افغانستان

حامد کرزي او اشرف غني د خپلواکۍ څلي ته ګلان کېښودل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د هېواد د خپلواکۍ د شپږ نویيمې کالیز په مناسبت پخواني ولسمشر، د جمهوري ریاست اوسني رییس او اجراييه رییس په ګډه د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښودې.

په دې مراسمو کې چې ګڼو لوړپوړو چارواکو ګډون پکې ګډون کړی و، د هېواد ملي سرود ټیم يې ملګرتیا کوله او د اردو عسکر په لیکو کې منظم ولاړ و.

په دې مراسمو کې د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی د جمهوري ریاست او اجرايوي ریاست مرستیالانو او دمشرانو جرګې او ولسی جرګې ځینو غړو هم ګډون کړی و.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له اشرف غني سره په ولیدل او یو بل ته يې د دې ورځې مبارکي ورکړه، خو د حالاتو اړوند يې کومه تبصره نه ده کړې.

یاده دې وي په دې مراسمو کې چې اجرايوي رییس او جمهور رییس په ګډه برخه وال و، پخوانی ولسمشر له خپلو ساتونکو او پلویانو سره هم دې په دې مراسمو کې برخه واخیسته، معلومه نه ده چې ارګ د راتګ بلنه ورکړې وه کنه.

ویل کېږي د ګډ حکومت د جمهوري ریاست رییس محمد اشرف غني به نن د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت وینا واوروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak.khan

دخپواکي څلي ته دبلواکو په لاس دګلونو ګیډی؛؛؛ زه نه پوهیږم چې دغه خلک بوهیږي نه اوکه کوی داسې؟ په ۲۸ داسد باید هغه أفغان وویاړي چې په ریښتوني معنا خپلواک وي اودخپلواکي په مفهوم پوه وي ، دغه دواړه اود دوی په څیر نور په کوموسترګودخبلواکي څلي ته ګوري اوپه کومه خوله دخپلواکي توری تکراره وي، آیا داخپلواکي ده چې یومشر دبردیو له لاسه په عام منظر اومحضر کښې ژاړي آیا داخپلواکي چې پردي راځي دیوه هیواد رئیس اومعاون ټاکي آیا داخپلواکي ده چې بې له کومې پوښتنې پردي دیوه هیواد حریم ته ننوځي اودکورڅښتن نه وي پرې خبر،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x