازیګره يې دوام وکړ.
د هغه په خبره پاکستاني ملېشو په دوکلام سیمه کې څلور دوکانونه او یو هوټل سوځولی او یو پولیس يې وژلی دی.
سیدخېل وايي چې په نښته کې د دویم څارن احمدشاه پر وژل کېدو سربېره دوه تنه پولیس ټپيان شوي دي.
نوموړي د مقابل لوري د مرګ ـ ژوبلې په اړه ناخبرې وښوده په وینا يې افغان عسکرو د پاکستاني ملېشو دوه پوستې سوځولې او د دوی بیرغونه يې راښکته کړي دي.
د ځینو سرچينو په وینا یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د کونړ پر سرحدي سیمو څه د پاسه ۱۵۰ پاکستاني توغندي لګېدلي دي چې له امله یې په لسګونه کورونه وران شوي او همداراز څو تنه ملکي کسان مړه او ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې کابل مېشتو دیني عالمانو د پاکستان پر ضد د جهاد اعلان وکړ، خو تر دم ګړۍ يې د فتوا د تطبیق لپاره کومه هڅه نه تر سترګو کېږي.
پاکستاني ځواکونه نه یواځې په کونړ، بلکې د کندهار په معروف، د پکتیکا په برمل او ګومل ولسوالیو کې هم لسګونه کیلومتره وړاندې راغلي چې تر دم ګړۍ يې افغان چارواکي پر وړاندې خاموش دي.
دا خو د دي برزاي جي افغانان جهاد ورباندي شروع باكستانيانو وار رومبي كرو ورباندي
ولې أیوبي نن ددغه جهاد ملاتړ وکړ او أمریکائې فوځي لباس ئې په تن وو ویل ئې چې مونږ به دسرپرشویو فوځیانوبدل آخلو اوأنګریز کاکا ته ئې هیڅ هم ونه ویل بس پاکستان اوطالبانئې را نیولي وو اوحال داوو چې نن له انګریزانوڅخه دتیرې ترلاسه شوې آزادي ورځ وه خو نن هغه پلاران ورته ولاړ وو اودوی تیره آزادي لمانځله.دنني حال په قیصه کښې هم نه وو، نودا څومر بهادري دی اوتاسوئې نه منی،
اخ مظلوم ولسه!
د ځینو سرچينو په وینا یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د کونړ پر سرحدي سیمو څه د پاسه ۱۵۰ پاکستاني توغندي لګېدلي دي چې له امله یې په لسګونه کورونه وران شوي او همداراز څو تنه ملکي کسان مړه او ټپیان شوي دي
ګيله له هيچا هم نه بلکي يوازي له اشرف ده چي انګريزان (کفار)يي يوازي او يوازي د افغانانو د وژلو لپاره ساتلي دي.