نظــر

پر مخ او بدن د الله او رسول د نومونو څرګنديدل

کابل، د انجلۍ پر مخ د الله او محمد د نور را څرګندېدلدا څو ورځې وشوې چې پر فيسبوک کې د يوې داسې انجلۍ انځورونه ويشل کيږي چې په افغانستان کې يې پر مخ او د بدن پر نورو برخو د الله جل جلاله او محمد صلی الله عليه وسلم نومونه څرګند شويدي.
موږ پداسې حال کې چې دا څه د الله تعالی له مطلق قدرته نه ليري او بعيد نه بولو او لوی خدای جل جلاله په قرآنکريم کې پدې اړه فرمايلي هم دي:

سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ

يانې ژر ده چې موږ به ورښکاره کړو دغو منکرينو ته زموږ نښې په کايناتو او همدا راز د دوي په ځانونو کې چې دوي ته څرګنده شی چې الله تعالی(وجود او وحدانيت يې) يې حق دی، آيا ستا د پالونکي لپاره همدومره کافي نده چې پر هر څه شاهد دی(يانې هرڅه یې پخپله پنځولي او پر خپل دغه پنځونه شاهد هم دی)

دغه آيت که څه هم ځينې خلک دچا پر بدن باندي د دا ډول نادرو انځورونو دليدلو پرمهال د حوالې په ډول راوړي، خو حقیقت دادی چې مفسرين پدې آند دي چې د انسان د وجود جوړښت پخپله د الله تعالی د قدرت،وجود،صانعيت او وحدانيت تر ټولو ستره نښه ده.
دغه وروڼه چې دا ډول انځورونه خپروي، د هغوي پر ښه نيت شک نشي کيدلای، خو دوي خبر ندي چې د دا ډول چارو تر شا څومره سترې شيطاني دسيسې نغښتي دي…

وروڼه دې خبر وي چې دا لومړی ځل ندی چې د الله او رسول په مبارکو نومونو دا ډول مسخرې کيږي. دغه مسخرې وار دمخه په عربي او نوره اسلامي نړۍ کې په کراتو مراتو شويدي چې اوس هلته خلک او چارواکي ورسره پوه دي او هيڅوک نشي کولای چې پدا ډول ډرامه بازيو سره څوک تېرباسي.

خو موږ چې لا تر نوري نړۍ وروسته پاتي يو، دا دی ايله اوس له دا ډول ډرامو سره مخامخ کيږو. دغه ډول انځورونه ټول جعلي دي او پر بدن باندي حک شويدي.

دغه ډول حکاکي دلته په کراچۍ کې د سلو کلدارو په بدل کې په دومره هنرمندانه ډول ترسره کيږي چې سړی ورته دقيق پام ونکړی دا اندازه نشي لګولای چې حک شوی انځور دي جعلي وي.

د ټګانو او برګانو دغه ډله غواړي په دا ډول کرتبونو سره د خلکو پر ايمان او باور لوبي وکړي او د ولس سادګي او ښه نيت د خپلو شومو شيطاني موخو او ټيټو ځانی ګټو د ترلاسه کولو لپاره وکاروي. هيله ده زموږ مسلمان ولس له دغې فتنې ځانونه خبر کړي او په نا آګاهانه ډول د ټګانو د نړيوالي مافيا له لوري د هغوي د توطيو د لا پراخولو سبب نشي.

د دغې انجلۍ پر بدن څرګند شوي نومونه مطلقا دروغ دي، له ځانه یې جوړ کړيدي او د دې کار ترشا ماته ډيره لويه دسيسه پټه ښکاري…و ما علينا الی البلاغ المبين..

عنایت الله کاکړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x