۲۸ د اسد ویرنه که ویاړنه ؟

حریا شملزۍ

د خپلواکۍ نړیدلي منار !

د ازادی ، خپلواکي ، حریت او استقلال تعریف به ډیر ګران هم نه وی علماو او محقیقینو شنلي ده د مسلم تعریف له اړخه موږ ازاد او خپلواک نه یو ، ورنیږدی هم نه یو.

زما په عامیانه پوهه او اصطلاح ازادی او خپلواکی دی ته وایی چی وګړي په خپل هیواد کی د الله تعالی او رسول الله د غلامي حلقه په غاړه او د نوری نړۍ له هر راز فشار او قیوداتو پرته په خوښي ژوندانه ته ادامه ورکړي او د حساب ، کتاب او سزا ، جزا دفتر یی یوازی الهی وی بل هیڅ تشویش او ستړي ونلري خپل کلتور ، سیاست او سرحدات په خپل اختیار کی ولری د ژوندانه کړه وړه یی اسلامی او د پردو له شباهته پاک وی خارجه او داخله روابط یی خپل او چاته محتاج او یا په سوال نه وی دوستی او د ښمني یی هم د حب فی الله و البغض فی الله د فورمول لمخی وی لنډه دا چی د الست تعهد او عملی مظاهره
راشی چی اوس لږ ګریوانه ته څیر شو لمړی ځان ، کور میرمن او اولادونه ، کلی او دیار ، ولسوالی او ولایت ، فرهنګي او علمی مراکز ، روابط سیاسی ، تجارتی ، حقوقی څومره خپلواک او الهی دی په بله اصطلاح افغانی دی او که د احمقانو.

ومن لم یحکم بما انزل الله ….. ایا زموږ د هیواد مدنی او دادګایی چاری پر هم دغه اصل برابری دی او که د امریکا او ناټو او د هغوی د سګ شویو انګریزی فلمونو کردارونو او علما سوء ترتیب کړی اساسی قانون ده .

قرن في بیوت کن ولا تبرجن…، ایا زموږ خویندی ، لوڼي د قران په دی لارښونه تللی او که د ممبئ او مسکو یا فاریس او لندن د تهذیب او تمدن نمونه دی ایا د ښځو چارو وزارت په ملی اردو او پولیسو کی یی ونډه ، بی له کومه محرمه په دفاترو او شرکتونو کی مصروفیت او په فضا کی د پردو نامحرمو چوپړ او په مصنوعی خندا د خلګو خوشحاله کول .

انما یخشی الله من عباده العلماء… ایا زموږ او ستاسو اوسنی علما کرام رښتیا له الله تعالی نه ډاریږی او دالله دین یی خلکو ته رسولی ده حلال او حرام یی جلا کړی ازادی او غلامی یی تعریف کړی او که د ډار او ډالر مزدوران شوی که د خفل نفس او هوس غلامان شوی ایا دوی د رسول الله وارثین دی او که د پاکستان ، ایران او امریکا وراثت او زموږ په هیواد کی د هغوی د ګټو محافظین دی .

و اطیعو الله واطیعو الرسول و اولو الامر منکم… ایا همداسی اطاعت مو کله کړی ایا تاسو کله خپل اولو الامر لیدلی چی اطا عت یی وکړی که مو تل د یو رهبری شوی ریبوټ اطاعت کړی که احیانا کله مو په ډیرو قربانیو پیداکړی وی هغه هم مکار د ښمن په ډیر مهارت رانه اخیستی .

ولا تقربو الزنا… څومره عمل پری شوی ؟ ایا هره ورځ هر دفتر کلی او کوڅه مکتب او پاکولته شاپنګ سنټرونه او روغتونونه مو څومره فحشا ته نیږدی کوی .

کنتم خیرا امة اخرجت لناس تأمرون بالمعروف و تنهون عن المنکر… ایا موږ ددی ایات برعکس بوخت نه یو هره ورځ ملت د ډیموکراسۍ لورته نه رابولو ایا موږ په منکر او ناروا کړنو کی میډالونه نه ترلاسه کوو ایا زموږ داعیان ( تبلیغیان ) د بل په لمسون سر چپه ندی روان د مخصوصو اعمالو بلنه او د منعه له داعیی څخه دی خپله منعه .

و قاتلوا المشرکین حتی لا تکون فتنه… ایا واقعا مو داسی کړی ، که مو مشرکینو ته د فتنی بازارونه پرانیستی او احیانا د یو چا د خوشالولو لپاره مو کله نا کله کوم مشرک وژلی.

ولن ترضی عنک الیهود و النصری حتی تتبع ملتهم… ایا موږ اوس د دوی ملت ګرزیدلی نه یو او بیا هم رازی ندی ایا زموږ امنیتی تړون او دوستی ددی ایات لارښونه ده ایا ددوی د رضا لپاره به د صلیب مفتی زموږ د وژلو فتوی بیا هم ورکوی .

واعتصمو بحبل الله جمیعا… ایا موږ د الله رسۍ ( دین ) د یووالی په موخه نیولی که کله د ای ایس ای او کله د سی ای ای رسی مو د لاسو په ځای په غاړه کی ولیدلی وی

ایا ملت به بیا هم طمع ولری چی مسلمانان دی متحد او د الله دین باندی راټول شی .

کتب علیکم القتال وهو کره لکم… ددی ایات مبارک مصداق څوک دی ایا تاسو هغه څه خوښ کړی چی الله یی خبر ګڼي او که مو هغه لاره انتخاب کړی چی الله تعالی شر بللی، ایا تاسو د الله تعالی نه ښه پو هیږی ، ولی هغو کسانو ته نن تروریست ، دهشت افګند ، انتحاری او داسی نور وایاست .

