نظــر

د وږمي پر مخ د الله او د محمد د نومونو له قصي نه پرده پورته سوه!

د وږمې پر مخ د الله او محمد نوميوه سپين سري ښځه وه چي ډير عبادت يي کاوى، هميشه بي نفلونه او وظيفي کولي، په رښتيا هم چي ډيره عبادت کونکي وه، يو ورځ يي وماته ډير پټ وويل، چي دا څه قصه ده، چي زه يوه ورځ د خپل عبادت پر ځاى ناسته وم، دروازه هم بنده وه، چي يو ډير ښايسته سپينژيرى سړى په داسي او داسي کيفيت کي ماته راغلى. مطلب يي دا وو چي زه دوني الله ته نيږدي او بزرګه يم، په هر حال د ا خو د ښځو د عقل سره سم هغي د ځان د بزرګي د ښکاره کلولو لپاره دغه تر ټولو ښه لار بلله.

ما ورته وويل چي ادي! ته خو د الله لپاره عبادت کوي، دا شيطاني خبري دي پام کوه چي شيطان ايمان درځخه يونه سي، له دې ورځي وروسته هغې يي کله هم د بزرګي دعوه نه ده کړي.

الله پاک موږ ته داسي يو غوره دين راکړى دى چي هيڅکله به هم يو مسلمان د شيطان د دوکي ښکار نه سي تر څو چي د دين پابند وي. که يو سړى پر اوبو باندي را روان سي، او يا په هوا راوالوزي خو د شريعت مخالف وي، نو په شريعت کي دا ولي نه بلکي ګومراه بلل کيږي

د غلام رسول اکا د لور وږمي پر مخ چي د الله او محمد نومونه ليکل سوي دي، موږ بايد وشريعت ته متوجه سو، چي په شريعت کي دا خبره تر کومه ځايه حقيقت لري.

که وږمه ودوني لوړي مرتبي ته رسيدلي وي چي الله ولايت ورته ورکړى وي، نو دا به د دي يو کرامت وبولو، خو دا هم له عقله ډيره لري او د شريعت خلاف خبره ده، ځکه کرامت خو د يو ولي پر لاس الله پاک ښکاره کوي، نو که دا ولي وي، نو ولي دوني له شريعت لري وي چي هيڅ د پردي خيال هم نه ساتي، د دې او د مور د مخ سيلوني ټول خلک کوي.

رابعه بلخي او رابعه بصري د الله پاک دوني لويي لويي ولياني وي چي تر اوسه هم خلک د هغوى د زرينو اقوالو څخه پايده اخلي، او د کراماتو خبريي کوي، خو بيا هم د دوى پر مخ کله هم داسي نښي نښاني نه سوي را ښکاره، او که سترګي پټي کړو او حقيقت يي هم وبولو، نو بيا کرامت څه دونه د تشهير خبره ده چي پر فيسبوک په هره پاڼه کي د دي د مخ انځورونه نشر سي، الله مو دي وساتي.

په شريعت کي حکم دا دى چي ښځه به ضورور پرده کوي، نو وږمه که څه هم د ليکوالو لخوا د انجلۍ په نامه ياديږي، خو د دوى په خبره د دولسو کلو ده، او د دولسو کلو انجلۍ ټول ښه پيږي چي پرده به ورباندي لازمه وي او که نه؟

او که کرامت سي نو خو ښکاره خبره ده چي د شريعت خلاف کرامت دى، او د شريعت خلاف وکرامت ته کرامت نه بلکي ګومراهي وايي.

په افغاني دود کي که يو څوک د چا دلور داسي انځورونه پر فيسبوک خپاره کړي، نو هغه به يقينا په بدي لاس پوري کړي، خو غلام رسول خان اکا په خپله کوښښ کوي چي خلک زيات ورباندي خبر سي.

