روزنې ته لېږل شوي افغان افسر په استرالیا کې ځان پټ کړی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): یو افغان افسر چې استرالیا ته د روزنې لپاره د حکومت لخوا لېږل شوی و، په سیډني ښار کې ځان پټ کړی دی.

استرالیاوي رسنۍ وايي چې دغه نامعلوم افغان افسر استرالیا ته په دې موخه لېږل شوی و څو په سيډني ښار کې د اسياد نظامي قوانينو په مرکز کې د پوځي روزنه ترلاسه کړي.

خبري رسنۍ وايي چې یاد افغان افسر په وروستي ځل د اګست په نهمه د سیډني د یوه هوټل په دهلیز کې لېدل شوی و. یاد افسر هغه مهال ویلي وو چې خپلو خپلوانو ته انتظار کوي.

پولیس وايي چې په کنبیرا کې یې افغان سفارت او د استرالیا د مهاجرینو او د پولو د ساتنو ډیپارتمنت يې په دې اړه په جریان کې اچولي.

تر دې مهاله په استرالیا کې د افغانستان سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې ډيری شمېر افغان افسران په اروپايي هېوادونو کې ددې لپاره پټ شوي څو په هغه هېواد کې پناه واخلي.

تېر کال هم د ملي اردو درې عسکر کاناډا کې له خپلو ملګرو پټ شوي وو، چې څه وخت وروسته د کاناډا سرحدي پوليسو له خوا نيول شوي وو.

تر هغې وړاندې د ویلز په سرمشریزه کې د هغه مهال دفاع وزير بسم الله خان محمدي د پلاوي يو غړی ډګروال عنايت الله بارک هم د افغانستان جنډه پر ځمکه غورځولې وه او له هغه ځايه تښتېدلی و.

یاده دې وي په بهرنیو هېوادونو کې د افسرانو او لوپوړو دولتي مسوولینو د پناه اخیستلو هڅې دا په ډاګه کوي چې سیاسي کړکیچ لاهم د اندېنښنې وړ دی.

زیات شمېر امنیتي چارواکي، مامورین او ديپلوماتان چې د دولت لخوا په رسمي سفرونو دغو هېوادونو ته لېږل شوي، بېرته افغانستان ته نه دي راستانه شوي.

دا په داسې حال چې د پاسپورت دفتر ویلي چې په وروستیو کې د پاسپورت د غوښتونکو شمېر د تېر په پرتله شپږ برابره زیات شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د