fbpx
د مسلم حرير په لاس د ليکل شوي قرآن کريم يو انځور

مسلم حرير : د قرآن کريم لیکلو سره مې ډېره مینه وه او دا مي ارمان و (مرکه)

محمد مسلم حریر

محمد مسلم حریر

په نړۍ کې بې شمیره مسلمانان د قرآن کریم د تلاوت په عبادت اخته دي، د هغه چا لپاره د ویاړ او شرف ځای دی چې دغه مصحف یې په خپل لاس او قلم لیکلی وي. د دغو ویاړمنو له ډلې څخه یو هم افغان خطاط (محمد مسلم حریر) دی، چې په خپل لاس یې په ښکلي خط د ټول قرآن کریم د لیکلو افتخار ترلاسه کړی. دا مخطوط قرآن کريم د سعودي په رياض ښار کې د ( مجلة البحوث الفقهية المعاصره ) تحقيقي او علمي مجلې ادارې له خوا په ۲۰۰۰ ټوکه کې چاپ او خپور شوی.

د نن ټکی اسيا خبريال له نوموړي سره مرکه کړې، چې تاسو یې لوستلو ته رابولو.

دا چې مسلم حرير صاحب له چا او چيرته خطاطي زده کړې او د قرآن کريم ليکلو ته يې څنګه مټي رابډ وهلې، دا او ډير نور څه په مرکه کې لوستلی شئ.

۱- نن ټکی اسیا : ښاغلی حریر صاحب، که د نن ټکی اسیا لوستونکو ته ځان په لنډه توګه ور وپېژنئ، د کوم ځای یئ، چېرې مو زده کړې کړي دي؟

حریر: نوم مې محمد مسلم حریر د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د صاحبزاده ګانو د کلي، په ۱۳۷۸ کال کې د امام اعظم رحمة الله علیه له مدرسې څخه فارغ شوی یم.

۲ –نن ټکی اسیا : څنګه مو د خطاطۍ هنر ته مخه شوه؟

حریر: دا چې د هر علم یا هنر استعداد په انسان کې په فطري ډول شتون لري نو له وړکوالي څخه مې د خطاطۍ له هنر سره ډېره مینه وه دا چې ولې؟ البته دا استعداد به په ما کې په فطري ډول موجود ؤ .

۳- نن ټکی اسیا : له چا څخه مو خطاطي زده کړې؟

حریر: په پیل کې مې له استاد احمدرشاد انجاز او استاد محمد امان پوپلزي څخه ابتدایي زده کړه وکړه ورسته مې د خطاطۍ له فارسي او عربي کتابونو ډېر څه زده کړل.

۴- نن ټکی اسیا: د قرآن کریم لیکنې ته مو څنګه پام شو؟

د ښاغلي حریر په لاس مخطوط مصحف

د ښاغلي حریر په لاس مخطوط مصحف

حریر: د قرآن لیکلو سره زما ډېره مینه وه او هر کله به چې ما د پاکستاني خطاطانو مخطوط قرآن تلاوت کاوه نو د هغوی خط زما تنده نه ماتوله نو ډېری وخت به مې د عثمان طه لیکلی قرآن تلاوت کاوه او ډېر خوند به مې ترې اخسته او دا مې ارمان ؤ چې زه هم د عثمان طه په طرز قرآن ولیکم. په کال ۲۰۰۷ کې د مجلة البحوث الفقیه المعاصرة د امتیاز خاوند عبدالرحمن النفیسة لخوا ماته د قرآن لیکلو وړاندیز وشو په سر کې هغوی له ما څخه د نمونې په شکل دوه صفحې وغوښتې او کله چې یې زما خط خوښ شو نو بیا یې راته د لیکلو وویل هماغه ؤ چې قرآن لیکل مې پیل کړل.

۵- نن ټکی اسیا: د خطونو کومو ډولونو باندې لیکل کولی شئ؟

حریر: د خطونو له ټولو ډولونو سره بلد یم په نستعلیق، نسخ، ثلث، رقعه ، کوفي او شکسته خطونو لیکل کولای شم.

