نظــر

د وحدت هيله

حافظ یوسف

کله چي د عالیقدر امیرالمؤمنین رحمه الله رحلت یقیني او پر ځای یې نوی امیر و ټاکل سو نو سمدستي څه ناڅه اختلافات ورسره را و ټوکیدل او ورسره هغه چوکاټ مات سو کوم چي د اختلاف جهتونه یې په قابوکي ساتلي وه، دغه اختلاف دښمن هم په مطبوعاتوکي خورا ښه بدرګه کاوه او دا یې یو ښه فرصت باله، داچي اختلاف قوي یا کمزوری دی په هغه کي بحث کول پکار نه دي بلکي اختلاف ته د حل مشروع لاره لټول او د صف وحدت ته پوره توجه کول تر بل هر وخت ډیر اړین کاردی.

داچي دا سپیڅلی صف د الله ج په فضل او نصرت او د بې شمیره قربانیو په نتیجه کي هدف ته ډیر نزدې سوی اوسني حالاتو ته په کتوسره خدای مکړه چي هدف له لاسه و نه وزي، د صف تجزیه کیدل، نارضایتونه پر ځای پریښوول دا خپله د هدف د لاسه ورکولو په معنادي د هدف د لاسته راوړلو لپاره یو موټي کیدل د او لویت درجه لري،

نو پر همدې اساس پکار ده چي ټول جهتونه د وحدت له منار څخه نړیوال دښمن ته وښیي چي موږته تر هر څه وحدت ارزښت لري، کوم علماء یا نور اشخاص چي د منځګړو حیثیت لري باید د چا د خواهشاتو قرباني نه سي،

د افغانستان روان وضعیت، جهادي، سیاسي او اجتماعي امور، د تیر وخت منفي او مثبتي تجربې په نظرکي ونیسي بیا یې په وړاندي مشروع او معقوله فیصله وکړي.

همدا راز د اسلامي امارت نوي زعیم ته ښایي حتی الامکان چي په هر قیمت وي مخالفتونه او نارضایتونه کاملا له منځه یوسي سالم او معقول انتقاد باید واوري، او د پخلایني لړۍ په پوره مهارت سره پر مخ بوزي، د د عوت و ارشاد او جلب و جذب کمیسیون خو د همدې لپاره جوړدی چي خپل څه چي پردي به لا خپلوي، موږ ولي په دې موضوع کي پاته راغلي یو. که حالاتوته له محافظه کارۍ پرته په عمیق نظر او د اعتدال له زاویې وکتل سي اسلامي امارت د تاریخ پر خورا لوړو ژورو او سختو پیچومو عبورکوي یو ډیر حساس پړاو ته ننوزي،

داخلي ستونزي او د داعش مسئله یې همدا اوس په وړاندي پرته ده، دښمن تر پخوا زیات متوجه دی چي د یوې وړې خلا څخه په استفادې سره د طالبانو په منځ کي د بې اتفاقۍ او بې اعتمادۍ اورته پمپ ورکړي، دې ته ورته پخوا هم څو څو ځله مکار دښمن د منځلارو او تندلارو په نامه کو ششونه و کړل او هم یې کوي چي طالبان تقسیم کړي یایې د مذاکراتو او صلح په نامه یو پر بل بې اعتماده کړي ملا برادر خو د دوی په خبره ځکه تر او سه بندي دی چي د افغان چار واکوسره صلح ته ژمن وو، د حقاني نیټ ورک په نامه یې څومره د حقاني صاحب کورنۍ او ملګري بیلتون ته وهڅول، دا هر څه زموږ په وړاندي پراته دي، په داسي شرائطوکي اختلاف ته لمن وهل یا د اختلاف یوه وړه نقطه پریښوول دا ستره اشتباه ده او ناکام سیاست دی، نوکه ټول جهتونه د الله د رضا په خاطر اسلامي امارت ته وفادارشي د شهداوو د قربانیو سره جفا و نه کړي .

د مرحوم د منصب سره خیانت و نه کړي د افغانستان د مظلوم ولس د بې شمیره قربانیو په خاطر تر خپلو خواهشاتو تیرسي نو انشاءالله چي راتلونکی به مو روښانه وي او د یو داسي برخلیک سره به نه مخ کیږو لکه کو مو رهبرانو چي د مظلومو افغانو او د لکونو شهداوو په سر نوشت لوبي وکړې نتیجه یې د کفر غلامي سوه چي هم د افغان ملت په وړاندي خجل او شرمنده دي او هم د تاریخ په پاڼوکي تور تاریخ لري هم به ملت ته حساب ورکوي او هم به د الله ج په وړاندي حساب ته دریږي. خدای ج دي زموږ مشران د داسي شرمونکي حالته وژغوري.

د خپلواک او یو موټي اسلامي امارت په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x