شعـــــرونه

نغمه دخپلواکۍ (قاضي محمدحسن حقیار)

هدف مو ددین سیوری او جنډه دخپلواکۍ
په وینو به ساتو بله ډیوه دخپلواکۍ

نن بیا مې ترغوږ نوی ترنم او نوی ساز شو
په تال کې شپونکي راوسته نغمه دخپلواکۍ

دتور ښکیلاک برجونه ټول یو دم په نړیدو شول
له دې ځایه چې پيل شوه زمزمه دخپلواکۍ

دسره طلسم زوره نور دې دکوډې اثر نه کا
څپانده مې رګو کې ولوله دخپلواکۍ

میوند مې شمله ور شو او ایوب مې شمله ور
ملالې چې مې پورته کړه جنډه دخپلواکۍ

دابیا چې په نڅا شول غېږې غېږې چینارونه
چلیږي یې په پاڼو کې وږمه دخپلواکۍ

یو دود یې کړم لمبه یې کړم داور په لیکو باندې
خو روح کې مې مړه نه شوله نشه دخپلواکۍ

نه تخت شته دی نه بخت شته دی زما دخوار اولس
خو نیغه یي په سر وینم شمله دخپلواکۍ

حقیار چې دجنون تر حد مجنون دخپلواکۍ دی
لیلا دوصل شرط ایښی تحفه دخپلواکۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x