امريکا راتلونکي لسيزې لپاره د بې پيلوټه پروازونه پنځوس سلنه زياتوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د امريکا دفاع وزارت پينټاګان وايي، چې د مخالفينو د ځپلو او جاسوسي لپاره راتلونکو وختونو کې د بې پيلوټه بريدونه پنځوس سلنه نور هم زياتوي.

امريکايي رسنيو د پينټاګان د چارواکو له قوله ليکلي، چې کومو سيمو کې امريکايي عسکر په مستقيمو او غير مستقيمو جګړو کې بوخت دي، نو هغو سيمو کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه پنځوس سلنه زيات شي.

تر اوسه امريکايي بې پيلوټه الوتکو هره ورځ ۶۱ پروازونه کول او د پنځوس زياتېدو سره دغه پروازونه دوه چنده زيات شي.

د پينټاګون لوړپوړي چارواکي وايي، چې دغه بې پيلوټه پروازونه د مخالفينو پر ضد د بريدونو او د جاسوسي معلوماتو لپاره کارول کيږي او د مخالفينو د ځپلو لپاره يې دا تر ټولو غوره لار بللې ده.

د امريکايي ځواکونو راتلونکي لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډ وايي، چې د مخالفينو تر څنګ روس هم د امريکا او نړۍ لپاره يو ستر ګواښ دی او د چين سمندري او سويلي سيمې به هم د امريکايي بې پيلوټه څارګرو الوتکو له لوري څارل کيږي.

امريکايي سرچينې زياتوي، امريکايي څارګرې الوتکې به د روس او چين تر څنګ د يو شمېر اروپايي هېوادونو څار او جاسوسي هم کوي.

۲۰۱۱ز کال راهيسې دا لومړی ځل دی، چې پنيټاګان د بې پيلوټه څارګرو الوتکو په پروازونو کې په دومره کچه زياتوالی راولي.

د امريکايي چارواکو په وينا څارو الوتکو سره د امريکايي ځواکونو د ځانګړو قواوو او قراردادي عسکرو ملاتړ هم وي.

په راپور کې راغلي، چې د اوباما له واکمنۍ راهيسې د افغانستان، پاکستان قبايلي سيمو، يمن، افريقا، عراق او سويه کې د بې پيلوټه بريدونه زيات شوي او ډېری قربانيان يې ولسي خلک دي.

بل پلو برتانوي ورځپاڼې «ډيلي مېل» په خپل پخواني راپور کې لیکلي و، چې امريکا د راتلونکو پنځه ويشتو کلونو لپاره پر کیمیايي وسلو سمبال ډرون طیارو د کارولو پلان جوړ کړی دی.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت پينټاګان ډرون ټيکنالوژي د لا غښتلتیا په موخه داسې پنځه ویشت کلن پلان جوړ کړی چې له امله يې وکولای شي، هر ځای وغواړي خپل دښمن په نښه کړي .

ډيلي مېل زیاتو چې دغه ډرون به له انساني لار ښوونې پرته خپل ټاکلی هدف په نښه کوي. د یادونې وړ ده چې اوسنۍ بې پيلوټه طیارې له خپل مرکزه د امريکا هوايي ځواک لخوا کنټروليږي، چې بیا هم د خپلو مخالفینو پر ځای اکثر وخت عام ولسي وګړي وژني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د