د اسد په ۲۸ مه له انګریزي ښکیلاکه د هیواد د ازادۍ اخیستلو کیسه

قاري حبیب

د پنځلسمې او شپاړسمې پیړۍ په ترڅ کې داندلس سقوط،په افریقا کې داسلامي واکمنیو تدریجي ضعف او د عثماني امپراطورۍ مخ په ځوړ حالت دمنځنیو پیړیو له درانه خوبه راویښو شویو اروپایانو ته دا فرصت ورکړ ترڅو له مسلمانانو سره د پیړیو حسابونه سپین او د څو قرنه برلاسۍ او واکمنۍ انتقام ترې واخلي.

اروپایانو د درستې نړۍ داستعمار او ځبيښاک لپاره مټې رابډوهلې، په دوی کې هغه چې داستعمار لومړني مبتکرین بلل کیږي، پرتګالیان او هسپانویان وو، دوی او نورو اروپایانو له اروپا بهر د ځمکو دلاندې کولو او اولسونو د استثمار لوبې پیل کړې، لومړی یي دافریقا او اسیا په ساحلي سیمو کې رخنه ګري شروع کړه، د بحر اطلس ، بحرهند او بحرالکاهل ټاپوګان یي اشغال کړل، ورپسې دامریکا وچې ته ورسیدل، د بومي سورپوستو امریکایانو په وژلو او ډلییز قتل عام یي لاس پورې کړ، د ملاریا، وبا،نشه یي توکو او ډول ډول ناروغیو په انتقال او خپرولو سره یي د ددې سیمو ځایي اوسیدونکي په سخته بي رحمۍ ووژل ، کرنیزې ځمکې، ساحلي سیمې ، معدنونه ، ځنګلونو او نور باارزښته ممتلکات یي ترې قبضه کړل،د پرتګالیانو او هسپانویانو له هڅو وروسته نورو اروپایانو لکه انګلیس ، فرانسې، ایټالیا، جرمنی،هالنډ،روسیې، اتریش او نورو هم دنړۍ د مختلفو سیمو په استعمار لاس پورې کړ، دوی دنړۍ تر لراوبر ورسیدل،په هرځای کې یي د لویو وچو او جزیرو ځایي اوسیدونکي د زر ، زور او تزویر په وسیله دې ته اړ کړل ، چې دوی ته خپلې ځمکې او شتمنۍ ورنیمې کړي، او په دې توګه داروپایانو داستعمار لوبې په درست جهان کې یو بوږنووونکي حالت رامنځته کړ او نړۍ یوځل بیا د جاهلیت او غلامۍ دوران ته ستنه کړه.

افغانستان د هند دنیمې وچې، منځني ختیځ او منځنۍ اسیا ترمنځ د وریښمو د لارې په څلور لاري پروت دی، اروپایي استعمارګرو د ۱۷ میلادي پیړۍ له پیله په هند کې مداخله شروع کړې وه، دوی په پیل کې د هند له مغولي واکمنو سره تجارتي اړیکي پاللې خو اصلي موخه یي ددې زرخیزه سیمې لاندې کول او دخپلو مستعمراتو په لست کې اضافه کول وو، پرتګالیان، هالنډیان،انګریزان او فرانسویان د هند په مختلفو ساحلي سیمو کې پیاده شول او داستعمار هڅې یي پیل کړي، څرنګه چې دوی ترخپل منځ هم ژورې تربګنۍ لرلې تر خپل منځ یي سختې سیالۍ ترسره کړې خو په پای کې انګریز وتوانید چې په هند او بنګال کې خپل سیالان له میدان وباسي او دمغولي سلطنت له ضعف نه په استفاده په دې زرخیزه ځمکه خپلې استعماري پنجې ټینګي کړي.

انګریز چې هند یي په ډيره اسانۍ ونیو په افغانستان کې یي سترګې ښخې کړې، دا هیواد که څه هم د زراعت او شتمنیو له اړخه د هند سیال نه وو، خود درستې منځۍ اسیا، جنوبي اسیا او ایران د متاثره کولو لپاره یو مهم سنګر وو، انګریزانو په داسې مهال په افغانستان کې مداخله پیل کړه چې دا هیواد د سدوزیو او محمدزیو واکمنانو دخپل منځي جګړو او اختلافونو له امله له سخت بدحالت سره مخامخ و، داحمدشاه بابا افغانستان خپل پخوانی نوم اونښان بایللی وو، او اوسنیو واکمنانو یي هر یوه یوازې دا هڅه کوله چې ځان د واکمنۍ تخت ته ورسوي .