ايا زموږ دين د دې انجلۍ پر مخ د الله د نامه په ليکلو سره ثابيتيږي؟

ايا د الله قدرت دوني پټ او خفي دى چي د وږمي پر مخ د نومونو په واسطه يي ثابته وو؟

په دي قيصه کي څو عجبي خبري چي د قصي حقيقت ښکاره کوي:

له دوئ دي يو څو پوښتني په لاندي ډول وسي:

١- دا قصه په روژه کي ولي رامينځ ته سوه؟

٢- بيا د روژي پر اوويشتم تاريخ چي خلک يي شب قدر شپه هم بولي ولي رامينځته سوه؟

٣- د تلاوت په وخت کي ولي رامينځته سوه؟

٤- له دې قصي سره جوخت دا ولي ويل کيږي چي وږمه له قران سره ډيره مينه لري؟

٥- په امت کي تر وږمي ډيري غوره ښځي لکه عايشه رضي الله عنها چي الله رب العزت خپل سلام د حضرت جبريل په واسطه ورته راليږى، د هغوى سره ولي نه سوي پيښي؟

٦- سپين ږيرى سړى ولي ورته راغلى؟

٧- د دې پر سر يي خپل څادر ولي راکش کړى؟

٨- پر مخ يي ولي را ښکاره سوي پر لاسو او يا د بدن پر نورو غړو يي ولي نه راښکاره کيدلي؟

٩- په مخ کي خو تر ټولو د عزت ځاى تندى دى هلته ولي نه سوي راښکاره؟

١٠- باړخوګان خو ډير روسوا ځايونه دي چي د فاسقانو د شوق يوه زبردسته اله ګرزي، ددې انتخاب ولي وسو؟

١١- او دا ليکنه خو په عربي رسم الخط سره ده، په عربي کي خو د ښي لاسه ليکل کيږي، دا سرچپه ولي ليکل سوي دي؟

که د دې ټولو جواب په دې سره وي چي دا اتفاقيات دي، او ضرور به يي جواب هم دا وي، نو هم حقيقت واضح سو، چي د دې تر شا يوه لويه او روسوا دسيسه سته.

تر ټولو خولا دا ناديره ښکاري چي دوى وايي چي وږمي قرآن شريف وايو او له قران سره ډيره مينه لري، الله اکبر! هغه خلک چي په حرم کي اوسيږي او په هره ورځ کي يو ختم کوي، خو نه يي پر مخ د الله او نه د محمد نوم راښکاره سو او نه بله څه ناديره ورته پيښه سوه، او نه هم څوک ورباندي خبر سو چي د قران سره څونه مينه لري، دعايشي رضي الله عنها ته چي الله پاک په خپله د جبريل په واسطه سلام ورته را ليږلى وو هيڅ يوه عجيبه هم نه سوه پيښه او نه هم فاطمي او آسيي او حاجري رضي الله عنهم او نه هم بلي دا سي ښځي ته چي په تاريخ کي د ستورو په شان ځليږي کله هم داسي نابلدي ورته پيښي سوي، خو ووږمي ته خداى خبر چي ولي پيښيږي؟

حقيقت څه دى؟

که پر يو کاغذ او يا بل شي څه وليکل سي نو که هغه پر بل کاغذ او يا د چا پر مخ يا پر بل شي کښيږدي نو هغه داسي سر چپه راځي لکه د وږمي خور پر مخ چي يي تاسو په خپله مشاهده کلولى سئ.

غلام رسول خان اکا!

له الله څخه وويريږه، الله ته متوجه سه، د شريعت تابع واوسه، که نور نه وي د خپلي نازکي لور د عزت خيال دي وساته، او له افغاني غيرت نه کار واخله ، د علماوو سره په رابطه کي سه چي د شريعت سره سم دي رهنمايي وکړي.

دا په دين او د الله او د محمد په پاکو نومونو باند مسخري کول دي د هغوى سپاکاوى دى، په دې بانه خلک ډير غلطي ګټي پورته کوي.

او د فيسبوک مينوال دي هم نور دا خبره پريږدي نه دي تشهيره وي.

مفتي احسان الله احسان

بسم الله الرحمن الرحيم

 

د وږمي پر مخ د الله او د محمد د نومونو له قصي نه پرده پورته سوه!

