pen-writing1

نوم او شهرت د اسلام له نظره

لیکوال: مفتی محمود اشرف عثمانی

ژباړن: استاد عبدالمالک همت

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ بِحَسْبِ امْرِئٍ مِنْ الشَّرِّ أَنْ يُشَارَ إِلَيْهِ بِالْأَصَابِعِ فِي دِينٍ أَوْ دُنْيَا إِلَّا مَنْ عَصَمَهُ اللَّهُ․ (رواه البیھقی فی شعب الایمان ورواه الترمذی معلقا، ورواه البیھقی عن ابی ھریرة رضی الله عنه، مشکوٰة المصابیح، باب الریاء والسمعة :455).

ژباړه:حضرت انس رضی الله عنه له نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی چي هغه وفرمایل: د انسان د شر لپاره دا خبره بسنه کوي چي د دین یا دنیا په هکله د هغه لور ته په ګوتو سره اشاره وسي،(ځکه څوک چي په یوه خصلت سره مشهور سي لږ داسي کیږي چي له پټو آفاتو، لکه کبر، عجب، ریا او داسي نورو ټيټو اخلاقو څخه دي سالم پاته سی هو! مګر هغه څوک چي الله تعالی يې (د هغه د تقوا په مقام کي)وساتي.

دغه حدیث له حضرت انس رضی الله عنه څخه هم روایت سوی دی او له حضرت ابو هریره رضی الله عنه او حضرت عمران بن حصین رضی الله عنه څخه هم.

دغه روایت امام ترمذی په خپل جامع ترمذی کي له حضرت انس رضی الله عنه څخه تعلیقا روایت کړی دی ، خو امام بیهقی په شعب الایمان کي له حضرت ابوهریره رضی الله عنه او حضرت عمران بن حصین رضی الله عنه څخه او امام طبرانی په ”المعجم الکبیر“ او ”المعجم الاوسط“ کي له دغو دوو صحابه وو څخه روایت کړی دی. په معجم طبرانی کي له سیدنا حضرت عمران بن حصین رضی الله عنه څخه چي کوم روایت دی د هغه الفاظ دادي:

«كَفَى بِالْمَرْءِ مِنَ الإِثْمِ أَنْ يُشَارَ إِلَيْهِ بِالأَصَابِعِ» قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَإِنْ كَانَ خَيْرًا؟ , قَالَ: «وَإِنْ كَانَ خَيْرًا فَهُوَ شَرٌّ لَهُ إِلا مَنْ رَحِمَ اللَّهُ، وَإِنْ كَانَ شَرًّا فَهُوَ شَرٌّ».

ژباړه: د انسان د ګنهکار کېدو لپاره دا خبره بس ده چي د هغه لور ته په ګوتو سره اشاره کيږي. چا ورته عرض کړه چي: ای د لوی څښتن استازې! که هغه شخص ښه هم وي؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که هغه ښه سړی هم وي دا شهرت ورته بد شی دی. مګر پر چاچي لوی څښتن رحم کړی وي. او که سړی بد وي نو دا شهرت خو بېخي ورته شر او بد دی.

اجمالی تشریح

په دغه حدیث کی یوه ډېر مهم حقیقت ته پام اړول سوی دی، کوم چي زیات خلک ورڅخه خبر نه دي، او هغه دادی چي شهرت په خپل ذات کي کوم ښه شی نه دی. ځکه له شهرت څخه انسان ته ګته لږ رسيږي او تاوان يې ډېر وی. دغه تاوان دنیوي هم کېدای سي او دیني هم. ځکه نو د شهرت هیله کول سمه نه بلل کيږي او د شهرت د ترلاسه کولو وسایل د شهرت لپاره په کار اچول تر دې لازیات ناسم کار باله سی.