دا مهال چې واک له سدوزیو څخه محمدزیو حاکمانو نیولی وو، د محمدزیو یوه فراري شهزاده شجاع الملک چې بیاپه شاشجاع سره مشهور شو د پنجاب له حاکم رنجیت سنګ اود هندله انګریز ګورنر جنرل موافقه لاسلیک کړه، چې د افغانستان د پاچاهي په نیولو کې به ورسره همکاري کوي، انګریزان په ۱۸۹۳م کال کې د خپل ګوډاګي شاشجاع لپاره د پاچاهۍ ګټلو په موخه په افغانستان راتویې شول . کابل ، کندهار او نور سترښارونه یي ونیول، انګریزانو ځانونه مرستندوی ځواکونه بلل چې غوښتل یي د مخلوع پاچا شاشجاع لپاره واکمني وګټي خو په حقیقت کې دوی دافغانستان اشغال ته ټینګه اراده کړې وه، افغانان چې طبعا له بهرنیو اشغالګرو څخه نفرت لري، دانګریزانو په خلاف یي جهادي احساسات په غورځنګ شول،په ۱۸۴۰ م کال کې په کابل کې د میرمسجدي خان په مشرۍ د انګریز په خلاف پاڅون وشو، په ورپسې کال وزیراکبرخان د انګریزانو سفیر مکناټن وواژه ،جهادي پاڅون زور ونیو، دانګریزانو مشر برنس هم په کې سر وخوړ او کله چې انګریزانو غوښتل خپله ۱۷ زره کسیزه قوه د لته بند له لارې جلال اباد او له هغه ځای هند ته ستنه کړي ، په لته بند کې افغان غازیانو ورباندې سخت برید وکړ چې په ترڅ کې یي ټول لښکر قتل عام او یوازې د ډاکټر برایډن په نوم یو تن په کې ژوندی سر جلال اباد ته ورسید.

له دې شکست وروسته انګریزان د څو لسیزو لپاره له افغانستان څخه کرار کیناستل، دوی په کابل کې هغه واکمنان وزغمل چې له انګریز سره یي د متقابل احترام په پایه ولاړې اړیکی درلودې، دغه مهال دانګریز او روس ترمنځ په پټو موافقو کې افغانستان د انګریز د نفوذ ساحه بلل شوې وه او انګریزانو هم افغان حاکمانو ته دا فهمولې وه، چې ددوی له خوښې پرته به له روسانویا نورو قوتونو سره اړیکي نه پالي .

په ۱۸۷۸ م کال کې د افغانستان حاکمانو دانګریز د خوښې خلاف له روسانو سره اړیکي اوج ته ورسولې، په همدې کال د روس سفیر افغانستان ته راغی په داسې حال کې چې په کابل کې انګریزي استازي نه وو او په ځای یي هندي توکمه استازو وظیفه اجراء کوله، دا او دامیرشیرعلي خان ځیني نورو کړنو انګریزان په غوسه کړل او په ۱۸۷۹م کال یي په افغانستان دوهم برید وکړ .

افغانانو دانګریزانو له دوهم یرغل سره هم همداسې مقابله وکړه لکه له اول هغه سره یي چې کړې وه ،په دوهمه جګړه کې دمیوند تاریخي حماسه رامنځته شوه، دانګریز لوړپوړی چارواکۍ کیوناري په کابل کې ووژل شو او انګریز یوځل بیا سخت شکست وخوړ، انګریز له افغانستان په تیښته لاړ، خو دافغانستان له سیاسي اشغال څخه لاس په سر نه شو او دا ځل یي د پوځي اشغال په ځای نامرئي سیاسي اشغال په کار واچاوو، د افغانستان په تخت له ناستو حاکمانو سره یي د ډیورنډ لاین موافقت نامه امضاء کړه او په دې توګه یي د افغانستان نیمایي خاوره تر سلو کلونو پورې رسما تر خپل اشغال لاندې راوسته ، دافغانستان د بهرني سیاست او اړیکو په اړه یي هم په افغانستان درانه شرطونه کیښودل، چې ټول د انګریز په ګټه و، په دې توګه افغانستان که څه هم ظاهرا په کې انګریزي لښکرو شتون نه درلود خو په حقیقت کې د بي همته واکمنانو د پټومعاهدو له مخې اشغال او له سیاسي خپلواکۍ څخه بې برخې و.

