حج او اوقافو وزارت: سبا د حج مراسمو ادا کولو لپاره د خلکو لېږد پیلیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د حج، ارشاد او اوقافو وزارت وايي چې سبا سعودي عربستان ته د حج د مبارکې فریضې ادا کولو لپاره د خلکو لېږد پیلیږي.

ددغه وزارت وزیر فیض محمد عثماني نن د اریانا هوايي شرکت مشر سره په ګډې خبري ناسته کې وویل چې سږ کال ۲۴زره تنه له افغانستانه د حج مبارکې فریضې ادا کولو لپاره ځي.

هغه زیاته کړې چې دغه کسان د کابل، هرات، مزارشریف او کندهار هوايي ډګرونو څخه د اریانا هوايي شرکت په توسط ځي.

عثماني ویلي چې د حج ته تلونکو کسانو د انتقال پروسه به په ۲۳ ورځو کې پای ته ورسیږي او د نیول شوي پلان له مخې هره ورځ به تر ۱،۰۰۰ پورې کسان سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

د حج او اوقافو وزیر د مسافرو ته د پلان شوو اسانتیاو په اړه وویل چې دوی په پلان کې نیولې چې مسافرو ته به هر وخت ۳ وخته افغاني خوراک، زمزم اوبه ورکول کیږي همدا راز په سمه توګه به له یوه ځایه بل ته لېږدول کیږي، همدا راز نورې اسانتیاوې دوی حج کوونکو ته په نظر کې نیولي.

هغه زیاته کړې چې ټاکل شوې چې سږ کال به ۲۴زره کسان حج ته ولاړ شي چې له منځه به یې ۱۲زره کسان مستقیما له کابله مدینې منورې او ۱۲ زره نور د سعودي عربستان جدې ته ولېږدول شي چې د دوی لپاره په مکه او مدینه منوره کې د پاتې کېدو ځای، ترانسپورت او روغتیايي خدمتونه غم له مخکې خوړل شوی دی.

عثماني په وینا د حرم شریف سره نېږدې يې ۲۴ ودانۍ نیولي چې د حرم شریف سره د ۱۵ تر ۲۰ دقیقو پیدل مزل لري او موټر له دغو ودانیو حرم شریف ته ایله په لسو دقېقو کې رسیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د