تفصیلی تشریح

شته وي که شهرت او عزت، انسان په طبيعي توګه میلان ورته لري. د انسان طبیعي غوښتنه وي چي زما سره ښه ډېر مال او دولت وی او هر ځای زما د شهرت او عزت آوازې تللي وي. دغه شیان که له روا لارو د لوې څښتن جل جلاله له خوا انسان ته ورپه برخه سي نو څه پروا نه کوي او که د دې شیانو حقوق ادا سي، نو د آخرت لپاره تاواني هم نه وي. په حدیث کي دي: « نِعْمَ الْمَالُ الصَّالِحُ لِلرَّجُلِ الصَّالِحِ »( [1] ). (د صالح سړي لپاره صالح مال ښه دی). خو د مال او شهرت ترمنځ ډېر لوی توپیر دی. مال د انسان په بنسټیزو ضرورتونو کي شامل دی. بوډۍ مور وي که بوډا پلار، یا د مېرمني او اولادونو او د خپله انسان خپل ژوند وي د دې ټولو حقوق له شتو پرته نه سي ادا کېدلای. له دې امله که يې په قرآن کریم کي مال فتنه ګڼلی دی ، لکه چي فرمايي: ﴿إِنَّمَا أَمْوَالُکُمْ وَأَوْلَادُکُمْ فِتْنَةٌ﴾[التغابن:15](بې شکه چي ستاسي شتمنۍ او ستاسي اولادونه فتنه او ازمیښت دي). په همدغه قرآن کي مال خیر هم بلل سوی دی: ﴿وَإِنَّه لِحُبِّ الْخَیْْرِ لَشَدِیْدٌ﴾[ العادیات:8](او بې شکه چي انسان د شتمنۍ [خیر] سره سخته مینه لری).

او دغه مال د الله ورکړه هم بلل سوې ده: ﴿وَآتُوهم مِّن مَّالِ اللَّه الَّذِیْ آتَاکُمْ﴾[ النور:33](او هغو ته يې له هغه ماله څخه ورکړئ چي الله تاسي ته درکړی دی). ځکه نو که مال له سمي لاري پیدا او ترلاسه سي، حقوق يې ادا سي او په سمه طریقه وساتل سي او په سمه طریقه او د شریعت د احکامو سره سم ولګول سي، نو دا بیا خیر دی، که نه شر باله سي.

د دې په خلاف شهرت د انسان په اړتیاوو کي نه دی شامل. داسی کېدای سي او ډېر لیدل سوي دي چی یو شړی په ګمنامي کي ژوند کوي، خو د هغه دنیا هم سمه وي او آخرت يې هم سم وي. هغه په دنیا کي هم خوښ او خوشاله او په صحت او عافیت کي ژوند کوي او پټ پټ د جنت لپاره تیاري نیسي او د خپل آخرت په سمولو سره د ځان لپاره د جنت لار اواروي. عام وګړي يې پېژني هم نه، خو هغه په ” اولیاوو“ کي حساب وي.

دغه حقیقت په یوه بل حدیث کي ، چي هم ډېراغېز من دی او هم له عبرته دک دی، داسي بیان سوی دی:

عَنْ أَبِي أُمَامَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: إِنَّ أَغْبَطَ أَوْلِيَائِي عِنْدِي لَمُؤْمِنٌ خَفِيفُ الْحَاذِ ذُو حَظٍّ مِنْ الصَّلَاةِ أَحْسَنَ عِبَادَةَ رَبِّهِ وَأَطَاعَهُ فِي السِّرِّ وَكَانَ غَامِضًا فِي النَّاسِ لَا يُشَارُ إِلَيْهِ بِالْأَصَابِعِ وَكَانَ رِزْقُهُ كَفَافًا فَصَبَرَ عَلَى ذَلِكَ ثُمَّ نَقَرَ بِيَدِهِ فَقَالَ عُجِّلَتْ مَنِيَّتُهُ قَلَّتْ بَوَاكِيهِ قَلَّ تُرَاثُهُ.( رواه الامام الترمذی فی جامعه، وابن ماجه فی سننه والامام احمد فی مسنده، والحاکم فی مستدرکه، والطبرانی فی المعجم الکبیر، والبیھقی فی شعب الایمان، والطیالسی فی مسنده باسانیدھم، والبغوی نقله فی مشکوٰة المصابیح فی کتاب الرقاق) ( [2] ).

ژباړه: له حضرت ابو امامه رضی الله عنه څخه روایت دی چی نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما په دوستانو کي زما په نزد د غبطې(د نورو د نعمت او سعادت هیله لرل، بې له دې چي د هغو د نعمت زوال وغواړي) وړ هغه دوست دی چي د دنیا مال يې کم وي، په لمانځه کي يې ځانګړې برخه وي ، یعنی: د خپل پروردګار عبادت په ښه ډول او اخلاص کوي. او په پټه د خدای په عبادت بوخت وي. په خلکو کي ګمنامه وي د هغه لور ته د ګوتو اشاره نه کیږي، د هغه روزي یوازي د بسوالی په کچه وي او پر هغه صابر او قانع وي. د دې ویلو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګوتو په یو د بله وهلو سره په هغو اواز وکړ او بیا يې وفرمایل: د هغه مرګ هم ژر وي، پر هغه ژړېدونکي ښځی هم کمي وي او میراث يې هم لږ وي.