دا مهال د بشپړې سیاسي خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د وطن اصیلو بچیانو او دحق دلارې مجاهدینو درنې قربانۍ ورکړې، د محمدجان خان غازي غوندې ستر غازیان دهمدې بشپړې خپلواکۍ په لاره کې قربان او داسې ورک شول چې تراوسه یي قبر نه دی معلوم،د هیواد دروڼ اندو علماء ،لیکوالانو او دردمنو اشخاصو لخوا د مشروطیت غورځنګ پیل شو، چې هغه هم سخت په بي رحمۍ وځپل شو، دانګریز همدې نامرئي اشغال تر ۱۹۱۹م کال پورې دوام وکړ، په همدې کال استقلال طلبه کسانو د وخت انګریز مزاجه امیر حبیب الله خان دلغمان په کله ګوش کې وواژه ، او دنوموړي خپلواک مزاجه زوی امان الله خان یي دشاهۍ په تخت کیناوو.

امان الله خان چې د مشروطیت لارویانو په سیوري کې رالوی شوی اودملي خپلواکۍ په اهمیت پوهیده له واکمنیدو وروسته سمدستي یي د انګریز له پټ اشغال څخه د بشپړې ازادۍ اعلان وکړ، نوموړی دکابل په عیدګاه کې دهیواد د مخورو علماء په فتوا د انګریز په خلاف د جهاد اعلان وکړ او دبشپړ استقلال د استرداد یا بیرته راګرځولو هوډ یي وکړ.

د جهاد دا اعلان د هغه وخت شرایطو ته په پام سره ډیر هیښوونکی وو، ځکه انګریز په ډیر پیاوړی دریځ او افغانستان په ډير کمزوري حالت کې وه، انګریز لومړۍ نړیواله جګړه ګټلې وه، هند او ایران یي بشپړ اشغال کړی و، حتی د بخارا او منځنۍ اسیا له حاکمانو سره یي اړیکي ټینګې کړې او په اعتماد کې یي اخیستي و، انګریز په شمال کې دتزاري روسیې غوندې پیاوړی غلیم هم نور نه درلود، چې په افغانستان کې دمداخلې له جهته یي سترګه ترې سوزیدلي وای، ځکه ترې دې دوه کاله وړاندې تزاري واکمنۍ د کمونیستي انقلاب په نتیجه کې نسکوره شوې وه او کمونیستانو تردې مهال په نړیوالو چارو کې ځان بې غرضه باله .

خو له دې حالت سره سره افغانانو په ډیر جرأت دانګریز په خلاف دجهاد توره پورته کړه، دکندهار، پکتیا، ننګرهار او چترال په جبهو کې څلور ځایه افغانان مجاهدینو په انګریزانو بریدونه پیل کړل، په ټولو جبهاتو کې انګریزانو ته تلفات ورسیدل او ځیني سیمې یي پریښودې، خو افغان مجاهدینو تاریخي پرمختګ د پکتیا او خوست په جبهه کې وکړ، په دې جبهه کې د حکومتی قواوو مشر سپهسالار نادرخان وو او قبایلي ځواکونه د لوی صوفي حضرت نورالمشائخ مجددي په قومنده جهاد ته راوتلي وو، دې لښکر د پیواړ په سیمه کې انګریزي لښکرو ته کلک شکست ورکړ، انګریزان یي په کورمه کې له پخوا قرارګاوو څخه پسې واخیستل، د ټل بالاحصار او پوځی چاوڼۍ یي فتحه کړه، په شمالي او جنوبي وزیرستان او نورو سرحدي ساحو کي یي انګریزانو ته سخت شکست ورکړ، تردې چې انګریزان په کوهاټ او په نورو سیمو کې په خپلو پخو قرارګاوو وویریدل نوځکه یي سمدستي د ډزبندۍ اعلان وکړ ، او دمذاکراتو په پایله کې یي دافغانستان بشپړه خپلواکي چې اتیا کاله یي په رسمیت نه پیژندله د اسد دمیاشتې په ۲۸ نیټه په رسمیت وپیژندله .

