fbpx

دابو بکر صدیق رضی الله تعا لی عنهُ نومونه او کُنیۍ

لیکوال: احمد الله عاطفي

زړورترین شخص

سیدنا ابو بکر صدیق رضی الله تعالی عنهُ دجها لت په دور کی هم زړور تیا در لوده خو دده زړورتیا په سرخندنی هغه وخت بدله شوه چې په اسلام مشرف شو،ددي سرخندونکې جذبی اعتراف دهغه وخت ټو لو خلکو کړی، که دا زړور تیا له هجرت نه وړاندی وه که وروسته،خو دامت زړورترین شخص لقب ورته سیدنا حضرت علی کرم الله وجههُ ورکړی!

بزار پخپل مسند کې د محمد بن عقیل رضی الله عنهُ څخه روایت کوې: یوه ورځ سیدنا حضرت علی رضی الله عنهُ وینا کوله چې وویل:ای خلکو ! ستاسې په آند زړورترین دخلکو څوک دی؟ ټولو غږ وکړ تاسې! هغه وفر مایل : ما تل له خپل سیال سره جنګ کړې او په هغي مي بری تر لاسه کړی او خپل حق می ترې اخستی، چې داکوم په زړه پورې زړورتیا نه ده !!

تاسۍ دزړورترین سړی نوم واخلۍ ؟! وویل شو موږ ته معلوم نه دی، سیدنا حضرت علی رضی الله عنهُ وفر مایل:زړور ترین دخلکو سیدنا حضرت ابو بکر صدیق دی، دبدر غزا په ورځ مونږ دالله رسول لپاره سپر ګی جوړه کړه او بیا پو ښتنه وشوه چې د انحضرت صلی الله علیه وسلم سر ه دساتونکي په تو ګه څوک پا تې کیږی،چې دمشرکانویرغل تم او مقابله وکړی؟! په الله قسم هیچا جرآت ونه کړیواځنی شخص چې دي سرخندونکې دندی ته را وړاندی شو هغه سیدنا ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ وُ، هغه توره له تیکی ویستلې چمتو ولاړ و هر کافر ،چې دالله په نبې دحملې اراده کوله او راوړاندی به شو، صدیق اکبر به دهغی مقابله کوله او دهغه شر به یې ډپ کړ ، زما په یاد دې او ما لیده چې یوځل په مکه معظمه کې مشر کینو سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم را ونیو او د هغه په ټیل وهلو او وهلو یې پیل وکړ او ورته یې ویل: هغه ته یې چې زمونږ خدا یانو پسی بد وایې او دیو الله ګواهی ورکوې؟؟ به الله قسم هیچا دکفارو دمقا بلی جرآت ونه کړ،تر هغی چې ابو بکر صدیق راغی،دکفارو مقابلی ته وړاندې شو،څوک یې وهل ،چاته یې ټیله ور کوله او له چا سره به لاس او ګریوان کیده او په جګ اواز یې ویل:

افسوس ستاسی په حال داسی څوک وژل غواړې چې وایې : زما الله یو دی، په دې وینا سره سیدنا حضرت علی رضی اللهُ عنهُ په ژړا شو، دومره یې وژړل چې ګیره مبارکه یې په اوښکو لنده شوه، او وی فر مایل:

ووایاست چې دال فرعون مؤمن غوره دی که حضرت ابو بکر صدیق؟ خلکو ځواب ور نه کړ ، بیایې وفر مایل: ځواب ولی نه را کوﺉ ؟ سو ګند په الله چې د ابو بکر صدیق دژوند یوه ګړی د ال فرعون دمؤمن دټول ژوند څخه زر چنده غوره دی ، هغه خپل ایمان پټ ساته او سیدنا ابو بکر صدیق رضی الله عنهُ خپل ایمان څرګند کړی و!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د