افغانستان

نن د هېواد د خپلواکۍ ۹۶ مه کاليزه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): له انګلیسي ښکېلاکه د افغان خاورې د خپلواکۍ ۹۶ کاله پوره شول.

د وخت پاچا شاه امان الله خان د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په اته ویشتمه انګلیسي واکمنان دې ته اړ کړل چې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژني.

دغه ورځ چې د هېواد په ګوټ – ګوټ کې په ځانګړیو مراسمو نمانځل کېدله، په دې وروستیو کې يې د امنیتي وضعیت د ګډوډۍ په پلمه نمانځنه کم رنګه شوې ده.

په دولتي سطحه د دې ورځې ځانګړي مراسم د پخوا په څېر په جوش کې نه دي، خو عام ولس لا هم د دې ورځې په راتګ خوشالي احساسوي او بېلابېل مراسم تره سره کوي.

په خواله رسنیو کې ځوانان د دې ورځې د مبارکۍ تر څنګ پر دې هم اعتراف کوي چې دم ګړۍ د ګڼو هېوادونو تر مستقیم پوځي اشغال لاندې دي.

ياده دې وي د افغان – انګلیس درېیمه جګړه کې شاه امان الله خان د خپلې واکمنۍ په دویم کال انګلیسي ښکېلاکګر دې ته اړ کړل چې افغانستان يې په لومړي ځل د یو ازاد هېواد په توګه وپېژاند، چې تر دې دمه د انګلیس له ګوتو کوم هېواد خپله خپلواکي نه وه تر لاسه کړي.

له انګلیسي ښکېلاکه د خپلواکۍ کالیزه په داسې حال کې نمانځل کېږي چې دم ګړۍ هم انګلیسي پوځيان د دویم ځل لپاره د شپنیو عملیاتو په موخه له افغان عسکرو سره اوږه پر اوږه په جګړه بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x