په دې ډول د انګریزانو لخوا د افغانستان غصب شوي خپلواکي چې دترلاسه کولو لپاره ۸ لسیزې ډیرې قربانۍ ورکړل شوي وې بالاخره ترلاسه شوه، افغانستان داسې مهال مستقل اوخپلواک شو، چې په همدې وخت کې په اسلامي نړۍ کې هیڅوک خپلواک او مستقل هیواد شتون نه درلود،ځکه د لومړنۍ نړیوالې جګړې په مهال انګریزانو اونورو متحدینو عربي نړۍ ، ترکیه ، ایران او ټولې د مسلمانانو سیمې اشغال کړې وې.

له انګریزي ښکیلاکه دهیواد دازادۍ سخته او اوږده مبارزه موږ ته راښيي چې ازادي د الله تعالی ډیر لوی نعمت دی او لوی نعمتونه په لویو قربانیو ترلاسه کیدلای شي، زموږ نیکونو دانګریزانو په خلاف د ازادۍ لپاره اتیا کاله مبارزه وکړه، په دې اوږده مبارزه کې یي دهیڅ ستومانۍ احساس ونه کړ،په داسې حال کې چې دښمن په پرمختللیو وسلو سمبال وو او دازادۍ په وروستي جنګ یي د ننګرهار او خوست په جبهو کې جنګي الوتکې وکارولې او بمبارونه یي وکړل، افغانان یوازې په خودساخته کچه ټوپکو، تورو، برچو او چاړو باندې مسلح وو، خو له دې نابرابرۍ سره سره یي دایمان په زور کفر ته شکست ورکړ او خپله خپلواکي یي ترلاسه کړه .

اوس چې موږ یوځل بیا له هماغو اروپایي اشغالګرو سره په جګړه بوخت یو، راځئ دخپلو نیکونو له ویاړمن تاریخ څخه یي زده کړو، دحالاتو سختوالی او د امکاناتو نشتوالی باید له ذهنه وباسو، یوازې د شهادت اوبریا په تمه د جهاد ډګر ته ورووزو ، او دخپلې غصب شوې او په وینو پالل شوي خپلواکۍ دترلاسه کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکړو .

په همدې هیله

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سنګین
میلمه
سنګین

زه حیران دی غازي ته یم چی ښځه یی پرتوګکښلی اروپا ته بیوله او د اتاترک په شان انسان سره یی ښه ملګرتیا وه چی اسلامی ثقافت ته یی په ترکیه کی سخته ضربه ورکړه. او دا غازي د څو ملایانو د قیام له ډاره ایتالیا ته فراری شو. که ده پسی د ناټو او آیساف په شان لښکری راغلي وای شاید ورته تسلیم شوئ وای.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

امان الله د شاهی د تر لاسه کولو د پاره خبل پلار د انګریزانو په دستور د لغمان به کله ګوش کی په شهادت ورسولو ، کله چه پاچا شو ، هغه وخت د پشتونخوا ( چه نیم افغانستان تری جوړیږی ) انګریزانو د یعقوب خان څخه اجاره اخستی وه او د هغه قرار داد وخت سل کاله وو ، چه اوس یی دوه دری لسیزی تیر شوی هم دی ، په هر صورت امان الله خان ته یی د هغه اجاری د مفته اخستلو د پاره رشوت ورکړو او یا یی تیرویستلو امان الله د خپلواکی په نوم جنګ… نور لوستل »

جوویره ترکي
میلمه
جوویره ترکي

اول دا تصویر د علي مجد دی داسی یو تصویر ولګوی چې اړخ لګوي.
او پاتې شو امان الله هغه یو کافر و. تاسو باید داسې لیکنې ونکړی او که یې څوک درته رالېږي مه یي نشروئ.
اوس مونږ نه پوهېږو چې ملا کافر وګنو او که تاسو امان الله والا!