 

يوه سپين سري ښځه وه چي ډير عبادت يي کاوى، هميشه بي نفلونه او وظيفي کولي، په رښتيا هم چي ډيره عبادت کونکي وه، يو ورځ يي وماته ډير پټ وويل، چي دا څه قصه ده، چي زه يوه ورځ د خپل عبادت پر ځاى ناسته وم، دروازه هم بنده وه، چي يو ډير ښايسته سپينژيرى سړى په داسي او داسي کيفيت کي ماته راغلى. مطلب يي دا وو چي زه دوني الله ته نيږدي او بزرګه يم، په هر حال د ا خو د ښځو د عقل سره سم هغي د ځان د بزرګي د ښکاره کلولو لپاره دغه تر ټولو ښه لار بلله.

 

ما ورته وويل چي ادي! ته خو د الله لپاره عبادت کوي، دا شيطاني خبري دي پام کوه چي شيطان ايمان درځخه يونه سي، له دې ورځي وروسته هغې يي کله هم د بزرګي دعوه نه ده کړي.

 

الله پاک موږ ته داسي يو غوره دين راکړى دى چي هيڅکله به هم يو مسلمان د شيطان د دوکي ښکار نه سي تر څو چي د دين پابند وي. که يو سړى پر اوبو باندي را روان سي، او يا په هوا راوالوزي خو د شريعت مخالف وي، نو په شريعت کي دا ولي نه بلکي ګومراه بلل کيږي

 

د غلام رسول اکا د لور وږمي پر مخ چي د الله او محمد نومونه ليکل سوي دي، موږ بايد وشريعت ته متوجه سو، چي په شريعت کي دا خبره تر کومه ځايه حقيقت لري.

 

که وږمه ودوني لوړي مرتبي ته رسيدلي وي چي الله ولايت ورته ورکړى وي، نو دا به د دي يو کرامت وبولو، خو دا هم له عقله ډيره لري او د شريعت خلاف خبره ده، ځکه کرامت خو د يو ولي پر لاس الله پاک ښکاره کوي، نو که دا ولي وي، نو ولي دوني له شريعت لري وي چي هيڅ د پردي خيال هم نه ساتي، د دې او د مور د مخ سيلوني ټول خلک کوي.

 

رابعه بلخي او رابعه بصري د الله پاک دوني لويي لويي ولياني وي چي تر اوسه هم خلک د هغوى د زرينو اقوالو څخه پايده اخلي، او د کراماتو خبريي کوي، خو بيا هم د دوى پر مخ کله هم داسي نښي نښاني نه سوي را ښکاره، او که سترګي پټي کړو او حقيقت يي هم وبولو، نو بيا کرامت څه دونه د تشهير خبره ده چي پر فيسبوک په هره پاڼه کي د دي د مخ انځورونه نشر سي، الله مو دي وساتي.

 

په شريعت کي حکم دا دى چي ښځه به ضورور پرده کوي، نو وږمه که څه هم د ليکوالو لخوا د انجلۍ په نامه ياديږي، خو د دوى په خبره د دولسو کلو ده، او د دولسو کلو انجلۍ ټول ښه پيږي چي پرده به ورباندي لازمه وي او که نه؟

 

او که کرامت سي نو خو ښکاره خبره ده چي د شريعت خلاف کرامت دى، او د شريعت خلاف وکرامت ته کرامت نه بلکي ګومراهي وايي.

 

په افغاني دود کي که يو څوک د چا دلور داسي انځورونه پر فيسبوک خپاره کړي، نو هغه به يقينا په بدي لاس پوري کړي، خو غلام رسول خان اکا په خپله کوښښ کوي چي خلک زيات ورباندي خبر سي.

