نظــر

د اسد د ۲۸ نيټې د خپلواکۍ د۹۶ کلیزي په مناسبت

لیکوال: هلال احمد شيرزاد

کله چې دپنځلسمې اوشپاړلسمې پيړيو په پایله کې داندلس سقوط وشو، په افریقا کې داسلامي واکمنیو تدريجي ضعف او د عثماني امپراطورۍ د ځوړ حالت سره سم هغه اروپایان چې دمنځنيو پيړیو راهیسي د دروند خوب مزه څکلي وه له خوبه را ویښ او دا فرصت په لاس ورغلو تر څو له مسلمانانو سره دپیړيو، پیړیو حسابونه وکړي او خپل انتقام تري واخلي.

له همدغه ځایه اروپایانو د ټولي نړۍ دځبیښاک لپاره مټي را وبډوهلي، په دوی کې هغه چې د استعمار لمړني مبتکرین بلل کیږي، پرتګالیان او هسپانویان وو.
دوی او همدارنګه نورو اروپایانو د اروپا نه بهر د ځمکو د لاندي کولو لپاره هڅي پیل کړي.

له همدغي ځایه د اروپایانو یرغلونه پیل شول………….. تردي چې په افغانستان کې يې ډيري ککرۍ له خاورو سره خاوري شوي. په دی کې شک نشته چې آزادي د الله (ج) یو ستر نعمت دی او دا نعمت په قربانیو ترلاسه کيږي، نو زمونږ نیکونو هم د ”۸” لسیزي ډيري زیاتي قریانۍ ورکړي وي او د دي قربانیو په ترڅ کې یې آزادي او خپلواکي لاسته راوړله، او د هیواد خپلواکي په داسي وخت کي واخستل شوه چې په اسلامي نړۍ کي هیڅ یو هیواد هم مستقل او خپلواکه نه وه او ټول اسلامي هیوادونه  لکه متحده عربي نړۍ، ترکیه، ایران او داسی نور د لمړني نړیوالي جګړي په مهال د انګریزي ښکیلاک تر ولکي لاندي وی.

غازی آمان الله خان د امیر حبیب الله خان دریم ځوی وو چی د پلار له شهادت نه وروسته ئی واکی تر لاسه کړ. غازی آمان الله که څه هم له اروپايي دود سره د افغانانو د اشنایی لپاره ډيري هڅي وکړي هغه به ټولو ته ښه معلومه وي زه له هغي څخه صرف نظر کیږم او د هغه منفي اړخ نه به تیر شم. غازی امان الله خان داسی یو شخص وو چی د وطن، ازادی او خلکو سره ئی بی کچه مینه درلوده، همدی ټکي ته په پام سره چی افغان ولس هم له هغه سره مینه لری او د هغه نوم په ډیر عزت او درناوی سره یاده وی زه هم د هغه او همدارنګه د هغه له دی بی کچه میني سره چې هغه له وطن سره لرله احترام کوم اوپری ویاړم..

نن ورځ چي موږ د کومي آزادۍ جشنونه کوو د اهغه دآزادۍ ورځ وه چې په کال ۱۹۱۹م کې د غازي امان الله خان لخوا په داسي وخت کې واخیستله چې افغانان دیوی لوي امپراطورۍ په قلمرو کې د ډوبیدو په حال کې وه.

اوس چې موږ یو ځل بیا له هماغو اروپایي اشغالګرو سره په مبارزه بوخت یو، راځئ د خپلو پلرونو او نیکونو له ویاړه ډک  تاریخ څخه عبرت واخلو، او دی ته فکر ونکړو چي حالات ښه نه دی، او نه هم  دامکاناتو په نشتوالي خپل ذهنونه بی ځایه کړو، یواځي او يواځي د شهادت او د بریاوو د لاسته راوړلو په فکر کي وواسو، او د خپلې غصب شوې او په وینو پالل شوي خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکړو ان شاء الله.

زه د جهاد هغه دوران ډیر ډیر یادوم چې دمجاهدینو له ویري به کفار د خپلو هستوګنځاینو څخه نه راوتل او که راوتل به هم له ویرې او خوف نه به یې پر سر چورلکې ګرځیدلې او بیا به هم په اسلام مینو مجاهدینو پر هغوې تعرض کاوه او د خپلو مبارکو وینو په بدل کې به یې ډیرې کرغیړنې څیرې، له فساده ډکې ککرۍ به يې دځمکې له مخ نه ورکولې او مسلمانان به یې د هغوۍ له ظلم او وحشت نه ژغورل، نو همدغه نقطي ته په پام سره باید مونږ هم خپلو مبارزو ته دوام ورکړو، او د خپلو وینو او قربانیو په بدل کې يو ځل بیا هغه آزادی چې رانه غصب شوي لاسته راوړو، او دی د انګریز او مکناټن بچو ته د میرویس نیکه او احمد شاه بابا د ویاړمن تاریخ په څیر یو نوی تاریخ تر شا پریګدو تر څو زمونږ او ستاسو راتلونکي نسل زمونږ له تاریخ نه په عبرت اخیستلو سره قربانیو او سرښیندنو ته تیار شي. ان شاء الله

په همدی ستره هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x