افغانستان

کندهار: پنجوايي کې پولیسو څارنوال وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار امنیتي مسوولین وايي چې د پنجوايي ولسوالۍ پولیسو له لفظي شخړې وروسته ملکي څارنوال ځای پر ځای وژلی او یو پولیس ټپی شوی دی.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي چې پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوه، چې پکې ملکي څارنوال طیب الله طیب ووژل شو او یو پولیس سرسري ټپی شو.

د سرچينې په وینا طیب د دې ولسوالي له جنايي کارکوونکو سره لفظي شخړه وکړه چې پولیسو پرې ډزې وکړې او ځای پر ځا يې وواژه.

صمیم خپلواک وايي چې د پېښې د څېړلو لپاره يې جدي هڅې پیل کړې دي، خو د وژل شوي څارنوال په اړه يې د پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم د کندهار اوسېدونکو د دې ولایت له پولیسو شکایت کړی دی، د دوی په خبره پولیس له غلو سره پر لاس لرلو سربېره د پیسو لپاره هم خلک تښتوي، زنداني کوي يې او بیا يې د پیسو په بدل کې خوشي کوي.

د صدیق الله افغان په نامه کندهار مېشتی ژورنالیست وايي چې په ښار کې پولیس د غلو په څېر ولسي وګړي تښتوي د حوزو په زندانونو کې یې ساتې او پر سرونو پیسې اخلي.

د نوموړي په خبره د تښتول شوي کس نه کورنۍ خبره وي، نه نور دولتي ارګانونه؛ یوازې پولیس يې له کورنۍ سره اړیکه نیسي او په بدل کې يې د نغدو پیسو غوښتنه کوي.

په کندهار کې پرلپسې د پولیسو د بداخلاقيو، جنسي تېریو او سړي تښتونو اړوند خبرونه خپاره شوي دي، خو د کندهار امنیتي مسوولینو يې په وړاندې کوم اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بلاغ

که څوک ږغ وکې بیا فاتح نوزاد رازک یې د طالب په نامه نیسي او وهی یي وهی یي تر څو مړ کیږی خدای پاک دی دۍ او دده ډله ټوله نیستي کې

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x