نظــر

د خپلواکۍ حماسه او څو ټکي …

ذاکر جلالي

اګست د خپلواکیو میاشت ده. خو خپلواکي تر خپلواکۍ ده. چا اخیستې، چاته ورکړل شوې. دا دواړه ډېر سره توپیر لري.

د افغانستان د خپلواکۍ ګټلو کې امان الله خان د یوه ځوان او په ازادۍ مَین پاچا په توګه خپل محوري رول لوبولی. طبعاً، د ولس او علماوو له ملاتړ پرته به یوازې امان الله خان څنګه د انګلیسي استعمار پر ضد ډغره وهلې وای. امان الله خان واک ته له رسېدو سره سم، د خپلواکۍ اعلان کوي. دا اعلان یو جرئت غواړي، داسې جرئت چې د امان الله خان پلار، حبیب الله خان ترې بې برخې و. د ده له غږ سره د ولس ملتیا د دې حماسې لامل شو. له دې ښکاري چې کله حاکم او ولس سره همغږي شول، یا په بل عبارت، د ولس او حکومت ګټې سره موازي شوې، حماسه رامنځ ته کوي. فرق نه کوي، دا حماسه به یا د ازادۍ په څېر وي، یا به هم د هېواد د مادي او معنوي پرمختګ په بڼه. مهمه دا ده چې ولس او واکمن سره یوه خوله شي.

امان الله خان وطندوسته پاچا و. د خپل وطن پرمختګ یې ارمان و. باید هېره نه کړو، چې امان الله خان ځوان و، هغه هم ځوان سیاستوال، نو طبیعي ده چې تېروتنې يې هم لرلې. اوس که د امان الله خان د ځینو تېروتنو له امله د هغه پر حماسې سترګې پټوو، یا یې د حماسې لپاره تېروتنې هېروو، دواړه حالتونه منصفانه نه دي. درېیمه لار پکار ده. امان الله خان په ازادۍ مَین، وطندوست او د پرمختګ پلوی پاچا و؛ خو پر ځینو ظواهرو وغولېد. ګومان یې کاوه چې یوازې به اروپايي‌ډوله ژوند وکولای شي د هغو په څېر موږ هم پرمختللي کړي. داسې ونه شول. بدې پایلې زموږ ټولو په مخ کې دي. دا هم د امان الله خان د سهوو پایله شوه چې د حبیب الله کلکاني په څېر یو ساده انسان ته هم د افغانستان پاچايي ورسېده.

د زمري ۲۸مې حماسه د امان الله خان مینه والو او ناقدانو، دواړو ته درسونه او عبرتونه لري:

• امان الله خان واک ته له رسېدو سره سم، د افغانستان خپلواکي اعلان کړه. دا یوازې اعلان نه و، د دې اعلان تر شا د افغان-انګلیس درېیمه جګړه پېښېږي. امان الله خان د خپلې خپلواکۍ لپاره انګلیس سره درېیمې جګړې ته هم تیارېږي. دا ښيي چې ځوان پاچا ته تر بل هر څه د وطن ازادۍ ارزښت درلود.

• کله چې د ولس او واکمن ګټې، یا ارزښتونه سره شریک وو، دواړه سره موازي روان وو، ولس د واکمن غږ ته لبیک ویلی، د حاکم په امر او د عالم په فتوا یې د انګلیس پر ضد په مېړانه جهاد کړی او سرونه یې قرباني کړل.

• امان الله خان په وطن مَین پاچا تېر شوی. د افغانستان د خپلواکۍ مبارزه او د وطن د پرمختګ ارمان یې چې په زړه کې پاللی، ټولو ته د وطندوستۍ درس ورکوي.

• کله چې پر کابل حبیب الله کلکانی واکمنېږي، غزني کې پر امان الله خان هزاره وطنوال راټولېږي او ډاډ ورکوي چې د ده په پلوي د حبیب الله پر ضد جګړې ته تیار دي؛ خو امان الله د خپلو سیاسي ګټو لپاره ولس نه قربانوي او خپله لار نیسي.

• کله چې یو مهال ولسي امان الله خان غواړې پردی کلچر د پرمختګ په نوم ولس کې دود کړي، د ده پرونی ملاتړی ولس یې پر ضد پاڅون کوي او پرونی ولسي امان الله خان تر ایټالیې رسوي.

امان الله خان ته د بښنې، ولس ته د شعور او افغانستان ته د خپلواکۍ او ښېرازۍ په دعا!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x