 

ايا زموږ دين د دې انجلۍ پر مخ د الله د نامه په ليکلو سره ثابيتيږي؟

 

ايا د الله قدرت دوني پټ او خفي دى چي د وږمي پر مخ د نومونو په واسطه يي ثابته وو؟

 

په دي قيصه کي څو عجبي خبري چي د قصي حقيقت ښکاره کوي:

 

له دوئ دي يو څو پوښتني په لاندي ډول وسي:

 

١- دا قصه په روژه کي ولي رامينځ ته سوه؟

 

٢- بيا د روژي پر اوويشتم تاريخ چي خلک يي شب قدر شپه هم بولي ولي رامينځته سوه؟

 

٣- د تلاوت په وخت کي ولي رامينځته سوه؟

 

٤- له دې قصي سره جوخت دا ولي ويل کيږي چي وږمه له قران سره ډيره مينه لري؟

 

٥- په امت کي تر وږمي ډيري غوره ښځي لکه عايشه رضي الله عنها چي الله رب العزت خپل سلام د حضرت جبريل په واسطه ورته راليږى، د هغوى سره ولي نه سوي پيښي؟

 

٦- سپين ږيرى سړى ولي ورته راغلى؟

 

٧- د دې پر سر يي خپل څادر ولي راکش کړى؟

 

٨- پر مخ يي ولي را ښکاره سوي پر لاسو او يا د بدن پر نورو غړو يي ولي نه راښکاره کيدلي؟

 

٩- په مخ کي خو تر ټولو د عزت ځاى تندى دى هلته ولي نه سوي راښکاره؟

 

١٠- باړخوګان خو ډير روسوا ځايونه دي چي د فاسقانو د شوق يوه زبردسته اله ګرزي، ددې انتخاب ولي وسو؟

 

١١- او دا ليکنه خو په عربي رسم الخط سره ده، په عربي کي خو د ښي لاسه ليکل کيږي، دا سرچپه ولي ليکل سوي دي؟

 

که د دې ټولو جواب په دې سره وي چي دا اتفاقيات دي، او ضرور به يي جواب هم دا وي، نو هم حقيقت واضح سو، چي د دې تر شا يوه لويه او روسوا دسيسه سته.

 

تر ټولو خولا دا ناديره ښکاري چي دوى وايي چي وږمي قرآن شريف وايو او له قران سره ډيره مينه لري، الله اکبر! هغه خلک چي په حرم کي اوسيږي او په هره ورځ کي يو ختم کوي، خو نه يي پر مخ د الله او نه د محمد نوم راښکاره سو او نه بله څه ناديره ورته پيښه سوه، او نه هم څوک ورباندي خبر سو چي د قران سره څونه مينه لري، دعايشي رضي الله عنها ته چي الله پاک په خپله د جبريل په واسطه سلام ورته را ليږلى وو هيڅ يوه عجيبه هم نه سوه پيښه او نه هم فاطمي او آسيي او حاجري رضي الله عنهم او نه هم بلي دا سي ښځي ته چي په تاريخ کي د ستورو په شان ځليږي کله هم داسي نابلدي ورته پيښي سوي، خو ووږمي ته خداى خبر چي ولي پيښيږي؟

 

 

حقيقت څه دى؟

 

که پر يو کاغذ او يا بل شي څه وليکل سي نو که هغه پر بل کاغذ او يا د چا پر مخ يا پر بل شي کښيږدي نو هغه داسي سر چپه راځي لکه د وږمي خور پر مخ چي يي تاسو په خپله مشاهده کلولى سئ.

 

غلام رسول خان اکا!

 

له الله څخه وويريږه، الله ته متوجه سه، د شريعت تابع واوسه، که نور نه وي د خپلي نازکي لور د عزت خيال دي وساته، او له افغاني غيرت نه کار واخله ، د علماوو سره په رابطه کي سه چي د شريعت سره سم دي رهنمايي وکړي.

 

دا په دين او د الله او د محمد په پاکو نومونو باند مسخري کول دي د هغوى سپاکاوى دى، په دې بانه خلک ډير غلطي ګټي پورته کوي.

 

او د فيسبوک مينوال دي هم نور دا خبره پريږدي نه دي تشهيره وي.

مفتي احسان الله احسان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x