ټکنالوژي

د مایکروسافټ د نوی پیاوړی سمارټ فون ځانګړتیاوې افشا شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۲۸ ۱۳۹۴ل): کلونه وړاندې داسې اوازې خپرې شوې چې مایکروسافټ کمپنۍ د مایکروسافټ سرفس فون په نوم سمارټ فون جوړوي خو مایکروسافټ کمپنۍ ټولو راپورونو ته د نوکیا کمپنۍ له پیریدلو سره د رد ځواب ورکړ خو اوس بیا دغه کمپنۍ غواړي خپل راتلوونکی پیاوړی او غښتلی سمارټ فون کاروونکو ته معرفي کړي.

د خپاره شوي راپورونو پر بنسټ مایکروسافټ د دغې سمارټ فون جوړولو پروژه (Alpha Juggernaut Project) نومولی او دغه سمارټ فون د سرفیس فون (Surface Phone) په نوم نړیوالو بازارونو ته وړاندې کيږي.

د مایکروسافټ کمپنۍ دغه سمارټ فون به ډیر پیاوړی وي او په نړیوالو بازارونو کې د شته سمارټ فونونو سره د رقابت لپاره به بازار ته وړاندې کیږي. د دغې سمارټ فون د ځینو ځانګړتیاوو لیست افشا شوي چې دلته يي له تاسو سره شریکوو.

– دغه سمارټ فون د ۱۴۴۰*۲۵۶۰ ریزولوشن لرلرو سره ۵.۵ انچه اسکرین ولري.

– د دغې سمارټ فون اسکرین هم د ګیلیکسي ایس ۶ په څیر له ګوریلا ګلاس ۴ څخه کوم چې ډیر زیات مقاومت لري جوړ شوی.

– د دغې سمارټ فون اصلي کامره به ۲۱ میګاپکسله وي او د پیور وییو (PureView) له سافټ وییر سره وړاندې کیږي. د دغې سمارټ فون کامره له شپږ طبقې لینز څخه جوړه شوې.

– مخکینی کامره به يي ۸ میګاپکسله وي.

– سرفس فون به په دوو مختلفو ماډلونو کې له ۳ او ۴ ګیګابایټ رېم سره کاروونکو ته وړاندې شي.

– د ۶۴ او ۱۲۸ ګیګابایټ فایل ثبتونې له وړتیا سره وړاندې کیږي او تر ۲۶۵ ګیګابایټ پورې میموري کارډ هم قبلوي.

– د سامسنګ نوټ ۵ په څیر سرفس قلم لري.

– وایرلیس چارجر په وسیله هم چارجیږي.

– له وینډوز ۱۰ اپریټنګ سیسټم سره به وړاندې کیږي.

د زیات شمیر راپورونو پر بنسټ د مایکروسافټ کمپنۍ دغه پیاوړی سمارټ فون به د ۲۰۱۵ زیږیدیز کال په پای او یا هم د ۲۰۱۶ زیږیدیز کال په پیل کې نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x