د هیواد د خپلواکۍ د ۹۶ کلیزې په مناسبت څو ټکي!

نن د اسد ۲۸ مه زمونږ د ویاړلي ولس د تاریخي ویاړنو له جملې څخه د یوه تل پاتي ویاړ ورځ ده.
دغه ورځ هم د هغومره قربانیو او سرښندنو په برکت د افغان ولس په برخه شوې لکه څومره قربانۍ چې یې له شوروي اشغال څخه د خپل هیواد د آزدۍ په لاره کې ورکړي، او دغه ورځ هم د هغومره قربانیو او فداکاریو په نتیجه کې د افغان مسلمان ولس په برخه شوې لکه څومره قربانۍ چې یې همدا اوس له امریکايي اشغال څخه دخپل هیواد دخپلواکۍ په لاره کې ورکړي او ورکوي یې.
افغان میړنی ولس په فطري لحاظ پر خپلواکي مین ولس دی ، په خپل غیرتي ژوند کې د هرډول ستونزو او ناخوالو منلوته تیار دی خو د پردیو غلامي د یوې لحظي لپاره هم نه شي منلای.
هو ! مرګ مني ، ژوبلیدل مني او هرمشکل مني خو محکومیت یې د ضمیر د تقاضا خلاف عمل دی.
د انګلیسي ښکیلاک په وړاندې د افغان غیرتي ولس حماسه جوړوونکی مقاومت ، د شوروي اشغال په وړاندې معجزه آسا مقاومت او اوس د امریکايي اشغال په وړاندي تاریخي مقاومت د افغان مسلمان ولس د حُریت او خپلواکي ښکاره تعبیر دی.
نن هم افغان مؤمن ولس له متعددو خارجي یرغلګرو سره د هیواد له حریم څخه د دفاع په تاریخي معرکه بوخت دی.
که نن زمونږ یوشمیر ځان تیر ایستونکي اشخاص د محکومیت په حال کې ځان خپلواک ګڼي دا ښايي د هغوی د نا سالم ضمیر فیصله وي، ځکه نن مو د پخواني انګریزي ښکیلاک په څیر متعدد ښکیلاک ګر ځواکونه هیواد پرځمکه او فضا مسلط دي.
نن که د غه محکوم ضمیره اشخاص د هیواد په محکومه فضا کې د خپلواکي ادعاء کوي هغوی به داسې مثال لري لکه ببرک کارمل چې د شوروي ټانګونو او الوتکو تر سیوري لاندې له انګريزي ښکیلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ سندرې غږولې، په دومره توپیر چې هغه مهال مو د هیواد حاکمیت یواځې د شوروي تیري کوونکو ځواکونو لخوا تر پښو لاندې و او نن د امریکا په مشرۍ د ۴۸ هیوادونو ایتلافي یرغلګرو لخوا.
هر هغه څوک چې نن په افغانستان باندې د انګریزانو یرغل محکوموي او له هغوی څخه د خپلواکۍ په اخستلو ویاړي هغه باید په خپل هیواد دا مریکا په مشرۍ د ۴۸ هیوادونو ظالمانه تیری هم محکوم کړي.
که څوک په واقعي معنی د خپلواکي مفهوم ته ژمن وي هغه باید وجدانا د امریکايي اشغال په وړاندي هم خپل مخالفت څرګند او د خپل هیواد د واقعي خپلواکي لپاره ملا وتړي .
خپلواکي یواځي شعار او نوم نه بلکې یو واقعیت دی چې د سر په قیمت اخیستل کیږي.
هرڅوک چې نن د حریت او خپلواکي ادعاء لري هغه باید په خپل هیواد باندې د انګریزانو د اشغال ترڅنګ امریکايي اشغال هم محکوم او له هغه څخه د دژغورنې لپاره ځان تیار کړي.
ټولو هیواد والو ته دي له امریکايي اشغال څخه د خپلواکۍ په هیله د خپلواکۍ ۹۶ کلیزه بختوره وي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مولوي حکمت الله حاکمي
میلمه
مولوي حکمت الله حاکمي

★*******★*****-ثالث عمره-******★********★ ★****★★****-رحمه الله وتعالی-****★★****★ خېر که ته لاړي په تاريخ کي خودي نوم پاتي شو په ډيرو خولو کي په دعا دي نوم مرحوم پاتي شو وو مسلمه امت په تا باندي آمين ويلۍ هر نيک کردار دي ونړئ لره معلوم پاتي شو خېرکه وفات شوي خوالله ديکړې تاعرق په رحمت خو ستر لښکر دي د کفارو ضد آتوم پاتي شو سر غړونه دي د أمره څخه چا ونکړه هر مجاهد دي تر أمرو لاندی محکوم پاتي شو دا د تقدېر کار وو پناه يې کړي ثالث عمره خو اطاعت دي ګرانه زمونږ سره ملزوم پاتي شو مرحوم ملا… نور لوستل »

مولوي حکمت الله حاکمي
میلمه
مولوي حکمت الله حاکمي

الله دي تاسي هميشه راته ژوندې لرې

حامد
میلمه
حامد

دااوسني تش فه نامه بي ضميره مشران دامريكايانو مزدوران د انسانيت دشمنان وحشي حيوانان دملت تاريخي قاتلان جه ديهودو فه مستقيمي مرستي سره كابل كي داولس دغولولو لباره دقدرت فه كدي ناست دي دوي ازادي سه فيزني