په دې حدیث کي هم رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حقیقت بیان کړی دی چي که انسان مشهور نه وي، ورک نومی وي، خو په ښکاره او پټه د خپل رب عبادت کوي، نو هغه د غبطې وړ اولیاء الله وو څخه دی.

د شهرت بېلابېل ډولونه دي:

۱. د شهرت او نوم ایستني لومړی ډول دادی چي د انسان شهرت په بدو کارونو سره وي. نو د دغسي شهرت په بدوالي کي خو هیڅ شک او شبهه نسته. مثلاً کوم سړی په غلا، ظلم، بډي خوړلو یا تعصب شهرت ولري، نو دا هغه ډول دی چي په لوړ حدیث کي د «وَإِنْ كَانَ شَرًّا فَهُوَ شَرٌّ». په جمله سره بیان سوی دی.

۲. د انسان شهرت په ښو او د خیر ښېګڼي په کارونو سره وي، خو خپله شخص د شهرت ترلاسه کولو اسباب هیڅکله په کار نه وي اچولي، بلکي په پټه خوله په خپل کار اخته وي ان له هر هغه کار څخه يې حتی الامکان ډډه کړې وي چي په پایله کي يې شهرت ترلاسه کيږي. خو لوی څښتن سبحانه د ده له اختیاره پرته شهرت ورکړی وي. او دی د شهرت له ضررناکو اغېزو څخه خپل ځان ساتي، نو دا نه دا چي جواز لري، بلکي د لوی څښتن او خلکو په وړاندي د ده د محبوبیت نخښه باله سي، لکه چي لوی لوی اولیا، علما، فقها او مجاهدین دي. موږ لیدلي دي چي د دین او دنیا په بېلو بېلو څانګو کي د ډېرو مهمو مهارتونو خاوندان له شهرت څخه کرکه کوي، خو د هغو د خدمتونو له امله په غیر اختیاري توګه د خدای او د خدای د بنده ګانو په وړاندي د دیني یا دنیوي عزت درلودونکي وي.

په دې نژدې زمانه کي د ديوبند د دارالعلوم بنسټ ایښودونکی نامتو عالم او وتلی محدث او متکلم حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمة الله علیه مثال زموږ په مخکي دی. د هغه ساده ګي په عالمانو کي ضرب المثل ده. هغه د شهرت د ترلاسه کوونکو اسبابو له په کار اچولو څخه په کلکه ډډه کول، خو د دې سره سره يې نن لوی لوی عالمان په درناوي یادوي. د شهرت دغه دوهم صورت په خپله حدیث شریف کي په دې الفاظو بیان سوی دیس:« إِلَّا مَنْ عَصَمَهُ اللَّهُ».

۳. د شهرت درېیم ډول دادی چي انسان د شهرت غوښتونکی نه وي، خو هغه مشهور سي او دغه شهرت ورته تاواني سي. ځکه چي په دیني یادنيوي چارو کي د شهرت د ترلاسه کولو وروسته د تکبر، عجب، ظلم، او خود رايۍ امکانات ‌ډېر زیات رامنځ ته کيږي. او کرار کرار دغه سړی که احتیاط ونه کړي او الله جل جلاله يې ونه ساتي په تکبر او داسي نورو ناوړتیاوو اخته کيږي او ځيني وختونه د حاسدانو نیتونه هم پر بد وي. دغه راز تر شهرت وروسته په دنیوي چارو کي هغه ته تګ راتګ، بلکي د خپلو اړتیاوو او ژوندانه د ضرورتونو پوره کول هم ستونزمن سي. خلک له هغه څخه ډول ډول هیلي کوي، چي له امله يې د هغه شخصي ژوند د ستونزو سره مخامخ سي. بلکي د دغسي مشهور سړي لپاره جومات ته د پنځو وختونو لمانځه د جماعت لپاره تله راتله هم يوه ربړه وګرځي، او په دې توګه د دغه شهرت له لاسه له خپلي آزادۍ څخه بې برخي سي. دغسي سړي ته رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي فرمایلي دي: «وَإِنْ كَانَ خَيْرًا فَهُوَ شَرٌّ لَهُ». یعني که سړی ښه هم وي دا شهرت ورته بد شی دی.

۴. څلورم ډول دادی چي انسان د خپل ځاني شهرت لپاره پخپله داسي وسایل غوره کړي چي خلک ورته مایل سي او عزت او درناوی يې وکړي، څو دنیاوي ګټه تر لاسه کړي. د دې ډول د بدوالي په اړه خو هیڅ شک نسته. دا هر څه ریا او ځان ښوول دي او موږ پوهیږو چي ریا لويه (کبیره) ګناه ده.

