افغانستان

هلمند چارواکي: نوزاد یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د روان کال د زمري د میاشتې په پیل کې د هلمند په نوزاد ولسولۍ کې جګړې زور واخیست، چې چارواکو يې د سقوط وېره ښکاره کړه.

له نږدې درې ورځنۍ جګړې وروسته طالبانو دغه ولسوالي بشپړه تر واک لاندې راوسته، چې سمدستې يې د نیولو بشپړه ويډيو هم خپره کړه.

د هلمند امنیتي چارواکي په تازه څرګندونو کې وايي چې دوی په همدې میاشت کې له طالبانو دغه ولسوالي ونیوله خو بېرته يې ګوتو ووته.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د ولسوالي پرېښودل «تکتیکي شاتګ» بولي او وايي چې د ولسوالۍ مرکز يې له پخوانۍ ودانۍ څو کیلومتره لرې یو خوندي ځای ته لېږدولی دی.

ځواک ومنله، چې د ولسوالۍ مرکز يې د وسله والو مخالفينو د پرلپسې بريدونو له امله امن ځای ته انتقال کړی دی، چې دوی يې تکتيکي شاتګ بولي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا وايي چې د دوی ملګرو له درنې جګړې وروسته د نوزاد ولسوالي مرکز یو ځل بیا په ولکه کې واخیست او دولتي ځواکونه يې تېښتې ته اړ کړل.

نوموړي دولتي امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ ـ ژوبلې دعوه کړې ده او ويلي يې دي چې دم ګړۍ د ولسوالۍ پر ودانۍ سپین بیرغ رپېږي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم طالبانو د هلمند په موسی کلا کې د قومندان په ګډون د یوې پوستې اوه عسکر ووژل او اوه نور يې ژوندي یووړل.

په تازه څرګندونو کې طالبانو د موسی کلا په نبو اکا کلي کې د برید خبر ورکړی او ويلي يې دي چې د قومندان او معاون په ګډون يې شپږ تنه عسکر وژلي او پوسته يې بشپړه له منځه وړې ده.

دغه پوسته چې د موسی کلا بازار ته څېرمه پرته ده، د پوستې قومندان کامران او د هغه مرستیال زلمی هم پکې له منځه تللي دي.

دولتي سرچينو د موسی کلا د تلفاتو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x