۶- نن ټکی اسیا: د قرآن کریم په لیکنې کې درسره چا مرسته کړې؟

حریر: د قرآن کریم په لیکنې کې هیچا هم راسره مرسته نده کړې، داچې قرآن لیکل ډېر وخت ته اړتیا لري او سړی باید له نورو کارونو ځان یو څه یوې خواته ګوښه کړي نو له خپلې کورنۍ ډېر منندوی یم او له رب څخه دوی ته د پوره پوره اجر غوښتونکی یم چې په دې موده کې یې زما ډېر خدمت او پالنه کړې.

۷- نن ټکی اسیا: یوه صفحه مو په څومره وخت کې لیکلې او ټول قرآن کریم مو په څومره موده کې لیکلی؟

د ښاغلي حریر په لاس مخطوط مصحف

د ښاغلي حریر په لاس مخطوط مصحف

حریر: قرآن کریم د الله تعالی کتاب دی نو په لیکنې کې له ډېر دقت څخه باید کار واخستل شي نو ما به په ورځ کې دوه یا درې صفحې لیکلې چې ټول قرآن د لس میاشتو په موده کې ولیکل شو.

۸- نن ټکی اسيا په دې لړ کې له کوم ستونزو سره مخ شوئ؟

حریر: دا چې لیکل د ناستې کار دی او کله چې سړی ډېر کښینې نو خامخا ستړیا احساسوي خو الحمد لله د قرآن د لیکلو په موده کې ما هېڅ ډول ستړیا نده احساس کړې ۲۴ ساعته به په اودس کې وم له یوې خوا به مې قرآن په صوتي ډول اورېده او له بلې خوا به مې لیکه په دې ډول مې لس میاشتې له قرآن سره تېرې شوی او هېڅ پرې پوه نشوم.

۹- نن ټکی اسيا : د کمپیوټر او خطاطۍ د معاصرو آلو په زمانه کې د خطاطۍ د هنر اهمیت ته په کومه سترګه ګورئ؟

حریر: ډېر مهم سوال ته مو اشاره کړې

خط یو داسې هنر دی چې د ټولنې اخلاقي فضیلتونه ډېروي.

دا چې د کمپیوټر او ټکنالوژۍ په عصر کې یو او په خطونو کې د کمپیوټر په وسیله ډېر تغیرات راغلي او ګورو چې خط ورځ په ورځ وروسته پاتې کېږي او ډېری کتابونه په کمپیوټر خطونو چاپيږي حال دا چې پخوا به کتابونه خطاطي کېدل او دا کار د خطاطۍ د ارزښت لامل ؤ نو باید پرېنښودل شي چې ټکنالوژي زمونږ په اصلي او سنتي هنر باندې برتري پیدا کړي ځکه د خطاطۍ هنر ډېر اوږد تاریخ لري او په دې اوږده موده کې هنرمندانو ډېر زحمتونه ګاللي او له مسئولو چارواکو نه هیله ده چې د دغه هنر د ساتنې په اړه د پام وړ ګامونه اوچت کړي.

د ښاغلي حریر په لاس مخطوط مصحف

اګر که له یوې خوا له ټکنالوژۍ څخه په مادي او زماني لحاظ استفاده ډېره کېږي اما مونږ باید په ټولنه کې د معنويت او اخلاقو د ترویجولو په فکر و اوسو چې دا یواځې او یواځې د سنتي هنرونو له لارې کېدلای شي.

یو شی چې د خطاطانو توجه ورته اړینه بولم هغه دا چې د مخاطب سلیقې ته باید پام وشي چې څه غواړي او څه ته اړتیا لري نو په هماغه ډول دې بیا حرکت وشي.

نن ټکی اسيا : حرير صاحب له تاسي ډيره مننه کوو چې وخت مو راکړ.

حرير : له تاسي نه هم مننه الله مو په کارونو کې بريالي لره.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د