افغانستان

د ولسمشر سلاکار: موږ « ازادي » نه لرو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): په ارګ کې د جمهوري ریاست اقتصادي سلاکار وايي چې موږ «ازادي» نه لرو او په وینا يې تر هغو ځانته ازاد نه شو ویلی، چې امنیت مو بهرني عسکر ساتي.

ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال په پلازمېنه کابل کې د خپلواکۍ د ۹۶مې کالیزې په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې وویل چې موږ «ازادي» نه، بلکې د ازادۍ ورځ نمانخو.

د زاخېلوال په وینا دوی ځکه د ازادۍ ورځ نمانځي، چې ازادي نه لري او د دې لپاره تر ټولو لوی دلیل دا دی چې د دوی امنیت اوس هم بهرني عسکر ساتي.

نوموړي وویل: «مونږ دآزادۍ ورځ نمانځو، ازادی نه نماځو، ځکه مونږ ازادی نه لرو، زمونږ امنیت تر اوسه بهرني عسکر ساتي.»

که څه هم په تېرو نږدې پنځلسو کلونو کې د ناټو پر مشرۍ بهرني عسکر دلته مېشت دي، چې تر چتر لاندې يې دغه ورځ د دولت له لوري په شاندارو مراسمو نمانځل شوې ده، خو دا لومړی ځل دی چې د ولسمشر سلاکار پخپله «غلامۍ» اعتراف کوي.

زاخلېوال نه دي ویلي، چې ولې يې د نږدې پنځلسو کلونو په اوږدو کې ورته اعتراف ونه کړ، پخوا تر دی نوموړی د ماليې وزیر پاتې شوی دی، چې د ځانګړو ورځو په مراسمو کې پوره برخه وال و، خو ورته څرګندونې يې نه دي کړې.

د ولسمشر سلاکار په داسې حال کې د «ازادۍ» پر نیستۍ اعتراف کوي، چې تازه دمي برتانوي عسکر د دویم ځل لپاره افغانستان ته د جګړې لپاره راغلي دي.

د دې عسکرو په اړه دولتي سرچينو څه نه دي ویلي، خو برتانوي چارواکو منلې ده چې د دوی عسکر بېرته افغانستان ته ځکه تللي دي، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د وژل شویو برتانويانو غچ واخلي.

تر اوسه نه ده روښانه، چې د ولسمشر د اقتصادي سلاکار د پورته څرګندونو په اړه به په ارګ کې برخه وال جمهوري ریاست او اجرايوي ریاست څه غبرګون وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سبا ظاهر

زاخیلوال صیب په پیر د رحمت شه دغسی لګ ححقیقت هم بیانوه.

محمدربی آماج

ښاغلی زاخیلوال په پای کی حقیقت ومنلو اما ممکن نوموړۍددی پیر لومړۍ کس وی چی دغه زړه یی وکړ.مګرزموږ هیواد د وطن پلورونکو او پردی پالو څخه ډک دۍ، په هره بڼه کی شتون لری،د پکول،څادر،نیکتایی، توری اوسپیني لنګوټی ،خرییلی او اوږدی ږیری په بڼه کی وجود لری او ډیری شتمنۍ او بنګلی هم لری. چی په ډیره سپین سترګۍ خپلی وطن پلورنیتوجیه کوی،او یا هم فتوی ګاني په جیبونو او تخرګونو کی ورسره ګرزوی.د یادولو وړ ده چی طالبان هم له دی کړنی مسثتنا نه دی، هغوی پخپل نوبت ددی ټولو کړنو په سر کی ځای لری.

yousuf

امکان ددی شته چې په راتلونکي کې د افغانستان امنیت امریکایي قراردادیان(ملی اردو، ملی پولیس…) ټنګ کړای شي، خو که چېری د امنیت ټنګښت په کفری پالیسی ولاړ وي آیا بیا به آزاد یو که؟
زاخیلوال داسی نه وایې چې موږ امریکا اشغال کړي یو او موږ کافر جوړولو پسي راغلی هغه وایي زموږ امنیت هغوی ټیګ کړي دي.
ان شاء الله په خبره کې به می ریښتینۍ یم.

عبدالحق حنفی

زاخیلوال صاحب دآزادی کلیمه استعمال کږی ده په دی خبره دی الله (ج) زاخیلوال صاحب اجر استقامت او لازیات هدایت ورنصیب کږی

Gul

زاخلوال غورى چى اوس حًان ملى شخصيت وشايي او طالبانوته ورحًرگنده كرى چى زما او ستاسو نظريات سره يودى مداري كرزى هم اوس حًان ملي ملى بولى او خلكو ته شايي چى زه دامريكا مرى نه يم . كرزى ستا دخپل پلار په قبر ويلى وه چى حًما دپلار وينى به اتقام واخلى په كوم زور دامريكا په زور وا از چى مارستم شدى اخير با ما دشمن شدى دا دواره بگيل مرزان دى په خپل حًان رشخند وهى دوى فكر كوى چى افغانان به وغلوو .واى تا احمق درجهان است امريكادر نمى ماند.

Hikh wikh

ازادي  ازادي داستبداد نه دنجات په ماناده ، خو افغانانو ( اولس ) هيڅكله ازادي نه لرله ، فقط خارجي استبداد په داخلي بدل شوى دئ . انګريزان ولا ړل ، خو داخلي انګريزان حاكم شول  او دا سلسله تر اوسه روانه ده  هو  همداسى ده .  ازادي د ظلم ، اختناق ، استبداد ، بى عدالتى  او دزور نه خالي ژوند كولو ته وايي .  ازادي ترقي ده ، دانساني حقونو مراعاتول دي  دانساني كرامت احترام دئ  د تعقل او تفاهم په وسيله د شريك قانون جو ړول دي  چى بى له زوره او اسلحى د دتفاهمي او توافقي… نور لوستل »

عبدالحق حنفی

ولی داسی لنډنوایو چی آزادی دقرآن عظیم الشان دقیادت لاندی زوند تیرولوته وایی او که قاید دچاقرآن پاک نوی نو بیابه یی رهبری دکافرو لخوا کیږی او که کافر نزدی نوی بیابه د ده رهبر نفس او شیطان وی

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x