نظــر

د وطن مینه باید په کړنو وي، نه په تشو څرګندونو

لیکوال: مصطفی حسني

ژباړن: استادعبدالمالک همت

د وطن یا هیواد سره مینه له هغو فطری غریزو څخه ده چي د انسان په خټه کي اخښلې ده. نو دا کومه نادره خبره نه ده چي انسان د خپل وطن سره کوم چی پکښی پیدا سوی او پالل سوی او په لوړو ژورو او غرو رغو کي يې لوبېدلی او ځوان سوی وي مینه ولري. لکه چي دا هم هیڅ نادره نه ده چی کله انسان له خپله وطنه لیری سي په هغه پسی دېغ سي او اوښکي پسی تویوي. چي دا د وطن سره د ډېري ژوري اړیکي دلیل باله سی.

نو کله چي انسان له هغه چاپېریال څخه چي پکښي زېږېدلی او لوی سوی دی او د هغه له ډول ډول ښېګڼو او نعمتونو څخه يې ګټه اخیستې، اغېزمن کيږی، نو دغه چاپېریال پر ده باندي ډېر حقوق او وجایب لري کوم چی دی يې باید د وطن سره د مینی او وفا پر بنسټ وپالي. البته دا حقوق د ده د خپلو وطنوالو سره په ښه او غوره چلند سره ادا کیږي او دا حقوق عبارت دي: د ورور ګلوۍ له حقوقو ، د ګاونډيتوب له حقوقو، د خپلوۍ او دوستۍ له حقوقو او داسي نورو حقوقو څخه چي انسان يې باید په هر ځای او په هر مهال کي مراعات کړي او په ښه توګه يې ادا کړي.

څنګه چي د لوی څښتن جل جلاله حکمت دا غوښتي دي چي انسان په دې مځکه کي خلیفه سي، څو هغه په پوهه او بصیرت ودانه کړي او له ټولو هغو ښو او پاکیزه نعمتونو او ښکلاوو څخه چي په دې مځکه کي دي ګټه واخلي؛ په تېره چي دا مځکه يې د ټولو هغو ښېګڼو او نعمتونو سره چي په دې مځکه کي دي د ده په واک کي ورکړې او ورته مسخره کړې يې ده، نو د وطن سره د انسان مینه او د هغې د ننګي او ساتني سره يې حرص او علاقه او په هغې کي د شتمنیو او نعمتونو او ښېګڼو څخه ګټه اخیستل دا ټول د هغه استخلاف د معنا تحقق دی چي لوی څښتن سبحانه وتعالی يې په اړه فرمایلي دي:

{…هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْ‌ضِ وَاسْتَعْمَرَ‌كُمْ فِيهَا…} [هود: ۱۲ :61]

ژباړه: هغه(الله) هغه ذات دی چي تاسي يې له مځکي څخه(ستاسي د پلار آدم په پیدا کولو سره) پیدا کړي یاست او تاسي يې د هغې ودانوونکي ګرځولي یاست.

د وطن مینه مشروع، دیني او اخلاقي واجب او مسؤولیت باله سي:

بې شکه چي د هیواد یا وطن مینه او حب یوه مشروع، دیني او اخلاقي دنده ده، دا مینه باید په واقعیت بدله سی او په داسی افعالو او کړنو سره جوته سي چي پر دغه مینه باندي ټينګار او دلالت کوي. د وطن مینه داسی یو شعور دی چي نه باید په سینو کي بند او په زړونو کي پټ پاته سی، بلکي باید په عملي کړنو او ویناوو او څرګندونو کي وځلیږي. نو وطن له موږ ټولو څخه دا غوښتنه کوي چي موږ ته دا وطن او د هغه مصلحت او بقا او ساتنه او پرمختګ غوره موخه او هدف وي. دا مینه او علاقه یوازي په هیلو او د ځاني او شخصي ګټو په پام کي نیولو سره نه جوتیږي. دا د وطن سره مینه نه ده چي د وطن او وطنوالو سره په خوله دوستان او په عمل کي دښمنان واوسو او شتمنۍ يې چور او چپاو کړو او نه دا د هیواد سره مینه ده چي د خپلو هیوادوالو په منځ کي د نفاق او بېلوالي زڼي وکرو او د سیمی، ژبي او مذهب په نومونو د کرکي، نفرت، کینې، بغض او حسد فضا پکښي ایجاد کړو. او نه دا د هیواد سره مینه ده چي د خپلو ځاني ګټو او مصلحتونو په موخه په زور او ځواک پر وطن واکمن سو او شخصي ګټه ځنی واخلو. او نه دا د هیواد سره مینه ده چي د بهرنیو غلیمانو په زور پر واکمن سو. او نه دا د هیواد سره مینه ده چي د هیواد د بېلتون او د هغه د یووالي د شیرازې د شلولو او تجزيې ګواښونه وکړو او دغسي ناسم فکرونه په سرونو کي وروزو. دا هر څه ملي او وطني خیانت باله سي، نه د هیواد سره مینه او محبت. د وطن سره مینه او د هغه سره خیانت یو له بله څرګند توپیر لري . ان که له وطن سره د میني په اړه هیلي او نیتونه ښه او نېک وي، نو دې هیلو ته د رسېدو لپاره دا سمه نه ده چي له رذیلو او نامناسبو وسایلو څخه کار واخیستل سي.

لومړی يې بايد له ځانه پیل کړه:

دمخه تر دې چي د خپل هیواد د میني او پالني بيرغ پورته کړې او په اړه يې خبري وکړې، دا فکر وکړه چي تا خپل هیواد ته څه کړي دي ؟ آیا تا له دې ناخوالو څخه د هغه د ژغورني او له دې کړاوونو څخه د هغه د خلکو د را ایستلو ، د هغه د خپلواکۍ او استقلال د بېرته ګټلو او په علم او پوهه باندي د هغه د بچیانو د سمبالولو او د هغه د سرلوړۍ او پرمختګ لپاره څه کړي دي؟ آیا تا د خپلو بېوزلو خلکو د لاس نیوي په کار کي څه ونډه اخیستې ده؟ آیا په حقایقو باندي د خپلو خلکو د پوهولو لپاره دي څه کار کړی دی؟ آیا پخپله دي د هیواد ګټو او مصالحو ته درناوی کړی دی؟ او په خپل ځان کي دي د یوه متمدن انسان په توګه سمون او اصلاح راوستلې ده؟

بايد هر سړی لومړی په خپل ځان کي اصلاح راولي او که هرڅوک داسي وکړي په چارو کي به ډېر بدلونونه راسي او په ټولو کي به د وطن له کار او خدمت سره خوځښت او مینه پیدا سی او بالاخره به هیواد له دې ناوړه حالت څخه راووزي. دا ټول کارونه چي یاد سول دا په موږ پوری اړه لري، ځکه موږ د دې هیواد څښتنان یو ، خو له بده مرغه چي اوس موږ د دې هیواد هیڅ واک اختیار نه لرو!!

د وطن په وړاندي زموږ دنده:

زموږ د ګران هیواد په وړاندي زموږ دنده تر ټولو دمخه داده چي موږ په ټول ځواک او وس سره علم او پوهه ترلاسه کړو او ځانونه د علم و عرفان په ګېڼه سمبال کړو ، څو وکولای سو د هیواد او هیواد والو د ژوندانه په بېلابېلو برخو کي د وړ او ښه خدمت جوګه سو او خپلو راتلونکو نسلونو ته د ښو کارونو او چوپړونو بېلګې وګرځو. زموږ د ټولني د ټولو وګړو دنده ده چی د هیواد په ګوټ ګوټ کی یو بل ته د مرستي او ورورۍ لاسونه سره ورکړي، چي کړني، ویناوی او صفونه يې سره یو سي او د یوې ټینګي ماڼۍ غوندي وګرځي او وکولای سي چي خپلو ځانونو او خپل ښکلي هیواد ته عزت او مناعت بېرته اعاده کړي او له ځانونو او هیواده د تېریو، خطرونو او ناورینونو او کړکېچونو مخه ونولای سي. پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x