نبوی ملغلره !

الجهاد ماضی الی یوم القیامه …. چیرته دی د اوس عصر د رسول الله مجاهدین ایا دواعش سیارویان ( د وحشت او اسلام د ښمني بی نظیر احمقان ) او که د اشرف غنی او ناټویی اربکیزم زیږنده افغانی ګوډاګی دولت قطعات او که د مرحوم امیرالمومینین رحمت الله علیه یتیمان طالبان ، استشهادیان د فران کریم حافظان د ولا یخاقون لومت لایم اتلان .

العلما ورثة الانبیاء… واقعی وراثت د قران او حدیث په رڼا کی وراثت کوم ده ایا هغه علما چی د امریکا تر بیرغ او قانون لاندی د امریکا په ټانګ سپور د نا محرمو ښځو په منځ کی د جنګ ځپلی هیواد ملت ته د یو نا معلوم او نا مطلوب جهاد فتوی صادروی
او که هغه علما چی د امیرالمومنین رحمت الله علیه چی د یویشتمی پیړۍ یوازنی خلیفه او د رسول الله وارث و د هغه د وفات څخه سؤ استفاده او د ځای ناستی پرسر یی اختلاف اچونکی او په سپینو جامو او لویه ږیره د ای ایس ای مزدوری ایا دوی ته وارثین ویلای شو فکر کوم جواب به مو نه نه نه ،او هیڅ کله نه وی .

د حپلواکۍ نړیدلی منار!

موږ یو څوک درلودی هو په دی یوویشتمه فاسده لارورکی پیړي کی هو هغه اتل و مسلمان و د الله ریښتونی بنده و هغه سکروټی ( دین ) په لاس کی ګرزا و هو ،،،،،،،،،،، هغه د چا پروا نه ساتله د چا مزدور هم نه و په هغه د خپلواکۍ او ازادی لپاره د کابل ، اسلام اباد ، امریکا او اماراتو د پر تعیشو ماڼیو په ځای د استقلال په طمع د حریت په هیله د الله په ځمکه د الله دقانون د پلی کیدا په طمع د خپل هیواد خټین کور ، وچه سپوره ډوډۍ ، سپیرکۍ او زول د ځان لپاره انتخاب کړی ول چی نن یی په لکونو افغانان په ویاړ غونډی لمانځي او د لاری د تعقیب سوچونه وهی او د قربانی په ورکړه ځان د استشهاد تر حده اماده کوی ددی لپاره چی ستړی مو نکړم راشی که ازادی غواړی استقلال غواړی او د الله رضا غواړی د الله په ځمکه د الله خاکمیت غواړی خپل واک ځواکمن افغانستان غواړی د پاکستان ، هند او امریکا له غلامی څخه خلاصون غواړی دد غه نړیدل منار خواته د دریم عمر یتیمان ، سپیره طالبان او واقعی علما کرام په ویرجن او ګټمن هوډمن حالت کی دی مرسته یی وکړی ، تسل او ډاډ ږرکړی ، د خیر خواهی مشوری ورکړی ، اطاعت یی وکړی ، بیا به ازادی او استقلال وی ،،،،،،،،،،،،،، هم بیا به چشنونه وی بیا به د یتیم اښکی او د کونډو سلکۍ نه وی هو بیا به نړیوال خپل راکټونه په شاشهید کی نه ازمویی هو بیا به مو څوک د ای ایس ای او یا سی ای ای مزدوران نه بولی نه به مو د اتلانو قبرونه ورک وی او نه هم ویاړونه ،،،،،،

د امارت نوی مشره ، د امیرالمومینین یادګاره ، د مسلمانانو د سرنویشت په ګدۍ ناست ځوانه باوری یم یقین می ده چی ددی ځای او امامت مستحق یی رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی چی تاسو د تهمت او بهتان له ځایه ( اسبابو ) ځان وګوري
تر هرڅه وړاندی خپل افراد او ددی لاری واقعی لارویان خوشحاله کړه ، درد ته یی درمان ولټوه .صف لا متحد او پیاوړي کړه خپل ټول مشران داخل ته د امر له لاری ولیړه .

د ملت هغه ستونزی چی حل یی ممکن وی په اول قدم کی حل کړه د تعلیم زمینه ورته مساعده کړه ،

د عامه اولس د وژلو مخه ونیسه حتی تر ډیره د دولت غولیدلی افراد چی زموږ د ملت احصائیه چوړوی بی له وژلو یی جلب کړه ،
ترڅو الله تعالی او ملت دواړه راضی شی ،،،،،،،،،،،، هغه نیټه به بیا په زرینو کرښو کاږو ،،،،،،، بی له کومه شکه به یی لمانځو ،،،،،،،،،،،، هو ټول ملت به یی په ویاړ لمانځی تفرقه به نوی ،،،،،،وو ګیله به نوی په ټیټو سترګو به نوی لکه نن د انګریز په سلطه کی له انګریز نه د اسقلال لمانځل ،،،،، یا لور په لوټه تیرول
د هیواد د ازادۍ او استقلال په هیله
حریا شملزۍ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
همایون هوتک
میلمه

ماشا الله مننه خوری ( د میوند ملالی ) نیکمرغه اوسی شوخی او جذباتی لیکنی دی یقینا مؤثریت لری کاشکی حقایق
ټول لیکوالان ولیکی !
پحپله دا چاپلوسانه لیکنو اوس د مقالو له لوستلو بیزاره کړی یو
ځینی دوستان سره لدی چی پاکستان د افغانانو په اړه چندان مثبت نظر نلری ولی دوی یی بیا هم په قلم دفاع کوی چی زه ډیر په اندیښمن یم
بیا هم مننه