نظــر

د جنرال رسنیز پَیرونه او عملي جګړه

محمود غازي

له تېري یوې میاشتي راهیسي رسنیو تاوده تاوده راپورونه وکول چي د ګیلمجم مؤسس او مشهور قاتل جنرا ل دوستم فاریاب ته دطالبانو پر ضد د جګړې لومړۍ کرښي ته تللی،رسینو به دجنرا ل دوستم په ږغ او یا حواله باندي ویل چي ډیر ژر به طالبان نه یوازي د فاریاب څخه بلکي له ټول شمال څخه وباسي دوستم یو ځل داسي لاپه لا هم وویشتله چي هلمند ته به ولاړشي او د طالبانو واک به په یو مخیزه توګه ختم کړي .
دوستم له عملیاتو څخه مخکي طالبانو ته خبر داری ورکړ چي وسله وغورځوي کنه د سخت چلند سره به یې مخ شي، طالبانو درسنیو په پروپاګنډ او د دوستم په پټکو او لاپو باندي هیڅ غوږ ونه ګراوه ، بې خاره یې د دین ، وطن، ناموس او عزت ساتني له مورچلونو څخه دفاع کولو ته ادامه ورکړه .
دوستم د پراخي رواني جګړې او رسنیزو انداختونو وروسته داردو،اربکیانو او ګیلم جمي ملېشو په بدرګه دقیصار او المار ولسوالیو څخه د طالبانو دایستلو په موخه وسله واله جګړه پیل کړه، دوستم دغه عملیات د الماس په نوم و نومول، لوستونکي پوهیږي چي دالماسو د ډیرو ځانګړتیاوو سربیره یوه خاصه داده چي ډیر کلک فلزات او اوسپني په ډیري اسانۍ سره ویلي کوي او پرې کوي .خو د دوستم بې کیفته الماس بې له دې چي دولسي خلګو مالونه چور کړي، کورونه یې وسوځوي،بندیان او شهیدان یې کړي دطالبانو په مقابل کي هیڅ کار ورنه کړ او برعکس دطالبانو د عزم په وړاندي خپله ویلي شول .
ددوستم په مشري د وسله والو ملېشو او طالبانو ترمنځ د قیصار په چچکتو،ارکلي،زیارتګاه،غوره او شاخ سیمو کي درې ورځي جګړه روانه وه ،په دغه جګړه کي طالبانو دملېشو دوه ټانګونه ویجاړ کړل ، ۱۹ تنه داردو او ګیلم جم وسله وال یې ووژل او پا م وړ وسله اومهمات یې غنمیت کړل،
ګیلم جم دعوه کړې چي په المار کي يې ډیري سمي له طالبانو نیولي خو دځایې خلګو په وینا چي ملېشې صرف د لویې لاري پر سر تګ راتګ کولای شي او دعملیاتو په نامه سړک ته نژدې کورنه یې چور کړي او سوځولي دي او ټولي هغه سیمي چي دطالبانو په ولکه کي وې اوس هم طالبان پرې واکمن دي .
له فاریاب څخه دولسي جرګې غړي نقیب الله فایق رسنیو ته ویلي چي دحکومت له لوري دالماس په نوم دعملیاتو له پیل سره طالبانو د قیصار او المار ولسوالیو کي ډیر کلي نیولي اودملي اردو اوجنرال دوستم عسکر یې پر شا کړي د ي،فایق زیاته کړه چي د قیصار په شاخ سیمه کي له درو کالو راهیسي طالبانو خورا پیاوړی مرکز جوړ کړ ی چي اوس یې هم په ولکه کي دی او له همدې ځایه د ملي اردو عسکر په نښه کوي .فایق په ډاګه کړه چي دولسمشر دلومړي مرستیال دوستم په مشري روان عملیات بې له دې چي خلګو ته زیان ورسوي هیڅ لا سته راوړنه نه لري .

څو ورځي وړاندي جنرال دوستم د رسنیو سره خبرو کي په انتهایې احمقانه انداز وویل چي تر سبا پوري به له ټول فاریاب څخه طالبان وباسي او تر غورماچ پوري به پراخه سیمه تصفیه کړي، اوس چي دادی د دوستم پر یوه ورځني ضرب الاجل څو نوري ورځي هم اوښتې دی نه یوازي داچي فاریاب یې نه د ی تصفیه کړی بلکي په قیصار او المار کي یې لا هم څه نه دي ترلاسه کړي .ګیلم جمي ملېشو په لومړۍ مرحله کي څو کلي ونیول خوطالبانو بیرته ډیر ژر له هماغو سیمو څخه په منډه وشړلې، لنډه داچي الماسي ټوپکوالو په ټول فاریاب کي څه چي دقیصار او المار په وړو برخو کي هم د طالبانو د عزم تاب رانه ووړ،او په پر له پسې ډول له شرمندګۍ او ځغاستو سره مخ شول .
که د جنرال دوستم رسنیزو پیرونو \ انداختونو او عملي جګړې ته ځیرنه وشي د حکومت پر انتهایې ناوسۍ او دجنرا ل پر جنون به ګومان په یقین بدل شي، جنرال داسي خیال پلونه وهل چي مجاهدین به تش په تبلیغاتي انداختونو وډاروي او نوموړی به بې له دې چي د جګړې ډګر ته ولاړ شي په جوزجان کي دخپل استراحت ځای څخه کابل ته فاتح ستون شي، خو واقعیت دادی چي جنرال دوستم د رسنیزو پیرونو، توپچي قواوو،زغره والو ګاډو،ټانګونواونورو محاربوي نقلیه وسایطو او دزرهاوو مختلف یونیفورم لرونکو ملېشو په ملا تړ حتی د قیصار او المار په مربوطاتو کي لا هم نه یوازي داچي خپل هدف ته ونه رسید بلکي دغوڅ شکست سره مخ شو .
جنرال دوستم چي جوزجان کي دخپل حرمسرای څخه په رسنیزو پیرونو کي څومره پهلوان ؤ، دعملي جګړې پر مهال دقیصار او المار په لوړو – ژورو کي ونه توانیده چي خپله بزدلي او ناکامي پټه کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ارمان احمدزاي

زمونږ نوي نسل ازادي نپيژني هغوي داګمان کوي چي ازادي ديته واي چي ددطالبانو رژيم ړنګ شو ګيره خريلو فحشاه ګډا لوچکي هر رنګ بي ديني ديته ازادي واي دخداي بندګانو ازادي هغه کليمه نده چي سړي پکي صرف دخپلي ګيري خريلو واک ولري ازادي ويل کيږي هرهغه خپلواکي ته چي ته داليف نه تر يا پوري دخپل وطن په هر خدمت کي خود اختياره وي په خپلو کارونو او امرونو کي دبل تر اثر لاندي نوي داکومه ازادي چي تاسي ته غلامانو در فهم کړي ده چي ازادي ديته واي چي له شريعت نه ووتي بس ازاد يي نا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x