۵. د دیني شهرت یو ډول هغه دی چي انسان يې په غیر شعوري توګه غوره کوي او هغه دادی چي په عادي او نورماله طریقه د دین او دنیا د کار کولو پر ځای تر شرعي او عقلي پوله تېری وکړي او داسي یو کار وکړي چي شهرت يې هرومرو پکښي نغښتی وي. د دې آسانه مثال دادی چي که انسان د سمي عقیدې څښتن وي، پنځه وخته لمونځ په جماعت کوي، د روژې د میاشتي روژې نیسۍ، کلنی زکات ورکوي، فرضي حج يې کړی وي، د خپل وس سره سم نفلونه او مستحب کارونه کوي ، د مور او پلار، مېرمني، اولادونو او ګاونډیانو حقوق ادا کوي، په خپلو معاملو کي د لوی څښتن جل جلاله او د هغه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم احکام په پام کي نيسي، په دنده، سوداګري، کښت او کرونده او نورو کي خپل واجبات په سمه توګه تر سره کوي ، له لویو او کوچنيو ګنهونو څخه د ځان ساتلو کوښښ کوي ، د ديني شخصیتونو سره مینه او محبت کوي او د خپل توان سره سم او په مناسبه توګه په دیني چارو کي برخه اخلي ، نو دا یو نمونه مسلمان او د زیات درناوي وړ دی ، خو ښايي په خلکو کي نوم او نښان ونه لري، ځکه دا هر څه چي دی يې کوي عادي ديني کارونه دي چي ښه، صالح او متدین خلک يې تر سره کوي.

د دې په خلاف که څوک تر معمول حد زیات کارو نه کوي، مثلاً تر حد زیات لمونځونه کوي او زیاتي روژې نیسي یا تر شرعي حدودو زیات کار کوي، نو طبيعي ده چي په خلکو کي شهرت پيداکوي ، خو ددغه دیني شهرت له دې امله د دین او دنیا په اعتبار تاواني دی چي هغه د منځلارۍ او اعتدال او د نبوي سنتو لار پرې ايښې، د بنسټ پالنی او افراط لار يې خپله کړې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په څرګندو الفاظو د دې لار ښوونه کړې ده چي موږ تل منځنۍ لار غوره کړو او له حدودو څخه د تېرو کارونو او تر حد زیات دیني زیار او زحمت څخه ډډه وکړو.

د امام بخاري رحمة الله علیه په صحیح بخاري اود نورو حدیث پوهانو د احادیثو په نورو کتابونو کي داسي یو سرلیک راغلی دی:” بَاب الْقَصْدِ وَالْمُدَاوَمَةِ عَلَى الْعَمَلِ “ (د منځلارۍ او په عمل کي د تل تر تلوالي باب). چي مفهوم يې دی: په ديني کړنو کي هم باید له اعتدال او منځوي توب څخه کار واخیستل سي.

د تصوف او سلوک په هر مهم کتاب کي هم په دغه اړه مفصلي خبري سوي دي.

په دغه باب کي امام بخاري رحمة الله علیه یو شمېر احادیث ذکر کړي دي، چي له هغو څخه یو دادی:

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضى الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «لَنْ يُنَجِّىَ أَحَدًا مِنْكُمْ عَمَلُهُ ». قَالُوا: وَلاَ أَنْتَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: « وَلاَ أَنَا ، إِلاَّ أَنْ يَتَغَمَّدَنِى اللَّهُ بِرَحْمَةٍ . سَدِّدُوا وَقَارِبُوا ، وَاغْدُوا وَرُوحُوا ، وَشَىْءٌ مِنَ الدُّلْجَةِ وَالْقَصْدَ الْقَصْدَ تَبْلُغُوا»( [3] ).

ژباړه: له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه وو ته وفرمایل: له تاسي څخه به د چا عمل هیڅکله هغه ونه ژغوري. صحابه وو رضی الله عنهم عرض وکړ: ای د لوی څښتن استازې! تا به هم ونه ژغوري؟ هغه وفرمایل: ما به هم ونه ژغوري ، هو! مګر داچي لوی څښتن ما په خپل رحمت کي ونغاړی.(یعني ژغورنه د هغه په رحمت سره وي). بیا هغه وفرمایل: منځوۍ لار غوره کړئ، منځوۍ لاري ته نژدې اوسئ، سهار او ماښام او د شپې په وروستۍ برخه کي نفلي عبادتونه کوئ، د اعتدال لار غوره کړئ، د اعتدال لار غوره کړئ (دوه واره يې داخبره وکړه). نو تاسي به جنت ته ورسېږئ.

