fbpx

افغانۍ له کومو لارو او څنګه خپل ارزښت ترلاسه کولی شي؟؟

لیکوال: اسدالله مبارز
نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد

د پولې واحد د ارزښت ساتل د هر مرکزي بانک یو له اساسې دندو څخه ده چې اقتصادي حالت ته په کتو یې د سود له اندازي او نورو لارو چارو څخه په ګټه اخیستنې ارزښت لوړ او ټېټوي.

مرکزي بانک د پانګوال اقتصادي نظام د دوه اصلونو (عرضه او تقاضا) له مخې خپل پولې واحد ارزښت ټاکې، که وغواړي چې ارزښت یې لوړ کړي نو د خپلو پالیسیو څخه په ګټې اخیستنې یې تقاضا زیاتوي چې ورسره مستقیماً یې ارزښت د پخوا په پرتله د نورو اسعارو پر وړاندي لوړیږي او که وغواړي چې د اقتصادي حالت د غوښتنې سره سم یې ارزښت وغورځوي نو پیسې بازار ته ډیري عرضه کوي چې غوښتنه (تقاضا) یې کمیږي او په نتیجه کښې یې ارزښت د نورو اسعارو په وړاندي کمیږي.

دا چې زمونږ پولې واحد (افغانۍ) ورځ تر بلې د نورو پولې واحداتو پر وړاندي مخ په ځوړ روانه ده، په همدې خاطر مې وغوښتل چې هغه عاملونه او لارې په ګوته کړم چې افغانۍ بېرته خپل پخوانۍ ارزښت پرې ترلاسه کولی شي.

۱- پولې پالیسي

د افغانستان بانک چې مرکزي بانک دی خپله پولې پالیسې اغیزمنه او مؤثره جوړه او عملي کړي، مرکزي بانک باید افغانۍ د تقاضا او عرضي ته په کتو بازار ته افغانۍ عرضه کړي،

په اوس وخت کې څنګه افغانۍ ته د خلکو تقاضا لوړه کړي؟

مرکزي بانک دې له ټولو بانکونو څخه افغانۍ د امریکایې ډالرو او نورو پولې واحداتو په بدل کښې واخلي، په دې کار سره به په بازار او بانکونو کښې افغانۍ کمیابه شې معنی دا چې عرضه به یې کمه شې او تقاضا به یې لوړه شې، مرکزي بانک دې د تقاضا د لوړیدو سره سم په لوړه بیه افغانۍ بېرته بانکونو او بازار ته وړاندي کړي چې په نتیجه کښې به یې افغانۍ خپل ارزښت لاسته راوړي.

۲- سیاسي حالت

د یو هیواد سیاسي حالت د هغه پر نورو اړخونو سربیره پر پولي واحد مستقیماً اغیزه لري، پدې ورستیو کښې که د افغانۍ ارزښت لویدلو ته ځیر شو نو یو له عمده لاملونو یې په وروستېو کښې د هیواد د سیاسي حالت خرابوالی دی.

په هیواد کښې مو وروستې سیاسې تحولات د افغانۍ په کم ارزښتولو کښې لوی لاس لري، که سیاسیون مو په ریښتیا ملې ګټو ته پر شخصي لومړیتوب ورکړي نو سیاسي حالات به مو ورځ تر بلې په ښه کیدو شي او په نتیجه کښې به مو د هیواد اقتصادي وضعیت د اوس پرتله ښه او مخ پر لوړیدو شي.

۳- د تأدیې میزان

د تأدیې میزان د یوه هیواد له ټولو اقتصادي او مالې کړنو څخه عبارت دي چې له نورو هیوادونو سره یې ترسره کوي، د تأدیې په میزان کښې صادرات او واردات تر ټولو مهم دي،

دا چې زمونږ هیواد خپل تولیدات نلري او که لري یې هم ټول ملت د غوښتنې پر وړاندې کم دي نو مجبور یو چې له ګاونډي هیوادونو یې را وارد کړو، اړ کیږو چې خپل پولې واحد (افغانۍ) د ګاونډیو پر پولي واحداتو تبادله کړو تر څو توکي او خدمات له هماغه هیواده را وارد کړو چې په نتیجه کښې یې د بهرنۍ پولې واحد پر وړاندي زمونږ د پولي واحد عرضه زیاتېږي او ارزښت له لاسه ورکوي،

حکومت دې په کور دننه خلکو سره پرته له کومې ګټې مرستې وکړي تر څو تولېدات زیات شي، او له بهرنیو هیوادونو واردات کم کړو. کله چې واردات د صادراتو په پرتله زیاتیږې نو پولې واحد ارزښت ورسره لوړيږي

۴- د ګټې (سود) اندازه

دا چې سود د اسلام په مبارک دین کښې حرام ګڼل شوی دی او سود کوونکې پر وړاندي خدای (ج) او رسول (ص) د جنګ اعلان کړی باید ځان ترې وساتو.

خو که چېرته مرکزي بانک د سود اندازه زیاته کړي نو ملت کښې سودخواره او دنیا پرسته خلک به ورسره ډالر او نور اسعار پر افغانیو تبادله کول شروع کړي تر څو یې بانکونو کښې په لوړ سود د څه مودي لپاره کیږدي،

کله چې بهرني پولي واحدات پر افغانیو تبادله کول زیاتېږي، په نتیجه کښې د افغانیو غوښتنه زیاتیږي چې ورسره یې ارزښت هم لوړیږي.

غورچاڼ:

• د افغانۍ ارزښت لوړولو په پار دې دولت پولي پالیسې، د تأدیې میزان، د ګټې اندازه او د سیاسي حالت د ښه کیدا لپاره لاس په کار شي او هغه څېر پاليسي دې جوړي کړي چې مؤثره ثابیتیدای شي.

• هیواد دننه دې پر بهرنیو اسعارو پېر و پلور باندي بندیز ولګوي

• کورني تولېداتو ته دې ملت راتشویق او پر کورنیو تولېداتو ته دې پر بهرنیو تولېداتو اولیت ورکړي

• د بازار د غوښتنې سره سم دي نوې افغانۍ چاپوي

• خپل تولېدات باید بهرنېو هیوادونو ته پر افغانۍ صادر کړو

• د پیسو مینځلو قانون دې په ریښتیا معنی سره پیاده کړي

• حکومت دې کارخانو او زرعي سکتورونو سره مالې مرستي وکړي تر څو GDP (کورني ناخالص تولېدات( زیات شي او په نتیجه کې یې سړي سر عاید (Per Capita) مخ په لوړیدو شي

• حکومت دې د نورو هیوادونو پر مرستو تکیه کول بس او یا کم کړي.

• دا چې زمونږ ځینې ګاوڼدي هیوادونه یوازي افغانستان خپل مارکیټ لري، نو حکومت ته په کار ده چې متبادلې لاري ولټوي او بیا دې پر ټولو د توکو او خدماتو په ارزانه بېه را صادرول لازمي کړي، ورسره به په هیواد کښې د انفلاسیون د ډیرښت مخه ونیول شي او د پولې واحد به مو ارزښت لوړ شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د