فراه: افغان پوليس د دندې پر لومړۍ ورځ دری امريکايي سرتيري ووژل

دتفصيلاتو ترمخ نن له غرمه مخکې د فراه ولايت په کینيسک نومي سيمه کې يوه افغان پوليس د خپلي دندي پر لومړۍ ورځ دری تنه امريکايان ووژل، ګڼ يې ټپيان کړل او پخپله هم په ځوابي ډزو کې ووژل شو.
د محمد اسماعيل په نامه يو ۲۵ کلن ځوان ايله پنځه ورځې وړاندي د افغان پوليسو په ليکو کې جذب شوی وو او له پنځه ورځني لنډ ټريننګ وروسته ورته له نورو پوليسو سره يو ځای رسمي دنده ورکړل شوه.

دغو پوليسو ته د رسمي دندو د سپارلو پرمهال په فراه ولايت کې يوه غونډه هم جوړه شوي وه چې هلته د ميشتو امريکاي ځواکونو قومندانانو او نورو سرتېرو پکې ګډون کړی وود فراه ولايت امنيه قومندان آغانور کمتوز خبريالانو ته څرګنده کړه چې له غونډي سملاسي وروسته پوليسو ته نوي وسله وويشل شوه. اسماعيل ته هم پدې ترڅ کې يو ګريس بنده کلاشنکوف د یوه امريکاي افسر له لوري وسپارل شو. ټاکل شوي وه چې دغه پوليس د خپلو مهارتونو د څرګندونو په موخه يو لړ مانورونه ترسره کړي، ځکه نو هغوي ته دوه دوه ډک شاجورونه هم سپارل شوي وو، اسماعيل د کلاشنکوف له تسليمي سره سم د دې پرځای چې په مانور کې برخه واخلي، شپیلۍ يې آمريکايانو ته واړوله او په پرله پسې ضربه سره يې هغوي وويشتل. د نوموړي پر وينا دوه باندني سرتيري په ټپه ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول، خو وروسته يوه بل ټپي سرتيري روغتون ته په لاره کې ساه ورکړه.
د امنيه قومندان په وينا په دغو ډزو کې يو افغان اردو افسر هم سخت ټپي شوی دی،د ناټو وياند کرنل ګرابر د فراه پيښه او د دريو آمريکايانو مړینه تايید کړه خو نور جزيات يې ورنکړل.
د ګرابر پر وينا نن غرمه مهال په کندهار کې يوه بل افغان سرتيري هم پر آمريکايانو بريد وکړ خو امريکايی سرتيرو ته هيڅ زيان ندی اوښتی.
د تېري کمې مودې په ترڅ کې د افغان پوليسو او اردو د سرتيرو په ډزو کې تر ۳۶ ډير باندني سرتيري وژل شوي چې د امريکا او افغانستان د اردو پر اړيکو او همدا راز پر مشترکو اوپراتيفي عملياتو يې سخته منفي اغيزه کړيده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د