دغسي خبره د جامع ترمذي په یوه روایت کي داسي راغلې ده:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّ لِكُلِّ شَيْءٍ شِرَّةً وَلِكُلِّ شِرَّةٍ فَتْرَةً فَإِنْ كَانَ صَاحِبُهَا سَدَّدَ وَقَارَبَ فَارْجُوهُ وَإِنْ أُشِيرَ إِلَيْهِ بِالْأَصَابِعِ فَلَا تَعُدُّوهُ»( [4] ).

ژباړه: له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر شي ته څه تېزی(د یوه شي په باب حرص علاقه او رغبت) وي او هري تېزۍ لره ضعف او سستي وي. نو که د دغسی تېزۍ خاوند (له پیله) د اعتدال لار غوره کړي او منځوي توب ته نژدې اوسي، نو د هغه د خیر هیله ولرئ، خو که د هغه لور ته په ګوتو اشاره وسي نو هغه هیڅ شی مه ګڼئ او ښه سړی يې مه بولئ ځکه چي دا له ریاکارانو څخه دی.

د حدیث مطلب دادی چي: عابد په لومړي سر کي په عبادت کي ډېرښت او مبالغه کوي او هر دغسي مبالغه کوونکی بالاخره ستړی کيږي او سستیږي او په تېزی او مبالغه کي يې پای سستي راځي، نو که له سره ترپایه د توسط او استقامت لار غوره کړي او دغه منځوی عبادت پرله پسې کوي او له افراط او تفریط څخه ډډه وکړي، نو هیله ده چي له ژغورونکو څخه اوسي، ځکه څوک چي په هرکار کي توسط او منځلاري غوره کړي تر پایه مداومت پر کولای سي. او که دی په عبادت کی دونه زیاتوب او مبالغه وکړي چي په زهد او عبادت کي شهرت ته ورسیږي او خلک يې زیات عابد او ښه سړی وبولي او مشار الیه وګرځي، نو دغسي څوک پر هیڅ هم مه بولئ.

له دغه حدیث شریف څخه هم دا خبره څرګندیږي چي د اعتدال د لاری له پرېښوولو څخه که څه هم شهرت ترلاسه کيږي او خلک د تحسین ګوتي ورته نیسي، خو دا لار د خیر او سلامتۍ لار نه ده او ډډه کول ځني ضرور دي.

لنډه داچي: له دغو ټولو احادیثو څخه دغه خبره څرګندیږي چي انسان باید په دیني چارو کي منځنۍ لار واخلي او دا خبره هم باید معلومه او جوته وي چي شهرت په خپل ځان کي کوم ښه شی نه دی. په شهرت کي یا دیني تاوان وي یادنیوي. خو دا بیا بېله خبره ده چي الله څوک وساتي. له دې امله هرڅوک باید کوښښ وکړي چي تر څو ممکنه وي د شهرت لار غوره نه کړي. وفقنا الله تعالیٰ لما یحبه ویرضاه․

([1])- دغه حدیث بخاري په ” الأدب المفرد ” ( 299 ) مخ ، أحمد ( 4/197 او 202 – 203 ) مخونو، ابن حبان (1089) مخ او بغوي په ” شرح السنة ” ( 10/91 ) مخ او نورو تخريج کړی دی او إسناد يې د مسلم پر شرط صحيح دي او حاکم هم د مسلم پر شرط صحیح ګڼلی دی، ذهبي ور سره موافق دی او شیخ الباني هم په تخريج أحاديث مشكلة الفقر ، غاية المرام في تخريج أحاديث الحلال والحرام او مشكاة المصابيح کي صحیح بللی دی. ژباړن

([2])- دغه حدیث، حدیث پوهانو ، لکه شعيب الأرنؤوط، ذهبي او شیخ الباني ضعيف بللی دی. ژباړن

([3])- بخاري، کتاب الرقاق، باب القصد والمداومة على العمل، ۶۴۶۳ شمېره حدیث. د دغه حدیث د زیاتی څرګندوني لپاره د فتح الباري ۱۱/۲۹۴ مخ وګورئ.

([4])- دغه حدیث په دغو الفاظو یوازی ترمذي په کتاب القیامة والرقاق کي تخریج کړی دی، د باب شمېره يې ۲۱/ ۸۳ او د حدیث شمېره ۲۴۵۳ ده. او امام ترمدي د هغه په اړه ویلي دي:حسن صحيح غريب. بیا دغه حدیث مشکات او نورو له ترمذي څخه نقل کړی دی. شیخ الباني دغه حدیث په مشکات المصابیح کي حسن ګڼلی، خو په صحيح وضعيف الجامع الصغير او صحيح الترغيب والترهيب کي يې صحیح بللی دی. ژباړن

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د