افغانستان

طالبان: برتانويان دې د زمري له اته ویشتمې عبرت واخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د زمري اته ویشتمې له انګلیسي ښکېلاکه د افغان خاورې د ازادۍ په مناسبت طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې پر برتانویانو غږ کړی چې له دې ورځې دې عبرت واخلي.

طالبانو په اعلاميه کې ويلي چې شپږ نوي کاله وړاندې زموږ ملت ځکه د ازادۍ له نعمت نه برخمن شو، چې د کفارو هیڅ ډول فشار اوغوښتنو ته يې سرونه ښکتنه نه کړله بلکې د انګلیسي ښکېلاکګرو په وړاندې يې مسلحه جګړه ګرمه وساتله.

«هغه مهال زموږ نیکونو د کفارو هيڅ ډول غوښتنواو فشارونو ته سر ښکته نه کړ او په پوره میړانه، متانت او سرښندنو سره يې د مسلسل جهاد په نتيجه کې آزادۍ ترلاسه او افغانستان يې په نړۍ کې د انګليسي استعمار په قبرستان بدل کړ.»

په اعلاميه کې ویل شوي چې د انګلیسي ښکېلاک په مهال هم داسې «افغان نما» څېرې موجودې وي چې د دې ښکېلاک د دوام لپاره يې هڅې کولې، خو په وینا يې هغه خلک منفور او د تاریخ تورې او د کرکې وړ څېرې وګرځېدې.

طالبانو په تاسف سره ویلي چې د ماته خوړلي انګلیس ننني نسل له خپلو نیکونو نه عبرت وانه خیست بلکې بیا هم د افغانستان د اشغال په تمه د ناټو په اشر کې برخه وال شول.

که څه هم د ناټو تر چتر لاندې د انګلیس ځواکونه څه موده وړاندې بشپړ له افغانستانه ووتل، خو په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شول چې لسګونه عسکر بېرته افغانستان د خپلو وژل شویو د غچ په پلمه راغلي چې په ډېری شپنیو عملیاتو کې همدوی برخه وال دي.

طالبانو د ولس « د رښتوني ممثل ځواک» په توګه خبرداری وکری چې که دغه ځواکونه تر هر نامه لاندې په افغان خاوره کې جګړه پر مخ وړي، دوی به يې د خپلو نیکونو په څېر سر ټیټي له هېواده وشړي.

په دې اعلامیه کې د ګډ حکومت له لوري د خپلواکۍ د ورځې نمانځنه د « شرم او خجالت» خبره بلل شوې او ورسره په څنګ کې يې دا ګواښ کړی چې همدا خلک به د پخوانیو «غلامانو» په څېر د ملت له لوري د محاکمې مېز ته راکش شي.

طالبانو په پای کې د دې ورځې د مبارکۍ تر څنګ پر ولس غږ کړی چې لا هم د دوی ملا وتړي او بیا هم د ازادۍ له نعمته برخمن شي: «موږ د ازادۍ د ورځې په مناسبت خپل مجاهد ولس ته مبارکي وایو او دا هیله ترې لرو چې داوسني اشغالګرو په ضد دخپلو مجاهدینو وروڼو لاهم لاس نوی وکړي او لکه د خپلو نیکونو په څیر چې د تورې په زور یې خپل هیواد له انګلیسي اشغالګرو آزاد کړی و همداسې دوي هم دخپل هیواد ارزښتمنه آزادۍ بیا هم ترلاسه کړي. »

له ننه شپږ نوي کاله وړاندې د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري ۲۸مه له انګلیسي ښکېلاکه د افغان خاورې د ازادۍ ورځ ونومول شوه، چې ډېری انګلیسي مستعمرو ته يې د ازادۍ الهام ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x